جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهننګرهار کې د ټپیانو شمېر ۷۱ ته ورسېده، زلزله ځپلو ته مرستې...

ننګرهار کې د ټپیانو شمېر ۷۱ ته ورسېده، زلزله ځپلو ته مرستې هم روانې دي

تاند/دوشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۰مه/ د ننګرهار حوزوي روغتون مسوولان وایي، د تیرې شپې زلزلې له امله ننګرهار حوزوي روغتون ته تر دا مهاله ۲۵۰ ټپیان او ۱ مړی ور وړل شوي او نهه تنه د دره نور روغتیایي مرکز ته وړل شوي.

سرچینه زیاتوي، چې په یادو ټپیانو کې ۷۱ د ننګرهار د مختلفو ولسوالیو څخه راوړل شوي دي.

مسوولان زیاتوي، چې د ځینو ټپیانو پر وخت درملنه شوې رخصت شويدي او ځینې یې لا هم روغتون کې تر درملنې لاندې بستر دي.

ننګرهار کې تر دې وړاندې د ۱۵ تنو د مړه کېدو خبر تایید شوی دی.

اخوا بیا کونړ نه تازه معلومات نشته خو لومړني معلومات چې تایید شوي ۲۵۰ تنه مړه او تر ۵۰۰ زیات ټپیان دي.

په ورته مهال له مرکز کابله طالبانو د چورلکو په واسطه ، کونړ او دره نور کې د زلزلې زیانمنو ته د مرستې رسونې بهیر روان ساتلی دی.

د طالبانو د حکومت له پېښو سره مبارزې ته د چمتووالي ملي ادارې لوی رییس الحاج ملا نورالدین ترابي زیاتوي، چې د یو مجهز ټیم او اړتیا وړ موادو سره د کونړ ولایت هغې سیمي ته، چې پکې زلزله شوې روان دي.

بل لورته ننګرهار کې هم ځوانانو له زلزله ځپلو سره د مرستو راټولولو لړۍ پیل کړې ده.

د مرګ ژوبلې ارقام وروستي نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب