پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوي راپور کې پر طالبانو...

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوي راپور کې پر طالبانو ګڼ تورونه لګول شوي

تاند:( شنبه ، د جوزا ۲۰ مه )  د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې په خپل نوي راپور کې د طالبانو پر رژیم ګڼ تورونه لګولي.

د دوحې تړون نقض، د مخالفانو ځپل، قومي او استبدادي سیاست ته مخه کول او د لومړۍ دورې وضعیت ته بیا ستنیدل، د نیشه یي توکیو په کاروبار کې د لوړپوړو طالب مشرانو لاس لرل، له القاعدې او پاکستاني طالبانو سره نیږدې اړیکې او ترې ملاتړ، د واک پر سر د کابل مېشتو او کندهار مېشتو طالبانو اختلافات، په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو او القاعدې ډلو موجودیت او دلته یې د جنګي وړتیاوو لوړیدل د دغو تورونو عمده ټکي دي.

په راپور کې طالبانو ته له دغو تورونو د لیرې کیدو سپارښتنې شوي.

طالب رژيم په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د دوی پر ضد د مقاومت جبهې په نوم جنګي ډلې یې هرکلی کړی.

د مخکیني ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح بیا ویلي، چې طالبان په بیانیو او سپارښتنو نه بدلیږي او د دوحې تړون لابي کوونکي باید د دغې ډلې پر ملاتړ وشرمیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب