جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهمتحده عربي اماراتو افغانستان ته ۲۵۰۰ ټنه بشري مرسته واستوله

متحده عربي اماراتو افغانستان ته ۲۵۰۰ ټنه بشري مرسته واستوله

تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې۲۱مه)  د متحده عربي اماراتو د مرستو بېړۍ د پاکستان د ګوادر بندر پر لور حرکت کړی، څو له هغه ځایه خپل بار د ځمکې له لارې افغانستان ته انتقال کړي او د وروستۍ زلزلې له امله له افغان ولس سره مرسته وکړي.

د متحده عربي اماراتو د وام حبري اژانس د راپور له مخې، دغه بېړۍ ۲۵۰۰ ټنه خوراکي توکي، د استوګنې وسایل او طبي توکي وړي، چې د متحده عربي اماراتو د دولتمشر، شيخ محمد بن زايد آل نهيان، په لارښوونه لېږل شوي دي.

اژانس وايي، دا کار د متحده عربي اماراتو د مرستندوی پل په لړ کې ترسره کېږي، څو د افغانستان له ورور ولس سره له زلزلې وروسته د ملاتړ په موخه بیړنۍ مرسته وکړي.

د ګډو عملیاتو قومندانۍ تایید کړې چې دغه بېړۍ د متحده عربي اماراتو د مرستو ادارې په همکارۍ او د اماراتو د یو شمېر خیریه او بشردوستانه بنسټونو او مووسسو په ګډون چمتو شوې ده، څو د ملي یووالي روحیه او د بېلابېلو ادارو د هڅو یووالی د افغانستان لپاره د عاجلو مرستو په وړاندې کولو کې څرګند کړي.

د اماراتو د مرستو بېړۍ د دې هېواد د هغه هڅو برخه ده چې غواړي له ورور افغان ولس سره یووالی وښيي او هغوی ته د دغو استثنايي شرایطو له اغېزو سره د مبارزې توان ورکړي او د هغوی بنسټیزې اړتیاوې پوره کړي.

دغه بشري ملاتړ د متحده عربي اماراتو هغه لوړ ارزښتونه څرګندوي چې د سیمې د سولې او ثبات د ټینګښت، د بشري کړکېچونو له اغېزمنو کسانو سره د مرستې او د نړۍ په کچه د مرستندویو هڅو د ملاتړ لپاره یې غوره کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب