Homeخبرونههالنډ کې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۶ کلیزه ولمانځل شوه

هالنډ کې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۶ کلیزه ولمانځل شوه

تاند (شنبه، د سنبلې لومړۍ) د جمعې په ماښام هالنډ کې د پیوستون ټولنې په نوښت او د غرغښت ټولنې په همکارۍ د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۶ کلیزه په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه.

پروګرام د قران کریم په تلاوت او د ملي سرود په غږېدو پیل شو او ورپسې د پیوستون ټولنې په استازيتوب ډاکټر عرفان نوروینا وکړه.

نوموړي د خپلواکۍ ارزښت ته په اشارې وویل چې ددې ورځې لمانځل یوازې یو تاریخي یاد نه، بلکې د ملي هویت او یووالي د بیا ژوندي کولو هڅه ده.

تاریخي او ټولنیز بحث

د پرانیستونکې وینا وروسته د افغانستان د خپلواکۍ د تاریخي او کلتوري اړخونو تر څنګ د کډوالو پر ونډې هم تفصیلي بحث وشو.

په دې برخه کې تاریخپوه ډاکټر قدرت الله علیخیل، د کلتوري چارو فعاله شهنازه شاه او ټولنیز فعال محمد اسماعیل وزیري ګډون درلود.

ګډونوالو په خپلو څرګندونو کې د خپلواکۍ مبارزې، د ښځو رول، او د افغان کډوالو د ونډې اړوند مهم ټکي روښانه کړل.

ځوانان او مشاعره

پروګرام ته د ځانګړې خوږې فضا ورکولو لپاره د پیوستون ټولنې د ځوانانو (ستوري) برخه هم پرانیستل شوه، چې پکې ځوانانو د خپلې ژمنې او ملي احساس په اړه خبرې وکړې. وروسته د ادب مینه والو لپاره مشاعرې و شوه، چې ګڼو شاعرانو پکې خپل شعرونه برخوالو ته واورول.

ټنګ ټکور او هنري برخه

د پروګرام په وروستۍ برخه کې د ټنګ ټکور محفل جوړ شو. د افغان هنرمندانو ګلورین باچا او زبیر نېکبین په زړه پورې سندرې وویلې چې د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شوې.

د پیوستون ټولنې دریځ

د پیوستون ټولنې مشر خېبر وصال وایي:

“د افغانستان د ارزښتونو او ملي ورځو لمانځل او د هغو ورپیژندل ځوان نسل ته د پیوستون ټولنې له اساسي موخو څخه دي.

موږ به په راتلونکي کې هم د داسې فرهنګي او ټولنیزو پروګرامونو د جوړولو لپاره هڅې جاري ساتو.”

دغه مراسم د ګډونوالو په خوښۍ ، ملي اتڼونو او ملي احساس سره د شپې ناوخته پای ته ورسیدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...