تاند (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۲۹ مه) په پاکستان کې د روسيې سفیر اعلان کړی چې مسکو چمتو دی له هند او افغانستان سره د اسلاماباد په شخړو کې منځګړیتوب وکړي.
په ځانګړي ډول سږ کال له دواړو ګاونډیانو سره د پاکستان اړیکې ترینګلې دي.
د اسلاماباد اړیکې له هند سره د مې میاشتې له څلور ورځني جګړې وروسته لا ډېرې کړکېچنې شوې، او له افغانستان سره هم تېره میاشت هغه مهال د پاکستان اړیکې په تېرو څلورو کلونو کې تر ټولو بد حالت ته راغلې چې پاکستان پر کابل، پکتیکا او کندهار بمباري وکړه او د ملګروملتو په وینا تر ۱۷۰ ډېر ملکي وګړي یې ووژل.
په پاکستان کې د روسیې سفیر البرت خورِف د چهارشنبې په ورځ/ شورو د اسلام اباد د ستراتیژیکو څېړنو انسټیتیوټ یوې ناستې ته په وینا کې وویل چې روسیه چمتو ده د پاکستان او هند، او همداراز د پاکستان او افغانستان ترمنځ د شخړو منځګړیتوب وکړي.
هغه زیاته کړه: «موږ د سیمې د امنیت په اړه ګډې اندېښنې لرو، او په ځانګړي ډول د افغانستان د وضعیت، د سولې د ټینګښت، د ترهګرۍ ضد مبارزې او ټولنیز او اقتصادي پرمختګ د ملاتړ لپاره د همکارۍ دوام غواړو.»
سفیر خورِف ټینګار وکړ چې روسیه پاکستان یو مهم سیمهییز شریک ګڼي، او یادونه یې وکړه چې پاکستان د ولسمشر ولادیمیر پوتین د «ستر اورآسیا مشارکت» په نوښت کې مهم ځای لري.
هغه وویل چې د دې نوښت فلسفه دا ده چې «سیمهییزې ستونزې باید د سیمې د هېوادونو لهخوا حل شي».
د روسي سفیر ادعا وویل چې د جنوبي آسیا د هېوادونو اړیکې زیاتره وخت د «بهرنيو قدرتونو لهخوا خرابېږي».
د روسیې د سفیر اشاره د بګرام په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته وه. د روسیې په شمول ډېر ګومان کوي چې پر افغانستان د پاکستان بریدونه په دې هدف شوي چې افغانستان حاضر شي چې د بګرام اډه امریکا ته پرېږدي.
تر روسیې وړاندې قطر او ترکیې هم د افغانستان او پاکستان د اړیکو د عادي کولو لپاره د منځګړتوب هڅې کړي او ایران هم ورته وړاندیز کړی دی.
اسلاماباد ظاهراً د دوستو هېوادونو مننه کړې چې د پاکستان او افغانستان د ترینګلتیا د کمولو لپاره هڅې کوي.
د روانې میاشتې په پیل کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې اسلاماباد د ایران د منځګړیتوب د هڅې هرکلی کوي. د وزارت ویاند وویل: «موږ د ایران د منځګړیتوب هڅو ته په مثبت نظر ګورو او باور لرو چې دوی مهم رول لوبولی شي.»