Homeخبرونه‏پاکستان ته د خلیلزاد مشوره؛ عمران خان له زندانه خوشې او ملي...

‏پاکستان ته د خلیلزاد مشوره؛ عمران خان له زندانه خوشې او ملي پخلاینه پیل کړئ

تاند (یکشنبه د تلې ـ میزان ۶مه) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې په کور دننه د خپلو ستونزو د حل په موخه دې عمران خان له زندانه خوشې او ملي پخلاینه پیل کړي.

نوموړی په خبله اېکسپانه پاکستان ته خبرداری ورکړی، که په دغه هېواد کې اوسنی حالت دوام ومومي؛ نو له سخت کړکېچ بې ثباتۍ او حتی وېش سره به مخ شي.

زلمي خلیلزاد په پېښور کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غونډه کې د خلکو پراخ ګډون ته په اشارې ویلي، چې د عمران خان خوشې کېدل لا هم خلکو ته لومړیتوب دی او باید پاکستان تر هر څه ژر دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ټینګار کړی چې د پاکستان حکومت دې د ثبات، امنیت او ملي یووالي لپاره د خلکو ستونزو او غوښتنو ته غوږ کېږدي.

زلمی خلیلزاد یو له هغو ډېپلوماټانو دی چې د افغانستان، پاکستان او د سیمې د یو شمېر نورو هېوادونو په تړاو ژوره مطالعه لري او وخت ناوخت یې په تړاو څرګندونې کوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...