پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeکالمونهقانعد شل ګزي بابا قبر/ عصمت قانع

د شل ګزي بابا قبر/ عصمت قانع

زموږ د کلي کلاخېلو د قبلې خواته یو اوږد قبر وو، چې کلیوالو ورته شل ګزی بابا ویلو. د شل ګزي بابا په قبر کې د چنار یو وچ لرګی ښخ وو، کله چې به د چا پر غاښ درد وو، نو پر همدغه قبر به یې دوه مېخونه ټک وهل چې د غاښ درد به یې ورسره پرې کېدلو.

زموږ د کلي تر ټولو زړه بوډۍ ښځه بورګۍ توړۍ نومېده، دې یې له نیکه ګانو اورېدلي وو، چې شل ګزي بابا یو کرامت دا هم درلود چې په درو ورځو کې به یې په پیریانانو او دیبانو باندې کاریز کېندلو. خلکو نورې، نورې کیسې هم په شل ګزي بابا پورې نښلولې.

زما ښه یاد دي د سرطان په میاشت کې سخته اوریا (ورښت) وشوه، تېز سیلاونه راغلل او د شل ګزي بابا قبر یې هم له ځانه سره یوړو. کله چې خلکو د سیلاب وړي قبر لاندې ځمکه پسې وپلټله، نو له قبر څخه د اوښ یا خره هډوکي راووتل.

پرون مې د ملي ټلویزیون خبري پروګرام کتلو، هماغه د شل ګزي بابا قبر وو، اوږده ناتراشه او ناخراشه مطالب وو، چې نه خبر ته ورته وو، نه ژورنالستیکي رپوټونو ته پاتې کېدل او نه هم اطلاعاتي او مطبوعاتي مطالبو ته.

لومړی خو د جمهور رئیس خبر وو، چې د پروتوکول او تشریفاتو له مخې یې د لومړیتوب حق درلود او باید چې په سر کې راغلی وای.

که څه هم په نوره نړۍ کې خبري مطالب د اشخاصو او یا لوړ رتبه مقاماتو د تشریفاتي پروتوکول طابع نه وي او هر خبر د خپل خبري اهمیت له مخې د خپرېدلو او یا نشرېدلو لپاره باید ځانګړي اوصاف ولري.

دویم خبر د جمهور رئیس د مرستیال وو چې ممکن دا اهمیت ته هم د پروتوکول او تشریفاتو له عینکو څخه وګورو.

ورپسې نو بیا د عبدالله جان وار وو، چې د عبدالله وار تېر شو نوبت د جامراد پر مانډس محمد خان راغی، مانډس صرف لیدنې او کتنې درلودې چې خبري اهمیت هډو په کې پیدا کېدلو نه.

چې د مانډس نوبت تېر شو بیا نو د محقق نوبت راورسېد. چې محقق د ټلویزیون له سکرین څخه پناه شو، بیا نو وار په غوره حکومتوالۍ کې د جمهور رییس د خاص استازي احمد ضیاء جان وو.

چې د دوی ټولو نوبت تېر شو وار د دولتي جرګې او مشرانو جرګې را ورسېد. دلته نو بیخي کمیډي ډرامه جوړه شوه، کمیډي هم بې مطلبه نه وي، خو دلته یوه داسې کمیډي نندارې ته وړاندې کېږې، چې هېڅ ډول مطلب او مقصد نه لري.

په نړیوالو خبري چېنلونو کې خبري سرویسونه تر پنځلس دقیقې نه وي زیات، خو د ملي ټلویزیون خبري سرویس لږ تر لږه یو ساعت دوام کوي.

په یوه ساعت خبري واټ کې داسې څه نه شته چې سړی ورته تم شي او یا د خبري اهمیت پر اشاره باندې ورته ودرېږي. داسې معلومېږي چې د ملي ټلویزیون خبري سرویس د اوو تنو مشهورتیا یو اوږده اعلان دی چې تر اوسه پورې د اعلاناتو په دنیا کې داسې اعلان نه وو لیدل شوی.

خبرونه ټول پدې ډول وو:

اجرائیه رییس له خلکو سره وکتل، پداسې حال کې چې پلانی او پلانی هم ورسره وو.

د اجرائیه رئیس لومړي مرستیال د غزني له خلکو سره وکتل او د ښې حکومتدارۍ پر راتګ یې ټینګار وکړ.

د اجرائیه رئیس دوهم مرستیال له پلاني سفیر سره ولیدل او د ملي وحدت د حکومت د بریاوو په باره کې یې ارشادات وفرمائیل.

د ښې حکومتدارۍ لپاره د جمهور رئیس خاص استازی زراعت وزارت ته ورغی او د اداري فساد د کنترول په برخه کې یې ارشادات و فرمائیل؟

بس نو یوه اوږده پړپړه به وي چې د ملي ټلویزون پر اسکرین به آخوا دېخوا کېږي.

ملي ټلویزیونونه یا هغه نشراتي مواسسات چې د یوه مملکت د سیاست دفاع، ملي ګټې او سترو ملي اهدافو د تربیون دنده پرمخ وړي خپل نشراتي خطوط داسې عیاروي، چې غوره مسلکي ارزښتونو ته لومړیتوب ورکوي، خو ملي ټلویزیون چې د افغانستان د مملکت د بقا او د ملي ارزښتونو د تبلیغ تربیون دی داسې حالت ته رسېدلي دی چې نشراتي معیار یې تر شخصي او تجارتي ټلویزیونونو هم ښکته دی.

یو پروګرام هم د ملي ارزښت په ترازو کې نه تلل کېږي، هماغه زړې څېرې او زړې بابولالې دي چې یکنواخته حالت یې لیدونکي او اورېدونکي د استفراق حالت ته رسولي دي.

ماته خو ملي ټلویزیون هماغه د شل ګزي بابا قبر ښکارېږي، چې اوږدوالي او په ملي سطحه کردار ته یې سوچ وکړې، نو فکر به کوې چې دا به څومره ستره اداره وي، چې کار ته یې ګورې، نو د قبر له منځ څخه یې د شل ګزي بابا د هډوکو پر ځای د اوښ غاښونه راوزي.

افغانستان د خپلې بقا پرسر د تاریخ په یوه ډېره نازکه مرحله کې قرار لري، لازمه ده چې زموږ ملي مواسسات او مملکتي تاسیسات داسې عیار شي تر څو هېواد او ملي ګټو ته ور پېښ ګواښونه درک کړي او د خطراتو د له منځه وړلو لپاره د ملي شعور د بېدارۍ ودې او پرمختګ لپاره پر وخت او پر ځای اقدامات وکړي.

د عبدالله لیدنې او کتنې، د محقق چکرونه او سفرونه، د مانډس محمد خان مجلسونه او میټینګونه، د احمد ضیاء جان تقریرونه او خطابونه درد نه شي دوا کولای.

تر دې به دا ښه وي چې ملي ټلویزیون د افغان وطن د ملي بقا لپاره او د اجتماعي شعور د راویښولو لپاره د خلکو پاملرنه د ځان خواته ور واړوي او هغه خبرونه چې اوازې او ازانګې جوړوي په حقیقي بڼه خلکو ته وړاندې کړي، تر څو د ملي اعتماد په جوړولو کې د غوره اقداماتو تشویق ته لاره هوار شي، کنه خالي پروتوکولي او تشریفاتي ویناوې او خبرونه اوس د خلکو په منځ کې د کرکې تر حده پورې له ناوړه نیت سره مخامخ دي.

خدای دې موږ ټولو ته د نیکۍ پر لاره هدایت وکړي، هغه د ملا خبره ده چې چاته یې ځان معرفي کاوه، ویل یې؛ اینجانب زبدة العلما قاطع شرک و البدعت شمس الواعظین نورالمدرسین مولوي شمس الحق یم!

مخاطب ورته ویلي وو، چې زما نوم خو سیف الرحمن دی، اما وچ کلک سیفور یم!

7 COMMENTS

  1. قانع ګله پر ځای دی وفرمایل. په والله که یی یو پروګرام هم د لیدنی وی. زما په فکر دوی قصداْ داسی کوی چه خلګ مجبور شی د ایرانی ګوډاګانو تلویزونانو پروګرامونه وګوری لکه څرنګه چه یی د آریانا هوایی شرکت ته قصداْ داسی صدمه ورسوله چه خللک ځینی ځغلی. زه پخپله د ژوندون رادیو او تلویزون ته ډیر په هیله وم خو باور وکړی چه رادیو یی ټوله ورځ د فرزانه ناز او نازیه اقبال سندری ږغوی او ډیر می سخته خوا ځینی بده ده

  2. سلامونه، قانع ګل او تاند لوستونکو او ټ.وی ګانو لیدونکو ته
    د تره کي بابا او راوروسته تر ارواښاد نجیب الله تر پایه یو ملی ټ.وی وه چه ټولو به لیده او پروګرامونه یی ورځ تر بلې مخ په ښه کیدو وو،د هغه په څنګ کې به مو بي بي سي راډیو اوریدله. له کله چه دکرزي ډیموکراسي او د ګویا جهاد او مقاومت ټیکه دارانو واګې په لاس کې ونیولې ، لکه بیمعنی ګوندونو، ټ.وي چینلونه، راډیوګانې ، اخبارونه او سایټونه هم ډیر زیات شول چې په رښتیا هم له یوې خوادخلکو وخت ضایع کوي او له بلې خوا د بی مانا لیدنو کتنو کمپاینونو سره خو لاڅه کوئ چې د امان الله خان اود استقلال دښمن کلکاني غلو اووطن پلورونکو د څوومې کلیزې اعلان هم په همدې تش په نامه ملي آر.ټي.اَې کې کېږي! دا څه مانا؟

  3. قانع ګله ؛ تر اوسه پوري ډېر ملي موسسات همداسي چي کرزي او د هغه بې کفايته ادارې غوښتل هم هغه سي پاته دي
    ملي تلوېزيون په نوم ملي تلوېزيون دی په عمل کي هم له هغه اوله سره څخه ئې د رهين او کرزي شوم اهداف مخته وړي دي ، ته د مسعود کليزي در ياد کړه چي څومره وخت ئې ور ته ورکاوه ، دا د مړو تلوېزيون وو او تر اوسه هم
    د هغو مړو په قبضه کي دی ٠ ته ډېر ژر نا امیده سوی يې يو څه وخت غواړي چي تلوېزيون هم د کرزي رهين له پسپاتو څخه پاک کړي ، دنيا په هيلو او امیدونو خوړل کيږي او بله چاره نه لرو لږ څه صبر او حوصله به کوو ، په
    دا سبب چي تر اشرف غني بله ښه مهره نه لرو که د علم په لحاظ وي که د پاکی په لحاظ وي تر ده ښه تره که لرې نو
    يې راوښووه او که يې نه پېژنې نو ملګری يې سه په فرهنګي کارو کي کومک ور سره وکړه ٠ ته څه وخت او يا داسي در ته ووايم چي د چا و ولسمشری ته منتظر يې چي ته بيا خپل وطن او خلګو ته کار کوې؟ همدا اوس يې وخت
    دی ، که دي له نږدې وليدل چي کارونه د سمېدو خواته نه پرېږدي بيا حق لرو چي رسوا يې کړو او لاره ځني جلا کړو او که داسي نه وي نو اوس لا وختي دی چي نيوکي وکړو٠

  4. ښه چاری دګران هیواد افغانستان وطنپال لیکوال او ژورنالست عصمت قانع ته
    دقانع دالیکنه یو ریښتینی حقیقت دی غوړم چی په لند ډول ووایمه لکه څنګه چی قانع یادونه کړیدی داڅیری دافغانانو څیرو لپاره دارو کیدای نشی دا ازمویل شوی څیری دی اکثریت یی
    رازم دقانع صاحب دلیکنو په اړه دومره وایمه چی ښه لیکوال هغه لیکوال دی چی لوستونکی خپلو لیکنو ته څنګه راجزب کړی او څنګه لوستونکی دخپلو لیکنو تګی وساتی او لوستونکی ته دهغه لیکوال دلیکنو په انبظار وی نو ځه هم دومره وایمه قانع صاحب هم یو له هغو لیکوالانو څخه دی چی خپل له مفهومه دک پیغام خلکوته په ډیره جالبه توګه رسوی

    خدای دی تل صحت مند لری

  5. او ښ ته یی وویل چی دا غاړه دی ولی داسی کږه وږه ده. او ښ ورته وویل ای بابا کم څای می سم دی چی غا ړه می سمه وی. کوم شی مو ملی دی چی تلویږوی ملی وی. دلته اسخباراتیواو تبلیغا هی جګړه هم د ډګری جګړی سره جو خته روانه ده. کا تع سیب بل مخ بر کښیږده چی یو خه خوند بر واخو.

  6. قانع صاحب ډیره په زړه پوری لیکنه ده
    داملی تلویزون نه بلکی دګوړی اچار دی
    چی دهمدی تلویزون ملیتوب یی ترپۍښتنی لاندی راوستی دی
    له دینه ځینی شخصی تلویزینونه هم ډیری ښه
    اودمعیار سره موافق پروګرامونه خپروی.
    لوی څښتن دی دملت واکدار اومشرته توان ورکړی
    چی دداسی ناخوالوته نوردپای ټکی کښیږدی
    امین

  7. Is there any possibility that “د شل ګزي بابا قبر” may not be a real human burial , but a colonial era item/s needed a 60 feet long domain to keep something safe for future use?

    Human can’t be 20 meter long!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب