شنبه, مې 4, 2024
Homeادجلا وطني /رحمت سیال

جلا وطني /رحمت سیال

جلا وطني /رحمت سیال
په ټوله ځمکه به داسې شخص پیدا نه شي، چې په خپل وطن ژوند کولو هیله او ارمان ونه لري خو بدبختانه ځیني عوامل کله ناامني جنګ، جګړې، بیکاري او ورته نور مجبوریتونه د دې باعث ګرځي، چې ځوانان وطن پریږدي، د مسافرۍ پیټي په اوږه کړي.
موږ ګورو د ګڼ شمیر مسلکي او با تجربه ځوانانو له نوم سره د مهاجرت نوم یو ځای شو؛ حال دا چې هیڅ ځوان داسې فکر نکاوه، چې زموږ نوم سره به د مهاجرینو کلمه یو ځای کیږي، د وطن له خوږې غیږې به جلا کیږو؛ خو بدبختانه دا کار وشو. چې له امله یې هیواد هم له یو لوی بشري ناورين سره مخامخ کیدنکی ده.
په تیرو شلو کالونو کې ډیرو ځوانانو لوړې او مسلکي زده کړې په داخیل او بهر ملکونو کې په ډیرو سختو حالاتو کې پدې موخه تر سره کړې، چې د دولت اداري سیستم له نړیوال سیستم سره برابر کړي؛ چې دا کار تر ډیر پورې وشو لا کار ورباندې کیدونکی و.
مګر اوس ورځ تر بلې ادارې یو په بل کې مدغم کیدو تر څنګ بله لويه بدبختي دا ده، چې مقرار شوي مسلکي کدرونو له ادارو څخه لري کیږي پر ځای یې غیري مسلکي کسان د اړیکو په اساس ګمارل کیږي. نو پدې ډول کاري فضا کې به څنګه ځوانان زړه ښه کړي چې په وطن کې پاتې شي، نو که په هر قیمت وي ځوانان به تصمیم نیسي تر څو حد اقل د ژوند لومړني اړتیاوې خو پوره کړي.
بل لورته تاسو به اوریدلي او لیدلي وي، کوم هیواد چې خپلو ملي ارزښتونو پاللو ته کار ویلی وي؛ هغلته  خلکو د ژوند کولو لپاره هیلې او  امیدونه لوړ ټاکي، ارامه او هوسا ژوند کولو لپاره خپل قوي پلانونه تطبیق کوي. بر عکس زموږ په هیواد کې د ملي ارزښتونو په نوم اصلآ څه پیژندل کيري نه. زما په اند دا هغه لاملونه دي چې ځوانان یې له هیواد څخه بهر تیښتې کولو ته اړ کړي دي. حال دا چې بهر ملکونو کې هم ژوند آرام نده.
نو ځوانانو ته مو دا سپارښتنه ده، هر هیواد د ځوانانو انرژي ته ضرورت لري کوشش وکړي په دا خیل د هیواد کې د کار کولو سیستم درته جوړ کړئ یوه ورځ به راشي چې د هیواد راتلونکی به ستاسو پورې اړه لري.
همدارنګه موجوده حکومتی اداره دې په خپله پالیسي کې تغیر راولي کدري ځوانانو ته دې په اداراتو کې ځای ورکړي او ستونزو حل ته دې رسیده ګي وکړي، تر څو ځوانان مو جلا وطني ته مجبور نشي او خدای مکړه له انساني ناورین سرم مخامخ نشوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب