یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونچرګ داسې مرغه نه دی چې چا ونیو د هغه دی

چرګ داسې مرغه نه دی چې چا ونیو د هغه دی

ایرانیانو د ګوره زامنو به لا د وخته په خوږه، روانه اوداسې پاړسو ترجمه کړی وي چې د کابل دانشګاه دانشجویان به یې چالش لا نه بولي، خو پښتو ترجمه یې ما لا نه ده لېدلې. ودې شي چې زه لرغون فکره یم، نور یاران به ورسره آشنا وي. توری انګریزي دی او لیکل شوی

INTELLECTUAL PROPERTY

اوله برخه یا انټېلیکچوال مانا د ماغزو زیږنده یا ماغزو پورې مربوط یا دماغي، یا معنوي. دویمه برخه یا پرا پرټي مانا زیرمه یا مال یا شته یا دارایي. چې دواړه برخې سره کوشیر شي نو معنوي یا ذهني زیرمه به یې هم ښه ترجمه وي او معنوي شته هم.

دا زیرمه باغ او پټی نه دی چې قواله ولري، نه هغه بله دارايي ده چې څوک یې سند ولري. یا نکاح خط. په افغانستان کې خو تیار چرګ دی چې چا ونیو د هغه دی.

په لویدیځه نړۍ کې د دې دارایۍ حکم هم د نورو جایدادونو په شان دی، څه د چا شعر غلا کړې څه یې موټر.

په ذهني جایداد کې ټول هغه شیان راځي چې د بنیادم د ماغزو له برکته یا د هغې په زور چوړ شوی وي. که ونه نه راځي د ونې انڅور خو راځي ؟ افغا نستان او په لویه سره عالم اسلام کې د ذهني زېرمې بېلګه یواځې په شعر کې لا ژوندۍ پاتې ده. دلته کومه اختراع نشته چې بیا څوک پرې خپله یا د خپلې کمپنۍ مارکه انځور کړي چې دا موږ یا ما جوړ کړی. یو وخت پاکستاني نصوار یا لونګۍ یا نور ټوکرباب جوړېدل چې ورباندې د مهر ولاک نښه وه چې (بر هر بوتل که مهر حقیر نباشد مال نقلي خوا هد بود.) یا د قصه خوانۍ د بازار مارکه. حق طبع محقوظ. نور نو نیستي پاکه پاچايي وه ته زما شعر زما تخلص، زما نوم په بډه وهه، زه ستا. دوه مثالونه کافيٍ دي. یو د زر کاله پخوا بل د یو کال دمخه

کوم څوک (غالبا عروضي سمرقندي؟) د سلطان محمود باچا کیسه کوي چې ډېر شاعران مثلا فردوسې یې دربار ته ورتلل، ستایننظمونه یا بوللې یې ورته لیکلې، د سرو او سپینو زرو همیانۍ یې اخیستې. وایي د دربار وزیر امیر معري ډېره ښه حافظه درلوده. چې نوی شاعر به ورغی. خپله بولله یې باچا ته واوروله، معزي به هغه د یاده کړې وه . د یاده به یې باچا ته تکراري واوروله نو بیا به یې ادعا کوله چې دا شعر زما دی. راغلی شاعر به په شرمو وشرمېد، تشه لمن به له درباره رخصت شو. وايي په همدې لړ کې فرخي نومی شاعر هم د محمود دربار ته ورغی. فرخي د معزي په چل خبر و. نو یې د بوللې د سر یو بیت ووایه. بیا چې ټول ورته منتظر ناست وو زیاته یې کړه:«په همدې وزن او قافیې او مضمون دوه سوه نور بیتونه هم لرم، که یې د شاه حضور کې ووایم، امیر صیب معزي دې دعوه نه پر کوي چې د ده مال دی. او که د معزي وي همدا اوس دې پاتې برخه تیره کړي. امیر معزي خجله او له دربار نه ورټل شو.

همداسې یوه کانه څو کاله دمخه همدلته امریکا بلکه موږ ته لنډ، په ویرجنیا کې هم وشوه. د دې امیر معزي نوم به نه ښیم خو د شعر اصلي ویونکی ملا عطایی دی، د خدای بښلي ابراهیم عطایي ورور. هغه یو ماښام بنډار کې وویل چې بادیګر خپل شعر چا ته نه ورکوي ویل یې شعر یې چا وغوښت چې د شپې یې لولم. په سبا یې د ده اشعار په خپل نامه خپاره کړل.

یو بل مثال: پېښور کې د شیرزمان غمژن(طاییزي) به نامه یو ناول لیکونکی و(اوس مړ دی، خدای دې و بښي) د هغه بیان دی چې یو تاریخي کتاب یې په انګلیسۍ د افغانستان پر تاریخ لیکلی و خو د آی ایس آی له ویرې یې پاکستان کې نشو چاپولی. یو افغان یې یاد کړ چې هغه مهال یې په هند کې د ډاکټرۍ درس وایه. طاییزي ویل چې د کتاب ټایپ شوې نسخه مې دغه افغان ته واستوله چې هند کې یې راچاپ کړي. طاییزي ویل چې هغه افغان دا کتاب چاپ کړ خو پخپل نامه. ما (شپون) بیا دغه افغان ملامت کړ خو هغه عجیبه عذر وړاندې کړ. ویل یې چې ما څو ځلي د طاییزي نوم هم په خپل کتاب کې یاد کړی دی. چې ما طاییزي ته د ده عذر وړاندې کړ، هغه موسک شو، ویې ویل،« له دې افغانه مننه خو خبره دا ده چې غونډ کتاب ما لیکلی، د دې افغان ورکې یو ټکی هم نشته.

په نړیوالو اصولو کې کتاب، اشعار او د بنیادم د ماغزو هر قسم تولید پخپل نامه کول ناروا نیوکه او غصب دی. حتی د بل چا تخلص. دا یو څه د تذکرې غلا ته هم ورته ښکاري.

2 COMMENTS

  1. استاد شبون صاحب.!
    اول دهرخه خبل احترامات تقديم وم روغ صورت درته دخدايه غوارم.
    أستاذه.
    زمونز به اولسوالي خوكيانو كي يو خوز زبي بي سواده شاعر به نوم دباينده محمد كزه وال تير شوي خداي دي حق رحمت كري .
    ده به دير خوازه او به زره بوري شعرونه ويل داجه سواد ءي نه درلوده نو أكثر اء وخت به جه ده شعر ويل نو ليكني به عبالروف (قتيل) كوله نو ته بوهيزي جه قتيل به خه كول هغه به دده شعرونه غلا كول او بيابهءي به خبل نامه خبراه وه.
    يوبيل غل هم دده شعرونه به به خبل نامه به أواز خواني كي تير أوه هغه بيجاره خداي بخشلي خوز غوزي هنر مند غمزده وه.
    الله دي وبخشي .

  2. شپون صاحب د تخلص په اړه نو ګیله مه کوه… شپون تخلص به فکر کوم اکثره بښتانه خوښوي نو که چا د ځان لپاره ټاکلئ وي پدې مه خپه کیږه 🙂

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب