شنبه, جون 29, 2024
Homeخبرونهطالبانو هم د افغان حکومت ۸۰ بندیان خوشې کړل

طالبانو هم د افغان حکومت ۸۰ بندیان خوشې کړل

تاند، جمعه، د جوزا ۹مه: طالبان وايي، تېره ورځ یې د افغان حکومت لخوا د خوشې شویو ۱۰۰۰ طالبانو په بدل کې د حکومت ۸۰ تنه سرتېري له خپلوشکنجه خونو څخه خوشې کړي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د پولیسو او پوځ دغه ۸۰ تنه سرتېري په بغلان اوکندوز ولایتونو کې له بنده خوشې شوي دي او هر یو ته یې د لارې کرایه ۵ زره افغانۍ هم ورکړې دي.

په دې سره د طالبانو لخوا د خوشې شویو بندیانو شمېر له ۳۵۰ تنو واوښت او د حکومت لخوا د خوشې شویو طالبانو شمېر ۲ زرو ته رسېدلی چې زیاتره خوشې شوي طالبان یې په بګرام او څرخي پله زندان کې بندیان وو.

حکومت وروسته له هغې د طالبانو د ۲ زره نورو بندیانو د خوشې کولو امر وکړ چې طالبانو د کوچني اختر لپاره درې ورځنی اوربند اعلان کړ او افغان حکومت د اختر په دریمه ورځ ۱۰۰۰ طالبان د ښه نیت لپاره خوشې کړل.

افغان حکومت وايي، تېره ورځ کابل د طالبانو یو پنځه کسیز پلاوی راغلی چې له حکومتي پلاوي سره به په ګډه د دواړو لوریو د بندیانود خوشې کولو په تړاو ګډ کار وکړي.

د ملي امنیت شورا همدا راز ویلي، نږدې راتلونکي کې به د طالبانو ۱۰۰۰ تنه نور بندیان هم خوشې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب