Homeخبرونهله کندهار څخه پاکستان ته د زرګونو مېږو د قاچاق مخه ونیول...

له کندهار څخه پاکستان ته د زرګونو مېږو د قاچاق مخه ونیول شوه

تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۶ مه) د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ وویل چې افغان پولیسو د ۲۴۰۰ مېږو د قاچاق هڅه شنډه کړې ده.

قاچاقبرو غوښتل چې پسونه له کندهار ولایت څخه ګاونډي هېواد ته قاچاق کړي.

د ریاست په وینا، قاچاقبرانو هڅه کوله چې دغه څاروي د سپین بولدک ولسوالۍ له لارې په غیرقانوني ډول انتقال کړي. د پېښې په تړاو څو کسان نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې، افغان پولیسو له بدخشان ولایت څخه ګاونډي هېواد تاجکستان ته د ۵۰۰ مېږو د قاچاق مخه نیولې وه.

د څارویو قاچاق کوونکي وخت ناوخت هڅه کوي چې د افغانستان له پولو د ګټې په موخه څاروي وباسي، خو امنیتي ځواکونه د ناقانونه سرحدي سوداګرۍ د مخنیوي په موخه دا ډول هڅې خنثی کوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...