جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهدا عکس چا اخیستی و؟ نیمه پیړۍ وروسته شکونه وپارېدل

دا عکس چا اخیستی و؟ نیمه پیړۍ وروسته شکونه وپارېدل

تاند (شنبه، د وږي/ جوزا ۳ مه) دا هغه اغېزناک او تلپاتې عکس دی چې په درسته نړۍ کې د ویتنام د جګړې د ویرجن ناورین په سمبول بدل شوی، او اوس یو ځل بیا د نړۍ پام ور اړول شوی دی. دا ځل بحث د دې عکس د اصلي اخیستونکي د هویت په اړه د نویو شکونو له کبله راپورته شوی.

نژدې پنځه لسیزې مخکې د«نیک اوت» په نوم یوه عکاس د ویتنام د جنوب په یوه کلي کې له ناپالم بمباري د تښتې په حال کې د یوې ۹ کلنې نجلۍ د دې عکس په خاطر د پولیټزر جایزه وګټله – اوس د عکاسۍ یوې معتبرې موسسې دا پوښتنه راپورته کړې چې آیا دا عکس واقعاً نیک اوت اخیستی دی، که نه.

د نړۍ د مطبوعاتي عکسونو د سیالۍ بنسټ (World Press Photo)، چې دا تصویر یې په ۱۹۷۳ کال کې د کال غوره عکس بللی و، تازه اعلان کړی چې موقتاً دا خبره بې اعتباره بولي چې دا عکس دې نیک اوت اخیستی وي.

دا اقدام وروسته له هغې وشو چې د «The Stringer»  یا ازاد خبریال په نوم یو نوی مستند خپور شو، چې د دې مشهور عکس د تاریخ رسمي روایت تر پوښتنې لاندې راولي.

یاده موسسه وايي، د دوی خپلواکې څېړنې ښيي چې د نیک اوت رول د شک وړ دی، او ښايي دوه ویتنامي عکاسان «نګوین تان نګه» او «هوین کانګ فوک» د دې عکس د اخیستو لپاره په غوره موقعیت کې وو. مستند فلم ادعا کوي چې نګه د دې عکس یوه چاپ کاپي په ۲۰ ډالره د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د سایګون پر دفتر پلورلی و.

همداراز، د فرانسې د «ایندکس» ناحکومتي موسسې تخنیکي کارپوهانو د عکسونو تفصیلي ارزونه کړې او وایي چې د هغو ورځو له نورو عکسونو سره د پرتله کولو پر بنسټ، ډېر امکان نه لري چې دا اعکس نیک اوت اخیستی وي. د سیالۍ اجراییه مشره، ژومانا الزین خوري وايي:
«موږ دې پایلې ته ورسېدو چې شکونه دومره زیات دي چې نور نه شو کولای د دې عکس اعتبار (کریډیت) نیک اوت ته ورکړو.»

هغې زیاته کړه:
«خو تر اوسه داسې هیڅ قاطع او نه‌ردېدونکی ثبوت نه شته چې وښيي دا عکس بل چا اخیستی، نو له همدې امله نه شو کولای دا عکس بل چاته هم منسوب کړو.»

نیک اوت ته به اړتیا نه وي چې هغه نقدي جایزه چې په ۱۹۷۳ کال کې د دې سیالۍ له‌خوا ورکړل شوې وه، بېرته ورکړي.

د اسوشیټډپرس دریځ

اسوشیټډپرس خبري آژانس، چې نیک اوت پکې هغه مهال کار کاوه، ویلي چې دوی تر دوو بېلابېلو داخلي څېړنو وروسته هیڅ قاطع شواهد نه‌دي موندلي چې د دې عکس کریډیت له نیک اوت واخلي. دوی همداراز وایي چې داسې قانع کوونکي شواهد هم نه‌لري چې وښيي بل چا دا عکس اخیستی وي.

د دې آژانس کې په یوه خبرلیک کې راغلي:
«موږ درک کوو چې د مطبوعاتي عکسونو نړیواله سیالي د ورته معلوماتو پر بنسټ بله پرېکړه کړې، او دا د دوی حق دی. خو د اسوشیټډپرس له لوري د دې عکس په مالکیت باندې هېڅ شک نشته.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...