شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeروغتیاایبولا وایروسي ناروغي/ ډاکټر ظهير

ایبولا وایروسي ناروغي/ ډاکټر ظهير

د ناروغۍ شالید:

د ایبولا وایروسي ناروغۍ لومړی ځل په کال ۱۹۷۶ کې د افریکا وچې د سوډان هېواد په نظاره او د کانګو په یمبوکو سیمو کې تر سترګو شوه. وروسته بیا د کانګو هېواد د ایبولا د سیند پر غاړه کلي کې په وحشي ډول خپره شوه او له همدې ځایه یې نومونه هم وشوه.

د ۲۰۱۴ کال د مارچ په میاشت کې د وایروس تر ټولو پېچلی ډول د افریکا په لوېدیز کې په پراخه کچه خپور شو چې له ډېرو کسانو یې ژوند واخیست.

دا مهال یاده ناروغۍ د افریکا وچې په ډېرو هېوادونو لکه سیرالیون، ګانا، لایبیریا، ناجیریا او سینیګال کې د چټک خپرېدینګ په حال کې ده.

د ایبولا وایرس د Filoviridae په کورنۍ پورې اړوند دی. یاده کورنۍ درې جنسونه لري چېCuevavirus, Marburgvirus, او Ebolavirusنومېږي. په افریکا کې یې د Zaire او Bundibugyo, Sudan, Reston,Taï Forest نوعې خپرې دي په ځانګړې توګه په لوېدیزه افریکا کې سز کال د Zaire ebolavirus خپور شوی دی.

د ایبولا وایروس حاده او سخته ناروغۍ را منځ ته کوي چې که د ناروغ اعراضي درملنه او جدي مراقبت و نه شي؛ کس وژني.

د ناروغۍ د لامل لېږد:

داسې ګمان کې چې د ټېرورپوډي‌ډې ( Pterorpodidae ) د کورنۍ اسمان څکالي یې طبعي کوربانه (مېزبانان) دي. ویروس هغه مهال انسانانو ته ولېږدېد چې هغوی په لندو او ګڼو ځنګلونو کې په وایرسککړو یا مړو ځناورو لکه د شیمپانزې، بیزو، ګاوز، شکوڼ،ګوریلا او اسمان څکالې له وینو، افرازاتو او غړو سره په اړیکی کې شول.

وروسته وایروس له ککړ انسان څخه روغ انسان ته د نېغ تماس لکه وینې، د بدن د افرازاتو، او ککړو وسایلو په مټه خپرو شو.

ډېر کله هغه روغتیايي کارونکي چې د شکمن او یا هم ناروغ کس په درملنه بوخت وي او د ځان ساتنې کلک تدابر نه پلي کوي؛ د ناروغۍ ښکار شي.

کوم کسان چې د ایبولا ناروغۍ وژلي دي؛ د هغوی په جنازو او د تدفین په مراسمو کې برخه اخیستل هم له خطره خالي نه دي.

هغه کسان چې په ایبولا اخته شي؛ تر ډېره وخت یې د په بدن افرازاتو لکه منیو او شیدو کې وایروس پاتېږي. کوم نارینه چې له ناروغۍ څخه روغ شوی وي؛ تر رغېدنګ دوه میاشته وروسته هم کولای شي چې د خپلو منیو په مټه یاد وایروس ولېږدوي.

د ایبولا نښي نښانې:

د ناروغۍ پټهدوره (بدن ته د ناروغۍ د لامل ننوتل او د ناروغۍ د لومړۍ نښانېتر پيله موده) له ۲۱- ۲ ورځو پورې توپیر کوي.

سخته تبه، ستړیا، د غړو خوږ او د سر او ستوني دردونه د ناروغۍ لومړۍ نښې دي چې وروسته خوا ګرځېدنګ، اسهال، پر بدن دانې، د بډوګو او ځیګر د دندو کمی کېدل او په ځینې حالاتو کې بهرنۍ او دنننۍ وینه توېدنه ( په غایطه موادو کې وینه او خړې میتیازې )هم ور سره مله کېږي.

له لابراتورۍ کتنو څخه داسې جوتېږي چې د وینې سپین کرویات او پلاټیلیټونه لیږ شوي او د ځیکر اینزایمونو ډېرښت موندلی.

د ناروغۍ تشخیص:

دا ستونزمنه ده چې ایبولا دي له ملاریا، وچکۍ او د ماغزو د پردو له پاړسوب یا مینینجېټیس څخه په اساني سره توپیر شي. د ناروغۍ د تشخیص لپاره ځانګړي لابراتواري ازمویښتونه لکه ELISA, ACDT, RT-PCR, VICC او نور تر سره کېږي چې دلته یې تشریح ګټوره نه ګڼم.

د ناروغۍ درملنه او واکسین:

د ناروغ د پایښت په موخه دي د هغه د بدن اوبه د خولې یا ورید له لارې پوره کړای شي، د اعراضو درملنه دي تر سره شي، د ناروغ په وینه کې دي د اوکسېجن کچه لوړه وساتل شي او د څنګنو ناروغیو درملنه اړینه ده. تر اوس کوم واکسین او درمل نه شته چې د ایبولا مخه دي پرې ونیول شي.

د ناروغۍ مخنیوی او کابو کول:

د ناروغۍ په کابو کولو کې د مخنیوي په موخه د خلګو ښکېلتیا لومړۍ مټه ده. د ناروغۍ د خپرېدنګ د مخنیوي لپاره لاندې ټکي ډېر مهم دي:

لومړی: د ناروغۍ د خپرېدلو پر وخت هر اړخیزه مداخله کول

دویم: د ایبولا د پېښو جدي مدیریت

درېیم: د ناروغۍ د سرچینې پېژندل او څارل

څلورم: غوره لابراتواري خدمات

پنځم: د خلګو خوندي لېږد

شپږم: په مسلکي توګه د مړیو او په وایرس د ککړو توکیو خښول

د پورتنیو ټکیو سربېره د ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی اړین دی. د خوندیتوب ټولې لارې چارې دي تر سره شي. د خطر د کمښت په موخه دي پر لاندي ټکیو ټینګار وشي:

لومړي: له وحشي څارویو او ځناورو سره اړیکی: هغه څاروي چې د ناروغۍ په لامل ککړ دي؛ د هغوي له خامتوکو لکه غوښې، پوسټ، شیدو او نورو څخه دي ګټه نه اخیستل کېږي. د یادو څارویو او ځنارو سره د تماس په صورت کې دي لاس ماغو او محافظتي جامې وکارول شي. د څارویو د محصولات لکه غوښه؛ دي ښه پخه شي.

دویم: له ناروغ سره اړیکی: د ناروغ کس د بدن له افرازاتو سره تماس باید تر سره نه شي. د ناروغ د لېږد پر مهال باید لېږدونکی کس محافظتي جامې پر تن او دستکش پر لاس کړي، په روغتون او کور کې دي د ناروغ تر لیدو وروسته لاسونه په میکروب وژنکو دارو ومینځي.

درېیم: چاپیریال: هغه کس چې ایبولا وژلی؛ په خوندي ډول دي له خپلو وسایلو او هغه څه چې د ده په افرازاتو ککړ دي؛ دي دفن شي. هغه کسان چې له ناروغو کسانو سره یې اړیکه لرله باید له نورو کسانو څخه تر ۲۱ ورځو بېل شي.

ډاکټران، روغتیاپالان او د لابراتوار کارکونکي دي په هر حالت کې ټینګ محافظتي تدابر په پام کې ونیسي.

د ناروغۍ په اړه مهم ټکي:

  • د ایبولا ویروسي ناروغي یا Ebola viral disease (EVD)له ډېره پخوا خلګو پېژنده چې دا یوه وینه بهیونکې تبه ده او ډېری وخت د انسانانو د مړګ لامل کېږي.
  • د ناروغۍ لامل له وحشي ځناورو څخه انسانانو ته لېږدېږي او په انساني ټولنو کې تر خپرېدنګ وروسته له انسان څخه انسان ته د خپرېدلو ځواک لري.
  • پخوا د ناروغۍ د مړینې کچه له ۱۵ تر ۹۰ سلنې پورې وه او اوس یې د مړینې سلنه ۵۰ ده.
  • لومړي ځل د ایبولا وایروس د مرکزي افریکا په هغو لري پرتو ځنګلونو کې چې د اورښت اندازه پکې لوړه ده، وموندل شو. مګر په وروستیو کې د لوېدیزي افریکا په ښارونو او کلیو کې په چټکۍ سره خپور شو.
  • د ناروغۍ په کابو کولو کې د مخنیوي په موخه د خلګو ښکېلتیا لومړۍ مټه ده. د ناروغۍ د خپرېدنګ د مخنیوي لپاره لاندې ټکي ډېر مهم دي:

لومړی: د ناروغۍ د خپرېدلو پر وخت هر اړخیزه مداخله کول

دویم: د ایبولا د پېښو جدي مدیریت

درېیم: د ناروغۍ د سرچینې پېژندل او څارل

څلورم: غوره لابراتواري خدمات

پنځم: د خلګو خوندي لېږد

شپږم: په مسلکي توګه د مړیو او په وایرس د ککړو توکیو خښول

  • که د ناروغۍ په لومړیو کې د ناروغ د بدن اوبو ته پام وشي او أعراضي درملنه تر سره شي؛ کېدای شي چې ناروغ روغتیا مونده کا. تر دې مهاله د ناروغۍ مجوزه درمل نشته چې د ایبولا وایرس ختم یا بې اغېزې کړي خو د واکسینونو او درملو پر جوړولو یې کار روان دی.
  • لکه څرنګه چې وړاندې مو یادونه وکړه؛ تر اوسه د ایبولا کوم مجوز واکسین نشته مګر له نېکمرغه دوه ډوله واکسینونه تر څېړنو لاندې دي او هیله ده چې په نیژدې راتلونکي کې به بازار ته وړاندې شي.

2 COMMENTS

  1. د ایبولا ناروغۍ په برخه کې ګټور معلومات وو ، د داکتر صيب څخه منـنه کوو ، يواځينئ مشکل د ځينو نومونو او سوچه پښتو لغات وو چې زه یو لوستئ پښتون پرې پوه نشوم ، هیله ده چې داکتر صيب په خپلو نورو ليکنو کې د کارونکي نوم ، لغت يا اصطلاح په مخکې د قوس ترمنځ پخوانۍ عربي يا دري ېې هم وليکي اود نشرولو څخه ترمخه بیا د غلطيو د اصلاح په خاطريو ځل پخپله ولولي لکه زه چې د ( پټهدوره ) لوستلو په فکر کې واچولم

  2. سلامونه،
    له ډ.صاحب ظهیر نه په مڼنه.
    زما پوښتنه داده : که د ایبولا ناقلین یا ګکړ افریقایان د ملل متحدکارمندانو ،یا د امریکايي عسکرانو یا ټوریستانو په شکل د نړۍ نورو هیوادونو ته مثال افغانستان ته راشي دې ملکونو کې به روغتیايي چارواکي څه کوي؟وکسين خوېې لا هم نشته!؟؟؟
    د ورور لالا پټهان صیب سوال خو صرف( پټهدوره) به زه له خپلې تجربې ځواب کړم خدای وکي صحیح وي: دا فکر کووم د مکروب له داخلیدلو نه وجود ته تر نښو نښانو یا علایمو څرګندیدلو پورې دوره ده چې د مرحوم استاد ډ. نجم په انتاني کتاب کښې ېې د (دور تفريخ )په نوم یاده کړې وه چې لاتین یا انګریزی ېې =” ‘Incubation Period”
    نورې طبي ګړنې به محترم لیکوال ډ. ساب مانا کړي. مڼنه. پخوانی متقاعد ډاکټر ساپی.ح.ا.ز.
    بروکسل/۲۶/۰۹/۲۰۲۱

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب