تاند (چهارشنبه، د کب/ حوت ۲۷ مه) د هغو کسانو ځینې خپلوان چې د سې شنبې په شپه (د کب/ حوت ۲۵) د پاکستان د بې رحمانه بمبارۍ قربانیان شوي، او د خپلو کورنیو غړي لټوي، له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې له پاکستان څخه د دې بې رحمۍ په اړه پوښتنه وکړي.
عبدالله، چې د معتادانو په درملځي کې د یوه وژل شوي کس خپل دی، پرون، (سې شنبه) رسنیو ته وویل: «زه چمتو یم چې خپل ځان قربان کړم او شهید شم. دا څه ډول حالت دی؟ پاکستان یوازې پر موږ یو یا دوه ځلې بمباري نه ده کړې، بلکې په ځلونو یې دا کار کړی دی.»
د مور فریاد
د وزیرمحمد اکبرخان روغتون په انګړ کې د یوې مور ژړا چوپتیا ماتوي. هغه د روغتون په دهلیزونو کې په بیړه ګرځي او د خپل ماشوم نوم اخلي، څو د خپل ژوند ټوټه پیدا کړي.
په همدې انګړ کې کورنۍ له یوې برخې بلې ته په بیړه ځي. د هغوی سترګې اندېښمنې او ګامونه ګړندي دي. هره دروازه د هیلې نخښه ده او هره خونه کېدای شي د هغه عزیز نخښه ولري چې دوی یې اعتیاد ۲۰۰۰ بستریز روغتون ته سپارلی و.
د خان وزیر، بل خپلوان، وویل: «موږ له سهار راهیسې خپل ناروغان لټوو چې پوه شو ناروغ دي، ټپیان دي او که شهیدان شوي دي. تر اوسه نه پوهېږو چې څه پرې شوي دي.»
د ټپیانو کیسې
د روغتون په یوه خونه کې درنه چوپتیا خپره ده. هلته د سې شنبې د شپې د پېښې ټپیان، چې په «امید کمپ» کې ټپیان شوي، تر درملنې لاندې دي.
له هغوی څخه یو هم ۳۵ کلن بهلول دی. د هغه لاسونه لوګي تور کړي او د درد او پښېمانۍ ترمنځ خپله کیسه بیانوي. هغه لومړی چرس کارول، وروسته یې میتامفیتامین ته مخه کړه او درې ځله یې د درملنې هڅه کړې وه. هغه د اعتیاد د پرېښودو لپاره په همدې مرکز کې د برقي په توګه کار کاوه.
خو د سېشنبې په شپه هر څه ناڅاپه بدل شول، کله چې دا مرکز د پاکستان په هوايي برید کې وویشتل شو.
بهلول وویل: «زه خپلې خونې ته روان وم. ما یو ګروپ تړلی و او بل مې په لاس کې و، چې ناڅاپه ډېر لوی غږ وشو. د اور لمبې لوړې شوې کله چې مې د تېښتې هڅه کوله، زما پښه کمزورې شوه او بیا بله چاودنه وشوه.»
بل ټپي نقیب وویل: «کله چې دوهمه چاودنه وشوه، د بم ټوټې زما پر بدن ولګېدې. زه بېهوښه شوم. زما ملګري چې راسره و، زه یې کش کړم.»
نور محمد، چې هغه هم ټپي شوی، وویل: «ما ولیدل چې الوتکه یو ځل تېره شوه، بیا راوګرځېده. هغې پر خلکو ډزې وکړې. کله چې بېرته راغله او ولیدل چې ډېر خلک راټول دي، فکر یې وکړ چې موږ ټول د جذب په کار کې یو. کله چې یې ډېر خلک ولیدل، بمباري یې پیل کړه.»
د خلکو غوسه او غوښتنې
بل لور ته د کورنیو شورماشور، ګیلې او شکایتونه دي. دا غږونه له درد، غوسې او بېوسۍ سره ګډ دي. هغوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې چوپتیا ماته کړي او د طالبانو له امارت څخه هم د قوي غبرګون تمه لري.
د هغوی په وینا که اړتیا وي، خلک به د امنیتي ځواکونو تر څنګ ودریږي.
د یوه قرباتي خپلوام افتخار احمد، وویل: «که اسلامي امارت جهاد اعلان کړي، ټول افغانان چمتو دي چې د پاکستان پر ضد اقدام وکړي او جګړه وکړي.»
د مرګ ژوبلې شمېر
د طالبانو حکومت د احصایو له مخې، د پاکستان د بریدونو په پایله کې تر اوسه د اعتیاد د درملنې پر مرکز تر ۴۰۸ زیات کسان وژل شوي او ۲۶۴ نور ټپیان دي.
له دې ډلې څخه د یوې ښځې په ګډون ۲۴ ټپیان، او ۳ مړي د کابل ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي. د روغتون رییس ویلي چې دوی وتوانېدل په لومړیو دقیقو کې ټپیان تداوي کړي.
د کابل د ایمرجنسي روغتون مشر دیان پانیک وویل: «تېره شپه له شاوخوا ۲۱ تر ۳۰ ناروغان ایمرجنسي روغتون ته انتقال شول، چې له هغوی څخه درې کسان مړه شوي وو. د بستر شوو ناروغانو په منځ کې یوه ښځه هم شته.»
د یوه بل ټپي کیسه
له ټپیانو څخه یو رمضان علي هم دی چې د کابل په ایمرجنسي روغتون کې بستر دی. هغه یوازې ۲۳ ورځې مخکې د درملنې مرکز ته داخل شوی و. د ځان د ژغورلو لپاره یې له دوهم پوړ څخه ټوپ وهلی او اوس د پښې د ټپ له امله پر بستر کې پروت دی.
رمضان علي وویل: «له حکومت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې پر ملکي خلکو بریدونه بند شي. موږ هلته ارام وو، پنځه وخته لمونځ و او خواړه وو. ناڅاپه دا بم راغی. په هغه کمپ کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان وو.»
بل ټپي نصیر احمد وویل: «ټول چتونه د لرګیو وو. هغه وسوځېدل او اور واخیست. خلک په اور کې ګیر شول. له هغوی څخه درې کسان دلته راغلو.»
د ناروغانو شمېر
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په دې مرکز کې شاوخوا ۳۰۰۰ معتادان تر درملنې لاندې وو.
د کابل له خونړي برید وروسته؛ اروپايي ټولنې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.