محمد رضا رضایی
ژباړن: میلاد باور
خامخا به مو اړتیا پیدا کړې وي چې وغواړي څه ولیکئ، خو کله چې قلم اخلئ یا د خپل کمپیوتر شاته کینئ، نو له تاسو به لاره ورکه شي، داسې چې ذهن به مو هیڅ کار نه کوي ګنګس کیږئ او هر څومره چې هڅه کوئ، لاره نشئ پیدا کولای. کیدای شی له څو حالتو سره مخ شیئ: یا به لیکل پریږدئ، یا به یې بل چاته سپارئ چې څه درته ولیکي او یا هم په کومه ځانګړې انګیزه مو چې کار پیل کړی، د بیا بیا هڅو په پایله کې به څو کرښې ولیکئ. خو ولی تاسو نشوای کولای چې لیکنه وکړئ؟ له دې ستونزې د وتلو حل لاره څه ده؟ دا لیکنه تر پایه پورې ولولئ تر څو د (لیکوالۍ ) په پینځه لویو خنډونو او حل لارو باندې پوه شئ.
لومړی خنډ: د معلوماتو کمښت
تر هرڅه د مخه، لومړی ډاډه شئ چې پر کومه موضوع چې غواړئ څه ولیکئ؛ د هغې په اړه معلومات لرئ او یا منابع درسره شته. ځکه دیر وخت د ناکافی معلوماتو او مطالعې له عمله نشو کولای څه ولیکو. که کولای شئ هماغه شېبه له ځانه سره په لوړ غږ او یا بل چاته د موضوع په تړاو معلومات ورکړئ. آیا د موضوع په وړاندې کولو کې د معلوماتو له کمښت سره مخ کیږئ؟ که ځواب مو هو وي، یو ځل بیا خپلو منابعو ته سر ورښکاره کړئ او معلومات مو تکمیل کړئ.
دویم خنډ: د چوکاټ ( format ) نشتون
مخکې له دې چې په لیکنه پیل وکړئ، د خپل مطلب چوکاټ مو وټاکئ. د لیکنې د چوکاټ څخه موخه دا ده چې اول وتاکئ چې د کومو موضوعاتو په تړاوو لیکنه کوئ.
د دې کار لپاره لومړی موضوعات د سرلیک او یا د پوښتنې په ډول ولیکئ. دا کار یوازې څو شېبې وخت غواړي؛ خو ستاسو چ کار ډېر آسانه کوي. د یو څو شېبو لپاره تمرکز وکړئ او هر څه مو چې ذهن ته راځي ولیکئ، دې کار ته فکري باران یا ذهني طوفان وایی.
وروسته کولای شئ موضوعات مو منظم کړئ او د هر یوه په اړه د ضرورت په اساس څه ولیکئ. شاید دا به هم آسانه وي چې اول ولیکئ او بیا ورته عنوان ورکړئ. پریکړه ستاسو په لاس کې ده.
د خپلو لیکنو د جوړښت لپاره تاسو کولای شئ چې له یوې ذهنې نقشې یا (mind map) څخه ګته پورته کړئ. دا کړنلاره ډیره ګتټوره، مسلکی او د ذهنی ودې لامل ده. تاسو کولای شئ د دې کار لپاره له تکنالوژۍ هم کار واخلئ/ د ( I mind map او X mind ) اپلکېشنونه کارولی شئ. تاسو د دې کړنلارې په کارولو سره د خپلې لېکنې لومړنۍ نقشه مخکې له پیله جوړه او بیا وروسته خپله لېکنه مو غنی کړئ. اوس نو یو له غوره تخنېکونو څخه د لیکنې د چوکاټ جوړولو لپاره د (mind map) یا ذهنی نقشې د کړنلارې څخه ګته پورته کول دي.
دریم خنډ: لږ تمرکز
زه خپله هم پوهیږم چې څه ولیکم. خو کله چې ټایپ کول پیلوم، په سختۍ سره توانیږم چې جملې سره وپېم؛ کلمې په سم ډول سره نه ځای پرځای کیږي او آن کله مې له ذهنه بهر شي. دا ټول په مجموعې ډول او یا په کمه اندازه د تمرکز نه درلودل دي. ګواګې تاسو هم له ورته شرایطو سره د لیکلو په جریان کې مخ شوي یاست. تر ټولو د مخه اول فکر وکړئ چې کوم څه یا شیان مو ذهنې تمرکز له منځه وړي.
ځینې عوامل په چاپېریال پورې اړه لري چې پکې اوسو. د تلویزیون یا رادیو غږونه، د ټېلفون پیغامونه، د شا او خوا خلکو غږونه او دې ورته نور عوامل…. جوته ده چې په داسې حالاتو کې باید څه وکړو؛ په مکمل ډول یا تر یوه حده د هغو عواملو له منځه وړل چې ستاسو د ذهنې تمرکز خند ګرځی. آن که کولی شئ، یو بل ځای ته لاړ شئ. ځینی نور عوامل بیا زموږ په ذهن او تفکراتو پوری اړه لري؛ د یو کار د سرته رسولو سترس، د یو چا پر خبره فکر کول، ورځینۍ پېښې او داسې نور لاملونه….
ورته حالاتو کې د ځان له آرامولو پرته بل هیڅ حل لاره نه وي. په آسانی سره انترنت کې د (Relaxation) د نوم په لېکلو لسګونه هغه مقالې به پیدا کړئ چې کولای شي له تاسو سره د آرامتیا په برخه کې مرسته وکړي. د (Relaxation) ځینې کړنلارې دومره ګتورې تمامېدلی شی چې د لس دقیقو په موده کې به تاسو ته پوره آرامتیا درکړي. که امکان لري د ځینو کتابتونو غړی شئ. د کتابتونو د مطالعې خونې دېرې آرامې وي، کولای شي تاسو ته د لېکلو زمینه برابره کړي.
څلورم خنډ: ستړیتوب ( نا آراموالی )
کله کله، ورځنۍ چارې سړی دومره ستړی کوي چې د خبرو کولو توان هم نه وي وار خو د لېکنی شو! لوږه، د عضلاتو ضعف، بی خوبی او ځېنی نور… هغه عوامل دي چې د لېکلو توان له موږ څخه اخلي. ښه به دا وي چې اول دا خنډونه لرې اوبیا پیل وکړو، ځکه ورته وضعیت کې به د لېکنی پایله غوره نه وی.
که تمه وی چې مخکې د څه لیکلو څه وخورئ. هڅه وکړئ ساده او سپک شیان وخورئ. په خوړولو کې افراط مه کوئ او په ځانګړی ډول لږ غوړ خواړه وخورئ ځکه چې کیدای شی خوب درولي. همدارنګه که تمه وی چې څو شېبې یا ساعته ویده شئ، په هیڅ صورت مطالعه مه کوئ او د ټولنېزو رسنېو خوا ته مه ځئ. رادیو او تلویزیون هم بند کړئ. لکه څنګه چې جسم مو استراحت او آرام ته اړتیا لري. ذهن مو هم اړتیا لري. د پورتنیو کړنو په کولو سره خپل ذهن به فعال ساتلای شئ او کیدای شي وروسته له پاڅیدو، سره له دې چې ځان به مو استراحت وکړي، ذهن به مو د پخوا په څیر ناآرامه وي.
پنځم خنډ: کاری بوختیاوې
یو لړ چارې ډېر سترس لری. ځېنې ملګری پېژنم چې په شدت له سهاره تر ماښامه کار کوی. دوی چې کله کور ته راځی، کیدای شی د خپل (مونوګراف) او یا د راپور په لېکلو بوخت شی. خو ستړیا او کم وخت دوی ته د کار امکان ورنه کړی. دوی د ورځې په اوږدو کې هم د دې کار لپاره وخت نه لري او تل شکایت کوي چې یوه نړۍ موضوع ګانې د لېکلو لپاره لري او پاتې دي. جالبه خو بیا دا ده چې ځېنی موضوعات د دوی له هماغه ورځنی ژوند سره تړاوو لری چې له دوی پرته یې بل څوک لیکلی هم نشی.
زه خپله دوه کاله د خپل هېواد ( ایران) د یوې علمې ټولنې د عامه اړیکو مدیر وم. هغه کسان چې د (عامه اړیکو) په اړه لږ او ډېر معلومات لری، پوهېږي چې په هر سازمان او تولڼه ګې دا برخه څومره بوخته وي. د (عامه اړیکو) مدیران او کارکوونکی د سر ګرولو وخت هم نه لری! اوس نو د دې ترڅنګ چې د عامه اړیکو مدیر وم مجبور وم چې د خپلې ادارې د ویب سایټ لپاره مې هم ځینی مطالب ولېکم. د دویمې دندې په ډول له رسمی کارونو څخه وروسته مې باید په کور کې هم ځینی مطالب د خپروندویانو او ورځپانو لپاره لیکلی وای. د رسمی کارونو او لیکوالۍ چارو تر منځ د انډول ساتل راته سخت وه. کله به هم چې کور ته راتلم، ستړیا د دې لامل کېده چې پر وخت لېکلو باندې پیل ونه کړم. کله به مې یو لړ تخنیکونه آزمایل چې تر دېره پورې راته ګتټره تمامیدل.
زموږ د کور او دفتر تر منځ لاره ۱۵ دقېقې ده، هر سهار به چې له خوبه پاڅېدم او ذهن مې تازه وه، تر دفتره پورې پیاده راتلم. د لارې په اوږدو کې مې پر موبایل هغه خبری ثبتولې چې تمه کېدله نن ورځ څه پرې ولېکم. خلکو به هم ویل چې ګواکې له چا سره به په موبایل خبرې کوم. کله به چې له دفتر نه کور ته راتلم یواځې اړتیا به وه چې ثبت شوی غږ لیکم او ایدیت (سموون) یی وکړم. طبیعتاً دا کار دېر تمرکز او فکر کولو ته اړتیا نه لري. ښایې نور هم په دې برخه کې له تاسو سره مرسته وکړي. کله به تر نورو همکارانو وختی دفتر ته تلم تر څو د دفتر د لومړنۍ آرامتیا څخه برخمن شم، په کومو ورځو به چې د کار رش کم وه د ناڅاپی زنګونو مسوولیت به مې یو همکار ته سپاره، د دفتر دروازه به مې د څو ساعتونو لپاره په ځان پسې بندوله او کله کله به هم ناوخته دفتر نه تلم. آن تر دې چې د لېکلو لپاره د ورځی په جریان کې هم کیدای شی فرصتونه در په ګوته شی.