Homeخبرونهامریکا اټکل کوي چې د بشار اسد رژیم به په څو ورځو...

امریکا اټکل کوي چې د بشار اسد رژیم به په څو ورځو کې وپرزي

تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۸ مه) په داسې حال کې چې د سوریې د حکومت مخالف وسله وال په چټکۍ سره دمشق ته نژدې کېږي، “پنځه امریکايي چارواکو” سي‌این‌این ته ویلي چې امکان لري د بشار اسد رژیم په راتلونکو څو ورځو کې سقوط وکړي.

دغو امریکايي چارواکو، چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، ویلي چې لا هم د اسد د برخلیک په اړه رسمي اجماع نه ده ترلاسه شوې. دا معلومه نه ده چې آیا د هغه “سیاسي مرګ” به حتمي وي که نه، خو دا سناریو ممکن ښکاري.

یوه امریکايي چارواکي ویلي، امکان شته چې تر راتلونکې اوونۍ پورې د بشار اسد رژیم هره هغه نښه چې د ځواک څرګندونه کوي، له لاسه ورکړي: “یوازینۍ لاره چې د یاغیانو پرمختګ وځنډوي، دا ده چې یوه ښه تنظیم شوې کودتا وشي او د سوریې پوځي ځواکونه بیا جوړ شي. خو د بشار اسد ځواکونو د هر بالقوه سیال د ظهور مخه نیولې ده.”

په دې اړه، د سوریې د بشري حقونو د څار مشر، رامي عبدالرحمن، د شنبې په ورځ د جرمني خبري اژانس ته وویل چې د هغه په باور، د دمشق نیول او د بشار اسد د حکومت سقوط یوازې د وخت مسله ده.

سي‌این‌این: په دمشق کې د بشار الاسد هیڅ نښه نشته

سي‌این‌این تلویزیون د شنبې په ورځ د یوې “باخبرې سرچینې” له قوله راپور ورکړ چې د سوریې په پلازمېنه دمشق کې، د ولسمشر بشار اسد هیڅ نښه نه لیدل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د سوریې د ولسمشرۍ دفتر ادعا کړې چې ښاغلی اسد له پلازمېنې څخه نه دی تښتېدلی او خپلې ورځنۍ چارې ترسره کوي.

د سوریې له وضعیت څخه یوې خبرې سرچینې، سي‌این‌این ته ویلي چې بشار اسد د ښار په هغو ځایونو کې نه دی چې فکر کېږي هلته به وي.

دې سرچینې زیاته کړه چې د ولسمشرۍ ګارد نور په هغه ځای کې نه دی موجود چې هغه عموماً هلته اوسېده، ځکه که هغه په دمشق کې کوم ځای کې موجود وای، د ولسمشرۍ ګارد به هلته وای. دا حالت دا اوازې لا پیاوړې کړي چې ښایي هغه له دمشق څخه تښتېدلی وي.

د دې سرچینې په وینا، یاغي ځواکونه لا هم د اسد د موقعیت په اړه کره معلومات نه لري او د هغه د موندلو هڅو ته دوام ورکوي.

له دې مخکې، د وال سټریټ په شمول ژورنال ځینې رسنیوراپور ورکړی وو چې د بشار اسد مېرمن اسماء اسد د تېرو اوونیو په ترڅ کې له خپلو درېیو ماشومانو سره روسیې ته پناه وړې ده. د راپور له مخې، د اسد دوه ناسکه وروڼه هم متحده عربي اماراتو ته تښتېدلي دي.

د سوریې پوځ وايي چې د دمشق شاوخوا دفاعي لیکي پیاوړي کوي

د سوریې پوځ وايي چې د دمشق په شاوخوا کې په ځینو سیمو کې خپلې دفاعي لیکې پیاوړې کوي.

د سوریې د پوځ او وسله‌والو ځواکونو د عمومي قوماندې ویاند د شنبې په ورځ په یوه تلویزیوني بیان کې وویل: “وسله‌والې قطعې د دمشق په شاوخوا او جنوبي سیمه کې خپلې لیکې پیاوړې کوي.”

هغه همداراز څرګنده کړه چې پوځ د حماه او حمص په شاوخوا کې، چې د سوریې په مرکز کې موقعیت لري، او د درعا په شمالي لمنه کې، چې په جنوب کې ده، د یاغیانو پر ضد څو عملیات پیل کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...