Homeخبرونهپه جلال اباد کې توپان ۲۵ تنه ټپیان کړي او ډېر مالي...

په جلال اباد کې توپان ۲۵ تنه ټپیان کړي او ډېر مالي زیانونه اړولي

 تاند (پنجشنبه، د غويي/ ثور ۱۸ مه) د ننګرهار ولایت د مرکز جلال‌اباد ښار په ختیځو برخو کې نن (پنجشنبې) یوه شدید باد لږ تر لږه ۲۵ تنه ټپیان کړل او پراخ مالي زیانونه یې واړول.

طوفان د ښار په څو ناحیو کې کورونه، تجارتي ملکیتونه او بنسټیزې زېربناوې زیانمنې کړې.

طالب چارواکو ویلي، د دوو مخابراتي برجونو، د لمر پر برېښنا د چلیېدونکې سیستم، او یوې سیمه‌ییزې راډیو په شمول یو شمېر مهمو تاسیساتو ته هم زیان اوښتی دی.

د ښار په بېلابېلو سیمو کې د استوګنې د کورونو ښیښې، د کور دننه سامانونه، او د دوکانونو مالونه هم زیانمن شوي دي.

ټپیان د جلال‌اباد ولایت عامه روغتون ته انتقال شوي، خو طالبانو د هغوی د وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

د پنجشنبې طوفان د سختو اقلیمي پېښو د هغې لړۍ یوه برخه ده چې دا سیمه ورسره مخامخ ده. تېر کال د جولای په میاشت کې ورته طوفان په ننګرهار کې ۲۵ کسان ووژل او تر ۲۳۰ ډېر یې ټپیان کړل، چې دې چارې د سیمې د زیربناوو د کمزورتیا او د بیړنیو مرستو د محدود ظرفیت په اړه اندېښنې راولاړې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...