تاند ( پنجشنبه د عقرب ۱۷) د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو ویلي، چې د امریکا نوې اداره باید اړیکو کې ملموس پرمختګ لپاره واقعیتونو ته په کتو ګامونه پورته کړي.
د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت هیله مندي ښودلې، چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې به ملموس پرمختګ رامنځته شي څو کابل او واشنګټن د متقابل درناوي پر اساس د اړیکو نوی فصل پرانیزي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانوحکومت او امریکا ترمنځ د دوحې هوکړه د ډونالډ ټرمپ د تېرې واکمنۍ پر مهال لاسلیک شوې، چې ورسره د دوی په وینا شل کلن اشغال پای ته ورسېد.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت تمه ښودلې، چې د امریکا نوی ولسمشر ټرمپ به سیمه او نړۍ کې روانې جګړې په ځانګړې توګه غزه او لبنان کې د روان ظلم او تېري پای ته رسولو کې رغنده رول ولوبوي.
ټرمپ پرون چهارشنبه د امریکا په ټاکنو کې د خپلې سیالې کاملاهریس پر وړاندې بریا خپله کړه او د امریکا ولسمشرشو.