یکشنبه, مې 12, 2024
Home+د سوي چنار سيوري ته کښېنمه او بيا ځم | ساجد بهار

د سوي چنار سيوري ته کښېنمه او بيا ځم | ساجد بهار

ممتازه ما ته چل د غمرازۍ نه راځي نور
د سوي چنار سيوري ته کښېنمه او بيا ځم
په پښتو شاعرۍ کې ګڼ شمېر شاعرانو د چنار یادونه کړې او په بېلابېلو بڼو یې سندره کړی.
زه چې هر وخت د چنار په اړه خبرې اورم او یا یې مخامخ وینم، هممهاله ورسره د کاروان صیب ډېری بیتونه ذهن ته راځي.
کاروان صیب د چنارونو د وطن شاعر دی ، د چنارونو سیورو ته ویده شوی او په چینارونو کې د ناستو مارغانو په شور را ویښ شوی.
ځکه خو یې د چېنار په اړه شاعرۍ کې ګڼ بیتونه ترسترګو کیږي او ښه یې شاعرانه کړي هم دي.
که د کاروان صیب له شاعرۍ راشو، لنډیو ته ور وګرځو ، ډېری داسې لنډۍ به مو تر سترګو شي، چې د وطن دنګ، دنګ چنارونه پکې ذکر شوي دي.
چناره ستا ځواني که زما وای
ما به د پاڼو پر ځای کړي وای ګلونه
د چنارونو په اړه دوه روايتونه ډېر مشهور دي؛ يو يې د ډېر عمر او بل يې له ځانه د اور اخېستو روایتونه دي.
ډېر عمر خو لري، خو له خپلې ډډې د اور اخېستو روايت يې که څه هم ډېرو ته د منلو نه دی، ولې په شعرونو، سندرو او ټپو کې يې تل ذکر کېږي.
له ځانه اور واخلې چناره
مين پرې زه يم خوب تر تا لاندې کوينه
خلک وايي چينارونه هر سل کاله وروسته اور اخلي
له دې سره وده کوي او شاید بل ژوند پیلوي.
په دې وروستیو کې د خوست د یوې سیمې چېنار هم له ځانه اور اخیستی و او پر ټولنیزه میډیا هم ټولو ولیده.
زه چون د کلي سړی یم، د کور مخې ته هم چېنارونه لرو، نورو سیمو کې مې هم ډېر تر سترګو شوي، سیوري ته یې ویده شوی یم، خپل نوم مې یې پر ډډ لیکلی ، د جګړو پر مهال نښې نښانې مې پکې لیدلي.
د خوست د سقوط پر مهال ګڼو چېنارونو ته زیان رسیدلی، اوس هم د ډېرو چېنارونو پر ډډو د مرمیو نښې پاتې دي او تر ننه یې په سینه کې ښخې دي.
د جګړو پر مهال دې حالت ته هم ګڼ شمېر شاعرانو  شعرونه لیکلي او په ویر یې ژړیدلي دي.
سایل صیب لیکي؛
ته د وطن له حاله څه شوې خبر
له چنارونو نه لمبې ووتې
دا د چېنار په عاړه عام تصورات او د سترګو لیدلی حال و، چې تر یوه بریده ورته تم شوم.
نن مې فسبوک کې د ممتاز اورکزي لاندې دوه بیتونه خپره کړي وو؛
کیسه د یو څراغ کوم تورتمه او بیا ځم
په کړس یوه خندا کومه غمه! او بیا ځم
کیدای شي خدای مې وبخښي په دغه عبادت
یو ښه ساعت درګورمه صنمه! او بیا ځم
انجینر صیب مسعود افغان راته ولیکل، چې ددې غزل پر مقطع راته وغږېږه.
د غزل په مقطع کې د چېنار یادونه شوې، ځکه خو مې له فرصت نه په استفادې پورته خبرې هم پسې وغځولې.
د غزل مقطع یې ده، چې؛
ممتازه! ما ته چل د غمرازۍ نه راځي نور
د سوي چنار سيوري ته کښېنمه او بيا ځم
ممتاز جي د کرمې اوسیدونکی دی، هغه کرمه چې دنګ،دنګ چېنارونه لري، یخې اوبه لري او په شنه طبیعت مشهوره ده.
کرمه کې د یوې سیمې نوم پاړه چنار دی او څنګه چې ددې سیمې له نومه بریښي همداسې په چنارونو پوښل شوې سیمه هم ده.
ممتاز جي هم همدې سیمې ته نږدې پروت شاعر دی او له همدې سیمې یې داسې شاعري کړې، چې نن سبا پرې حساب کیږي.
کرمه کې ډېر وخت فرقه ییزې جګړې کیږي او د شیعه او سني په نومونو پښتانه تل یو او بل ته په کمین کې ناست وي.
همدې جګړو کرمه یو وخت دومره بدرنګه کړې وه، چې  تقریبن هر ولاړ دېوال یې نړیدلی و او هر دنګ چېنار یې سوځیدلی ولاړ و.
چون ممتاز انسان شاعر دی، تل یې د پښتون قام ویر غږولی دی، تل یې د پښتنو پر محرومیتونو اوښکې تویې کړې او تل یې پر پښتون قام تپل شوی جنګ غندلی دی.
د شاعرانو سروکار له طبیعت سره وي او د طبیعت مهربانۍ پرې تل شاعري هم لورولې.
داسې حساس  شاعران چې له طبیعت سره یې روح تړلی وي، طبیعي ده، چې د باردو بوی یې سترګې ور ډکوي، جګړه یې د شوخو ترانو پر ځای د قام په ویر مصروفوي او…
ممتاز وایي، جګړې یې د نسل د بربادۍ ترڅنګ طبیعت هم اغېزمن کړی او هر لوری د سوو غوښو بوی محسوسوي.
ممتاز چې د قام حال ګوري، شاوخوا مخ اړوي، د جګړې پر نښو یې سترګې لګیږي، هغه چنار په یوه بد حالت ګوري، چې یو وخت به یې د خوارو ورو څانګو لاندې ډېری لاروي دمه کیدل او بېرته به د خپل ټاکلي منزل په لوري روانیدل.
هغه د خپل قام دې حالت سخت ځورولی دی، هغه قام چې یو وخت به ددې چېنار تر سیوري لاندې په یوه غږ راټولیدل او د خپلې سیمې په خېر پریکړې به یې کولې.
خو نن د همدې قام وګړي د چنار د سیوري پر ځای یو او بل ته په مورچه کې سره ناست دي او یوازې همدا شاعر دی، چې د ګیلو ډک زړه یې د سوي چینار سیوري ته راوړی او د پښتون قام پر دې حالت ساړه اسویلي کوي.
ممتاز ویني، چې دې چېنار ته مارغان نه ورځي، لاروي ترې پخپله مخه لاره وهي، مینان یې پر ډډ خپل او د هغوی د ایډیال مشعوق د نوم توري نه لیکي.
دا حالت یقینن د شاعر سړي لپاره ځورونکی تمامیږي او مجبوریږي، چې د غمرازۍ له یوه جلا اندازه کار واخلي او دلته خپل زړه تش کړي.
ممتاز د پښتون وطن له بارودو ډک طبیعت ته بله لاره نلري، هغه، همدې سوي چنار ته ورځي، د قام ناخوالو ته مخاطب کیږي، پر دوی د تپل شوي جنګ پایلې څیړي، غمرازي ورسره کوي او بېرته پخپله لاره ترې روانیږي.
هو ، شاعر بله لاره نلري او داچاره یې زړه او ذهن دواړو منلې ده.
هغه خو ځکه وایي، چې:
ممتازه ما ته چل د غمرازۍ نه راځي نور
د سوي چنار سيوري ته کښېنمه او بيا ځم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب