تاند ( چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۵) د پکتيکا برمل ولسوالۍ کې ډېورنډ فرضي کرښې ته څیرمه په ځینو سيمو کې پاکستاني جيټ الوتکو بمبار کړی.
ځیني دولتي سرچینې رسنیو ته تاییدوي، چې دا برید سه شنبه د شپې ناوخته د پاکستاني جیټ الوتکو لخوا برمل ولسوالۍ کې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه بمبار شوی.
تر دې دمه د یادې بمبارۍ له امله د اوښتو تلفاتو په اړه جزییات نه دي تر لاسه شوي.
بل لورته د خوست ولایت په افغان دبۍ سیمه هم پاکستاني جیټ الوتکو بمبار کړی دی.
تر اوسه یې د تلفاتو په اړه معلومات نشته؛ خو ویل کېږي چې اوس مهال د پکتیا، خوست او پکتیکا پر فضا پاکستانۍ جېټ الوتکې دورې وهي.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبان به څه ووایی او په څه شي د الوتکو ځواب ووائی ؟ هلته خو واسکټي ورته توغندی کیدای نسي ؟ طالب خو امریکه او ناټو ماته کړه ، مګر کافرستان ته یې واڼي وتلې . 😡
طالبان به څه وواېې نه طېاره لری او توغندی. خړی خړی دی ورته ګوری او د دوی په اصطلاح انصار ورونه به ېې خپل پېلوټان په افغان خاوره ښه ټرېن کړی. زېړه بوشکه خو هر چېرته کار نه ورکوی.
پښتانه خو هسی هم وار چا ته نه پریږ دی وخت به یی راشی .
خو اقلا که مونږ اوس نور څه له وسه نه کیږی ، پاکستانی محصولات او وارداتو سره باید بایکاټ خو کولای شو . پاکستانی محصولات باید خرځ نشی او نه یی څوک واخلی ، دغه خاموش جنګ خو هر کمزوری افغان هم کولای شی ، بیا ګوره د پنجاب چاپلوسی او زاریو ته