د ځان محاسبه د ځان د اصلاح په معنا ده
لیکنه: پوهنیار فضل خالق للموال، کندهار پوهنتون.
اصلآ خو د انسان اصلي موخه معلومه ده، چې په دنیا کې د آخرت له پاره ځان چمتو کړي. دنیاوي چارې د آخرت د سمون له پاره عیارې کړي. په ځان، کورنۍ او ټولنه دومره مهربانه وي، چې په دنیا کې هم خوښ او په آخرت کې هم بریالی وي. انسان په ټولنه کې له مختلفو پړاونو تېریږي؛ خوښي او خفګان دواړه ګوري. د خوښۍ او خفګان زېږنده هم په ډېرو مواردو کې خپله انسان وي او دواړه هم ځانته په خپله پیدا کوي. بعضې بیا د الله ج د ځانګړې مهربانۍ له مخې ډېره خوښي لري او یا هم ورته د دې ډول خوښۍ ډېر موارد په میراثي ډول د پلار څخه ورپاتې وي. لږ خلک دغه خدای ورکړې خوښي سمه په کار واچوي. شکر پرې وباسي او دا خوښي له نورو اړمنو او خپلو سره په ژوندون شریکه کړي؛ او یې هم لکه د خپل پلار کټ مټ خپل راتلونکي نسل ته په میراث پرېږدي. بعضې خلک بیا خپله ځانته خوښي د مسلسلې مبارزې په ترڅ کې ترلاسه کول غواړي. یو څه چې یې تر لاسه کړې وي خو موقتي وي او ژر له مینځه ولاړه شي. یو څه بیا په خوښۍ پيدا کولو پسې دومره ورک شي، چې اصلي اودایمي خوښي ترې هېره شي. لار ورکي شي. د خوښۍ په پيدا کولو پسې خپله فطري خوښي هم له لاسه ورکړي او دایمي خفګان تر لاسه کړي. غمجن وي. هرڅه او هیڅ شی خوند نه ورکوي. داسې هم وشي، چې په خپل ژوند د خوښۍ د اسبابو د پيدا کولو له پاره په خپل ژوند هم ځآن لالهانده کړي او همدا د ده په خواریو پيدا شوي موقتي اسباب او امکانات د ده له مړیني وروسته د ده د دایمي زجر باعث شي.
ښا!
انسان حتما اشتباه کوي؛ اشتباه یې د انسانیت د طبعیت صفت دی. نیمګړی دی او یقیني ده، چې خطا به کوي. د کیفیت او کمیت په تفاوت به د ژوند تر پایه ممکن خطاوې وکړي. خبره دا ده چې آيا د یو داسې شخص چې خطا ترې شوې وي او وغواړي ځان سم کړي، امکان لري؟ یا دا چې څنګه کولی شم ځان داسې بدل کړم چې سم شم، ممکن ده!
په دې لیکنه کې په څو مواردو چې د انسان د اصلاح باعث په کې حتمي دی، بحث کوو.
لومړي: دعا ده؛ دعا د الله ج او بنده ترمنځ د نږدیوالي او یوله بل سره د سوال او ځواب په معنی ده. دعا د یو انسان د داخلي – معنوي وجود د بیخي ډېرو غوښتنو، خبرو او خواهشاتو پټه او اړینه ټولګه هم ده، چې د دعا په توسط په خبرو راځي او ظاهریږي. دعا الله ج ته سر په سجده کول، ځان تسلیمول او هغه ته ځان ملامتول دي. دعا ته چمتو والی د انسان خپل ذاتي قوت پورې تړاو لري. دغه یاد ذاتي قوت د انسان ل پاره د الله ج له خوا په ځانګړي هدایت پورې نېغه اړیکه لري. دعا د الله ج په وړاندې د خپلو شویو ګناهونو اعتراف دی. په خپلو سرغړونو اقرار دی. د اعتراف جرات د دعا شرط او د توبې د مقبولیت اساس دی. په خپلو سرغړونو د اعتراف پرته دعا شتون اصلآ نه وي. د الله ج په وړاندې د خپلو ګناهونو اعتراف د یو شخص د شعور د بیدارۍ او هم دا ډول د ایمان له نخښو څخه شمېرل کیږي. په دعا کې مونږ وایو چې يا الله ج زه د ستونزو ټولګه یم ما سم کړه؛ ما پاک کړه. ما هغسې کړه، څه ډول چې تاته منظور شم. همدا رنګه دعا د الله ج په وړاندې د خپلې ژمنې او عزم نوی والی(تجدید) ته هم وایي. ژمنه بیا د هر عمل له پاره اړینه قوه ده. له سمې ژمنې پرته هيڅ عمل سمه پایله نه لري. په دعا سره مونږ د الله ج نصرت هم غواړو. د بېلګې په ډول یو انسان د خپل فکر په داسې دوه او څلور لارو کې دریږي، چې د خپل هر خوځښت او حرکت پایله ورته مبهمه وي. یا دا چې داسې فکر کوي، چې دا عمل به مې سم وي. په داسې دوه زړي حالت کې د الله ج څخه مرسته او نصرت غوښتل هم دعا ده، تر څو تاسو ته د هغه څه د کولو او یا هم د تر سره کولو توفیق درکړي، چې حتمآ ستا په خیر وي.
دویم: په خپلو نږدې دوستانو باندې د ځان رڼه او شفافه ارزیابي ده. د حدیث شریف څخه هم ثابته ده، چې یو مسلمان د بل مسلمان له پاره آینه ده. دغه په بل شخص د ځان ارزونه باید حتمآ د داسې اشخاصو په لاس وشي، چې تاسو سره نږدې پاتې شوی وي. تر دېره ستا په خویونو بلد وي. تا لکه ستا داسې وپېژني. یوه خبره چې دلته یې باید په یاد ولرو هغه دا ده، چې له ځان څخه په پوهو اشخاصو د ځان د ارزونې وروسته به بیا خپل دلایل او قضاوت نه کوي، چې زما دا کړنه او عمل په دې دلیل سم دی. د بل په ارزونه کې چې تا په لومړي سر کې د ټاکل شویو معیارونو په رڼا کې منلې بیا په کې دلایل را ایستل چندان سم کار نه دی. د خپل نږدې مصلح دوست یا خپل (د کورنۍ غړي) ستا په اړه ستا د ارزونې چاره تر سره کوي حتمآ یې باید ومني. د بېځآیه دلایلو د پيدا کولو پر ځای یې باید د نیمګړو او اصلاح طلبو ټکو د سمونې په اړه ژور فکر وکړې. ځکه د انسان خپل عیب د ولیو منځ او د بل عیب ورته د کلي منځ بریښي. مطلب دا چې په خپلو نږدې دوستانو حتمآ ځان و اروزوئ او وې منئ. د خپلو نېکو او بدو خویونو په اړه ترې پوښتنه وکړئ. سم تعقیب او ناسم معطل کړئ. سمه ارزیابي د سمې پایلې ضامن ده. هغه دوستان چې توصیف د چاپلوسۍ له مخې کوي، ستا دوست نه بلکې د وست په نېکه حامه کې ستا خطرناک دوښمن دی، ځان ترې ليرې کړه. ځکه بېځایه توصیف د خرابې پایلې باعث ګرځي او خرابه پایله ستا د دایمي تباهۍ او نه اصلاح خواته سور څراغ دی. کوښښ وکړئ، ځان په سمو او نږدې مصلح دوستانو، استادانواو د کورنۍ په غړو حتمآ په یو ټاکلي وخت کې په دوامداره ډول ارزیابي کړئ. دا ډول اړینه محاسبه، چې لوړ شعور، اخلاقي جرات او ریښتنی انساني فورمول دی؛ د کمو خلکو په نصیب وي باید ترې سمه او پر وخت استفاده وشي ترڅو اوبه له ورخه تېرې نه شي او د ژوندانه داسې تاوان چې د خرابۍ خواته روان وي په خپل ځای راوګرځي.
