یکشنبه, مې 19, 2024
Homeجنرال وزیريد وسله والو ځواکونو د جوړښت او پایښت بنسټیزې برخې:

د وسله والو ځواکونو د جوړښت او پایښت بنسټیزې برخې:

لیکوال: جنرال دولت وزیري

د وسله والو ځواکونو د جوړښت او پایښت بنسټیزې برخې:

په جګړه کې هغه پوځي ټولګي بريالي وي چې ښه روزل شوي وي او له ښو، پر ځای او پر وخت تکتيکونو څخه ګټه پورته کړي. که څه هم دواړه دښمنی ډلې په یو شان وسلو سمبال وي، خو په جګړه کې جنګی تکتیک، په نقشو او خړیطو ښه پوهیدل او ښه جګړه ییز مهارت د جګړې د ګټلو په مانا دي.

جګړې ته د ډیرو سرتیرو لیږل یو ستونزمن کار دی، ځکه هغه ډیر لګښت غواړي او د دغو لګښتونو پوره کول د دولتونو له پاره ستونزمن حتی ناشونی کار دی. ناپليون بوناپارت به ويل:(( د جګړې د سمبالولو او پر مخ وړلو له پاره د نورو اړينو څيزونو تر څنګ دا درې څیزونه هم دير اړين دي: لومړی پیسې، دويم پيسې او دريم هم پيسې.))

په دې توګه ښه جګړه ییز تکتیک، په نقشو او خړیطو کې ښه مهارت، ښې وسلې او په وسلو ښه پوهیدل د وسله والو ځواکونو د جوړښت او پایښت لاملونه ګڼل کیږي. که چیرې وسله وال ځواکونه په اوږده جګړه کې ښکیل شي، وسلې له منځه ځي، روحيه کمزورې کيږي او د وسله والو ځواکونو جوړښت او پایښت ته ستر زيان رسوي او حتی د نیستۍ کندې ته يې ور ټیل وهی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب