Homeخبرونهبلوچستان کې ځانمرګي برید ۳۲ سرحدي پوځیان مړه او ټپیان کړل

بلوچستان کې ځانمرګي برید ۳۲ سرحدي پوځیان مړه او ټپیان کړل

تاند【یکشنبه د کب ـ حوت ۲۶مه】د پاکستان، بلوچستان په نوشکي سیمه کې د یوې چاودنې له امله د پاکستان پنځه سرحدي ځواکونه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۲ نور ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پولیسو په حواله راپور ورکړی چې د لومړنیو مالوماتو له مخې، دغه چاودنه یو ځانمرګی برید و.

راپور کې راغلي چې ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پاکستان د سرحدي ځواکونو له کاروان سره ټکر کړی دی.

یوې بلې سرچینې بیا د ۱۱ تنو د وژل کېدو او د ۲۱ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

دغه پېښه کې د وژل شویو د تپیانو شمېر وروستي نه دي.

د دې برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د پاکستاني پوځیانو دغه کاروان چې پکې اوه ټرانسپورټي بسونه او دوه موټرې شاملې وې؛ له کوټې څخه د بلوچستان تفتان سیمې ته پر لاره و.

1 COMMENT

  1. اوس د افغانانو وار دی چی د پنجابیانو سیل وکړی. کله به مو هیر شی. هر ورځ زمونږه په هیواد ځانمرګی وه، هغه ځانمرګی چی د پاکستان په مدارسو کی تربیه او تریننګ شوی وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...