جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهایران له سرحدي نښتې وروسته له افغانستان سره تجارتي لارې تړلي

ایران له سرحدي نښتې وروسته له افغانستان سره تجارتي لارې تړلي

تاند (یکشنبه، د جوزا ۷ مه) د ایراني رسنیو د راپور له مخې، ایران د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالي په سرحدی سیمه کې له افغان طالب پوله ساتو سره د ایراني پوله ساتو له جګړې وروسته افغانستان ته سوداګري لارې بندې کړي دي.

د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د لارو او ترانسپورت د ادارې رييس ایوب کورد د شنبې په ورځ وویل، د د دوو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لارې به تر بلې خبرتیا پورې بندې وي.

ده د دې پرېکړې دلیل د شنبې د ورځې خونړۍ نښته وبلله.

څرګنده نه ده چې ایران یوازې له نیمروز سره د سیستان او بلوچستان لارې تړلي اوکه د اسلام کلا لاره یې هم بنده کړې ده.

د ایران ایرنا دولتي خبري اژانس ادعا کوي چې د طالبانو له لوري د ایران په سوسولي پوستې ډزې سبب شوې چې دا سرحدي شخړه رامنځته شي.

د اژانس پر اساس، په دې نښته کې دوه ایراني پوله ساتي وژل شوي او طالبانو ته هم درانه تاوانونه اوښتي دي.

 خو ایرنا نه دي ویلي چې څو تنه طالبان وژل شوي دي.

له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویندوی عبدالنافع ټکور ویلي چې نښته وروسته له دې ونښته چې ایراني پوله ساتو د افغانستان لور ته ډزې وکړې او افغان پوله ساتو یې ځواب ووابه.

د ټکور په وینا په دې نښته کې یو تن وژل شوی او څو تنه نور ژوبل دي.

4 COMMENTS

  1. لاره چه بنده وی ښه ده ، د ځو زړو له وخته تیرو بسکټو او دوا ګانو، بی کیفیته تیلو او شامپو او داسی نورو شیانو چه افغانستان ورته ډیر ضرورت نلری باید لار د تل لپاره بند شی .

  2. خدای مو بیخ سره دتجارته اوباسه!
    مونږه ستاسو د وخت تیري غوړیو ،بسکټو ذو تیلو په تنګ سوي یو

  3. چرا شګفته نباشیم خدا سبب ساز است
    دریکه پارسها ببندد ، در دیګر باز است

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب