تاند (یکشنبه د وري – حمل ۲۳مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د ترکیې د سفارت له سرپرست سادین ایلدز سره لیدلي دي.
متقي په دې لیدنه کې د سیمې پر وروستیو بدلونونو او د چین په اورمچي ښار کې له پاکستان سره د شویو خبرو اترو په اړه خبرې وکړې.
متقي هیله ښودلې چې وړې ستونزې به د خبرو د پرمختګ مخه ونه نیسي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې امیرخان متقي د افغانستان او ترکیې ترمنځ اړیکې مثبتې وبللې او د ترکیې د منځګړیتوب پخوانۍ هڅې یې ارزښتناکې یادې کړې.
هغه د کابل او اسلام اباد ترمنځ د وروستیو خبرو اترو په اړه ویلي چې تر دې دمه خبرې مثبتې روانې دي او هیله یې څرګنده کړې چې واړه تخنیکي مسایل به د مذاکراتو د پرمختګ خنډ نه ګرځي.
دغه راز د ترکیې د سفارت سرپرست ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مثبتې اړیکې د دوی لپاره ځانګړی اهمیت لري.
ایلدز زیاته کړې چې ترکیه به په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
دوستی از دشمن معنی مجوی
آب حیات از دم افعی مجوی
دشمن دانا که غم جان بود
بهتر از آن دوست که نادان بود
نظامی گنجوی