درېیم: ځان ته د یو مربي/لارښود ټاکل؛ مربي له تاسو څخه په پوهه هم زیات او په عمر له تاسو مشر وي. د اوړ اشخاصو سره ستاسو مشورې ستاسو د بريا له پاره اړینې دي. د دوی مشورې حتما سموونکې او رغوونکې وي او ته یې هم قبلولو کې ستونزه نه ګورې. روښانه ده، چې دا وړ اشخاص به ستاسو استادان، دیني علما او ستا هغه دوستان وي، چې ته یې علمیت ته تسلیم یې. یوه خبره چې د مربي او ستا ترمنځ وی، هغه د حقایق ویل دي. ډېر داسې موضوعات شته ویل یې ممکن لازم نه وي، باید په کنایه کې و ویل شي، ترڅو ستا لارښود د موضع ژورې برخې ته ورسیږي. باوري شخص ته حقایق ویل زړه بوج سپکوي. د فکر څخه د بېځایه مصروفیت مخه نیسي او موخې ته په آسانۍ سره رسیدل ممکن کوي. ځان له پاره د لارښود ټاکل باید داسې شخص وي، چې علمیت او حکمت ورسره وي. دنیا ورته موقتي والي باورمند وي او عقبا دایمي والی ورته معلوم او د اهمیت وړ وي، مشوره ورسره وکړئ. هغه څوک او پوه چې د آخرت پر ځای تل د موټرو د ماډل او نوعو بحث کوي، د ځان د اصلاح او د مثبت تغیر له پاره یې د مربي یا لارښود په حیث مه ټاکئ، ګټور نه تمامیږي.
څلورم: ځان سره محاسبه او د ځان تفتیش کول. د ځان د اصلاح له پاره باید ځاني احتساب شتون ولري. د خپل ځان سره محاسبه په ريښتینولۍ ولاړه وي. دروغ نه لري او فساد په کې نه کیږي. څه چې وي د هغمه په رڼا کې د ځان د اصلاح له پاره لارې چارې لټول کیږي. هر هغه څوک چې د خپل ځان سره محاسبه و نه کړي، اصلاح یې پېچلې، نیمګړې او آن ناممکن ده. د ځان محاسبه د ځان د اصلاح په معنی ده.
پنځم: سپورټ کول؛ سلیم عقل په سالم وجود کې. سلیم عقل او سالم وجود په معنوي لحاظ د یو اصلاح شوي شخص بې سارې ځانګړتیا ده. وجودي قوت د فکري قوې د پیاوړتیا ضامن دی. سالم وجود د سلیم فکر په مرسته موخو ته په چټکۍ رسیږي. د بدن د غښتلتیا او پیاوړتیا له پاره فزیکي سپورټ او د د معنویاتو د ټينګښت له پاره معنوي او حقیقي سپورت د قران کریم تلاوت، د نېکو مجلسونو ټاکل او یا هم د دا ډول مجلسونو جوړول دي.
شپږم: د خپلو اړتیاو یو منظم لسټ جوړول. اړتیا باید د خپلې وړتیا سره سمې وټاکل شي او د خپلو هڅو یې سره په پرتله کړو. داسې غوښتنې چې په آن واحد کې ستا د شخصیت سره تناسب و نه لري، غوښتل یې فکري جنون او عقلي معلولیت دي. په کار ده، چې د لوړو توقعاتو پر ځای معقولو او ممکنه موخو ته کار وکړو. بیا یې لومړیتوبونه راو باسو. هره ورځ یې محاسبه او کوم قدمونه چې مو ور اخیستي وې شمېرو. دا ډول معقول او عملي فورمول د هر کار په پایله کې شخص بل او له موجوده کوچني فعالیت څخه و ستر فعالیت ته هڅوي؛ یقینآ چې هغه به هم په ښه ډول تر سره کيږي او د انسان د نورې اصلاح او ثبات زېری به له ځانه سره لري.
پایله: انسان چې وغواړي د انسانیت سترې پوړیو ته ورسیږي نو اړ دی، چې دیني او دنیاوي دواړو لارو کې یو مناسب انډول وساتي. د ځان د اصلاح له پاره باید هڅې وکړي. هغه څوک چې وغواړي ځان اصلاح کړي نو په دعا کولو، په ځانته په نږدې شخص د ځان ارزولو، له مناسبو اشخاصو څخه د مشوره اخیستلو په برخه کې ځنډ(تاخير) نه کوي. د ځان اصلاح چې د فزیکي جوړوالي او سالمیت څخه سرچینه اخلي هم په پام کې نیول یې د اصلاح غوښتونکو اشخاصو ځانګړنه ده. د ځان د دایمي اصلاح او ثبات له پاره هوښیار اشخاص تل خپلې غوښتنې د زماني او مکاني معقولو-عملي شرایطو له فلټر څخه وباسي. د ځاني مغزي توپان، له ځانه د پوهو اشخاصو د پټو- ښکاره او دوامداره مشورو له مخې یې شاربي او د ټولو اړینو اسبابو په پوره کولو سره یې د مثبتې پایلې له پاره په ایماني او عقیدوي قوت مسبب یعنې خپل خدای ج ته سپاري.