جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهامیرخان متقي د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پلاوي سره لیدلي

امیرخان متقي د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پلاوي سره لیدلي

تاند (یکشنبه د تلې ـ میزان ۶مه) د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د محمد ابراهيم په مشرۍ د پاکستان جماعت اسلامي ګوند له پلاوي سره لیدلي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل تېره شپه پر اېکسپاڼه لیکلي چې، دغه کتنه کې متقي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پلاوو تګ راتګ مهم بللی او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې مثبتې اړيکې د ولسونو په ګټه وبللې.

هغه له څو لسيزو راهيسې له پاکستانه د افغان کډوالو کوربه‌توب له امله مننه وکړه او پاکستان کې يې د ديني ګوندونو رول د پام وړ وباله.

پاکستاني پلاوي هم د ولسونو ترمنځ پر نږدې‌والي ټينګار وکړ او افغانستان کې يې اوسني پرمختګونه وستايل.

پاکستاني پلاوي زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو کې ښه‌والی د کرښې هغې غاړې ولسونو د ژوند ښه کولو سره مرسته کوي او هيله يې څرگنده کړه چې پر ستونزو لاسبري شي.

دا لیدنه داسې مهال کېږي چې پاکستاني لوړ پوړو چارواکو په وار وار ویلي چې، افغانستان کې ترهګرې ډلې یې امنیت ګواښي او باید طالبان یې پر وړاندې اقدام وکړي هغه ادعا چې طالبان یې ردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب