چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهدوحې ناستې ته د مدني ټولنو د استازو نه بلل کېدل او...

دوحې ناستې ته د مدني ټولنو د استازو نه بلل کېدل او طالبانو ته د امتیازاتو په ورکړې نیوکې

تاند (سې شنبه، د جوزا ۲۹ مه) دیپلوماتیکو سرچینو خبر ورکړی، چې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په اړه د دوحې په درېیمه ناسته کې چې د روانې میلادي میاشتې په پای کې ترسره کیږي، د افغانستان د مدني ټولنو استازو ته بلنه نه ده ورکړل شوې.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا او یو شمېر نور شرایط د طالبانو د رژیم لخوا ملګرو ملتونو ته وړاندې شوي او ویل شوي که د ښځو او بشري حقونو په ګډون ورته موضوعات هم د دوحې ناستې په اجنډا کې شامل وي، د طالبانو د رژیم استازي به په دغه ناسته کې ګډون ونه کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدر بار ویلي، چې ملګرو ملتونو د دوحې ناسته کې د طالب پلاوي د ګډون په خاطر طالب رژیم ته امتیازات منلي او ان د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د خپل ځانګړي راپور جوړونکي موندنې او غوښتنې یې له پامه غورځولې دي.

یو شمېر افغانانو بیا د مدني ټولنو د استازو په نوم کسانو ته په دې غونډه کې د نه ګډون موضوع مهمه نه ده ګڼلې او ویلي، چې افغانستان هم پخوا او هم اوس په واقعي او طبیعي ډول مدني ټولنې نه لرلې او په دې نوم د ځینو انجو ګانو استازو ته د ځانګړو موخو لپاره رشد ورکول کیده.

له دې سره، دا نیوکې شته چې ملګري ملتونه او په سر کې غربي ټولنه طالبانو سره د هغو ارزښتونو په سر معامله کوي، چې شل کاله یې په نوم دوی سره افغانستان کې جګړه کړې او زرګونه افغانان د دغو ارزښتونو د دفاع په سر قرباني شوي.

4 COMMENTS

  1. لعنت پدې خرو چې د ښځې د تعلیم، حقوقو او درناوي سره مخالفت کوي. ای وحشي او جاهل طالبه ته د خپلې مور، ښځې او لور نه نه شرمیږې، تا خپله په خپل ګریوان کې سر ښکته کړې چې دا زه څه کوم؟ ته د اسلام په نوم راغلې او په لکهاو افغانان دې دا شل کاله ووژل اوس د همهغې قران، حدیث او اسلام نه د پیسو او سیاست لپاره واوختې. ته څه فکر کوې چې ستا دور به نه ختمیږي حتمي نابودیږې مګر د تل لپاره دې د خلکو زړونه د طالب د نوم سره متنفر کړل. پخوا هم وحشي وې او اوس هم وحشي یې.

  2. که څه هم له ټالبي نوم ، حکومت او واکمنۍ نه کرکه لرم ، خو په تېرو شلو کلونو کې مدني ټولنو له ټالبانو که زیات نه وي ، کم تاوان یې نه دی رسولی .
    مدني ټولنې او غړي یې اکثریت د پردیو جاسوسان ، ملي نفاق خپرونکي ، د جمهوریت مخالفین او دفساد خپرونکي ، د درواغو رواجوونکي ، بې ثباتي او د هغه رژیم د سقوط اصلي عاملین دي .
    د همدغو مدني کم ظرفیته ټولنو له لاسه نن زمونږ هېواد وال په تیاره کې وږي او تږي ناست دي . د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ وتړل شوې . بنا دا سم کار دی چې دوی نور د افغانستان په سرنوشت کې دخیل نه وي .

  3. اصلاً زموږ غوندی هیوادونو کی مدنی ټولنی فکری خپلواکی نلری او فقط یوه استعماری پروژه ده.

  4. سلام محترمو تبصره کونکو
    رښتیا موږ کله ټولنیزه فکری خپلواکی لرو موږ خو پروژو دغه حالت ته را وستلو یوه په بله پسې راروانې دی لنډ مثال یې : چین ، روس، پاکستان اوایران دی . امریکا په شلو کلو کې دلته څه وکړل چې ګاونډیان به یې دلته وکړی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب