یکشنبه, مې 5, 2024
Home+د چرندیاتو جګړه| شاه محمود میاخېل

د چرندیاتو جګړه| شاه محمود میاخېل

افغانان په مجازي فضا کې د جمهوریت د سقوط نه روسته نور هم په خپلو منځو کې سره ویشل شوي دي. مخکې ځینو فرهنګي او غیر فرهنګي ټیکه دارانو افغانان په سمت، ژبه، قوم او ټامي او غیرټامي ویشلي و خو اوس په نامه مدني او سیاسي فعالانو (د هاها ډلو) هر قوم او سمت په وړو وړو نوو ګروپونو ویشلې دی.

زیاتو د طالبانو نه بدتر فرهنګ خپل کړېدی چې د سیاسي مخالفت تر څنګ د قلم او ژبې عفت هم نه ساتي. هغوي چې زیات د افغانستان په ورانې کې د ټولو نه زیاته غوښنه برخه درلوده، د ټولو نه زیات ددغه چرندیاتو فرهنګ ته لمن وهي.

په تیرو پنځو لسیزو کې ټولو رژیمونو ډیرې اشتباوې کړي دي او هیڅ داسې دوره نشته چې هلته ظلم اوبیعدالتي نه وه. تاریخي قضاوت په انفرادي ښو او بدو پیښو نه کیږي بلکې په مجموعي توګه کیږي چې هر رژیم د افغانستان لپاره څه وکړل. د یو رژیم ظلم او اشتباوې د بل رژیم ناولتیاوې نشي پاکولې.

که د تیرو رژیمونو یوازې په نیمګړتیاو بحث کوو نو بیا د دې لندبل نه وتلې نشو او څومره چې پرې بحث کوو هماغومره د ټولو پښې په لندبل کې ښخیږي او ټول به د ماضي حالت غلام وي. د اوس او راتلونکې لپاره به هیڅ  تګلاره پیدا نه شي.

اکثره افغانان په دې کې تکړه دي چې د نورو د بدو کارونو تقلید ډیر ژر خپل کړي. ډیرې کسان داسې لیکنې او خبرې کوي که بحث ته ورسره داخلیږي نو کوښښ به کوي چې تا هم د ځان په شان راټیټ کړي. مجبوریږي چې د هماغو په لهجه ورته ځواب ورکړې ځکه هغوی په بله لهجه نه پوهیږي. که د هغوي په شان ځواب ورکوي نو بیا ستا او د هغوي فرق څه شو؟

ښه دا ده چې د داسې کسانو سره هیڅ بحث ونشي. د دوی سره نه بحث د دې معنی نه لري چې دوی په حقه دي بلکې د سپکو کسانو سره ځان سپکول نه دی پکار.  داسې کسانو ته سلام ویل پکار دي.

همدا تاکتیک د طالبانو د پلویانو و او دی چې کنځلې او پوچ الفاظ استعمالوي. بدبختانه زیات کسان د هغوي د دغه تقلید نه پیروي کوي. په ناولو اوبو، ناولتیا نه پاکیږي.

اکثره په عوض د دې چې په نظریاتو، د یو بل په زغملو،  وحدت او د افغانستان د بحران لپاره د حل د لارو چارو په پیدا کولو بحث وکړي، د یو بل په سپکولو اخته دي. همدا علت دی چې افغانان سره ګډه ژبه نشي پیدا کولې. د طالبانو، داعش او نورو ترورستي ډلو پشان، اکثرو د جنګ او سیاسي اختلاف ټول اخلاقي او انساني معیارونه د ښپو لاندې کړي دي.

ډیرې به څوک په یو خروار لیټې کې هم  نه حسابوي خو د ټول ملت په استازولې به غږیږي. د زیاتو کسانو لیکنو او خبرو ته که غوږ کیږدي، نو پوهیږي چې فکري استقرار نه لري. نن یو موقف لري خو سبابل پروژوي موقف نیسي.

فلمي جګړه کې غرونه په یو بل باندې ولي او ته به وایي چې د فیلانو تر منځ جګړه روانه ده. سیاسي مبصرین خو داسې بړ بړ غږیږي لکه چې واشنګټن، مسکو، لندن او بیجینګ ته دوی پالیسي جوړوي او مشورې ورکوي.

اشنایانو!

تاسي د فیل په غوږ کې ویده یاست. نه مو ملا اعتبار لري، نه مو مدني فعال او نه مو سیاسي مشران. نر او ښځو، ځوان او  زړو ټولو اعتبار د لاسه ورکړی دی. نه دنیا ستاسي په خولو پیاز خوري او نه په دېتوګه د افغانستان په مسایلو کې رول لوبولې شي.

د ټولو نه د مخه د افغانانو په منځ کې د اعتماد جوړونې پروسه مهمه ده چې ګډه ژبه سره پیدا شي. ترڅو چې افغانان ګډه ژبې پیدا نه کړي، هیڅوک ورته د ارزښت په سترګه نه ګوري. ګډه ژبې یوازې د منلو شوو ملي مؤخو او د ولسواکې په اصولو پیدا کیدلې شي. ګډه ژبه په پروژوي حرکتونو او پټو معاملو نشي پیدا کیدلې.

دا د چرندیاتو لوبه هم د پردو د استخباراتي کړیو ایجنټانو روانه کړې ده تر څو د طالب بدیل پیدا نشي. دنیاوال او هم افغانان ووایي چې د دې متفرقه او ایکسپایر شوو مخلوق نه طالبان ښه دي.

طالب دې هم د افغانانو بې اتفاقې ته نه خوشالیږي ځکه نا مشروع حکومت او په ولس ظلم لس ګونې نورې ستونځې رامنځته کوي. هیواد د فقر، غربت او نیابتي جګړو میدان ګرځوي. روستې حملې یېښې بیلګې دي. هغه مشهوره معقوله ده چې یو ملک د کفر لاندې بقا کولې شي خو د ظلم لاندې نه.

عزیزانو او افغانانو!

د چرندیاتو په دې جګړه کې یوازې سلګونو کسان  برخه لري خو د څلویښت میلیونو افغانانو رنګ یې پیکه کړی دی. اکثریت خاموش خو خدای یوازې خوراک او څښاک ته پیدا کړي دي نو ځکه څو سوه کسان دټول ملت په سرنوشت لوبې کوي.

ژمې به تیر شي خو د ډیرو دیوالونه به تور پاتې وي. دا اړو و دوړ به هم خدذی تیر کړي خو د ډیرو تورمخونه به د افغانستان په دې تاریخي بهیر کې همداسې تور پاتې وي.

وایي کم ما وکرم شما. که مثبت رول څوک نشي لوبولې نو د بې اتفاقې اور ته خو دې لمن مه وهي.

2 COMMENTS

  1. میاخیل صاحب :
    حب الوطن من الایمان
    دکوم تاکتیک ،کومې ستراتیژۍ، کوم شهامت، عزت او امانت خبرې کوې مدنی او بدنی نظامی عوامی ذو انی روانی حالت خو لا پرېده چې نړۍ کې یې خسا بوی روان دی
    بدی اوشرم په دې کې دی چې تا خو هم پاچایی وکړه کوم اړخ یی درلود ؟اوهم په غټو ملی مسایلو کې یو لوبغاًړې وې . عجب ! وایی هم یې کره او هم یې رېبه! په ما ټاپه ونه وهې زه هم دولس په څیر ګونګ او حیران یم احتیاج او لالهاندیم بی انډېواله او تنها یم بې پښو او لاس یم لیرې اوله هرڅه انزوایم . نه ارګ کې یم او نه دقدرت په اشتهایم نه لافې وهم او نه باټې نه ستا په شان میایم !!او نه ولاًړیم خو بیا ستا په څیر نه شاه ېم.
    شرم دی زه که ستا پرځای وای یو لوې تور ډیمبکې مې په ځان پورې تاړه ان تر واشنګتن پورې مې ځغستل بیا مې لیکل چې ولس ته څه ووایم ته او لیکنه اختر پټ مېړه نه دی چې تېر شی خاینو دهرفرصت په ګډۍ ناستو غلو……..
    باور وکړه ولس تاسې ښه پیژنی دتاسې صنعی الفاظ خو هیڅ انسانی قریحه نه ملی او اسلامی فرضیه نه لری رښتیا! کمزوری بی هرڅه خیل یی نو له میا یم بې خبره!
    داډول میخا ېل !

  2. داسی نده چی افغانستان کی ګویا فقط همدا دوه طایفی دی یا طالب یا مفسد. داسی نده لږ سترګی وغړوئ دهیواد دننه او بهر ډیر وطندوست، پاکو ملی او لایق خلک شته. هغه پخوانیو کی هم یوشمیر ډیر ښه خلک و لکه فاورقی صاحب چی یو ځل وزیر ترانسپورت شو بیا رییس پوهنتون یا بشردوست یا ارواښاد شهیدی د وزارت اقتصاد مسلکی معین او یو شمیر نور. نو وروڼو وطن پاک خلک له موجود بدحالته ژغورلای شی موږ داسی صادق پاک او باتجربه خلک لرو چی دوه دری کلو کی وطن درته جوړولای شی، تاسو حتماً طالب یا مفسد پسی مه ځئ ښه خلک نور هم شته په تیره هغوی چی اوس یی عمرونه شپیته یا اویا دی او د کار توان لری. دوی د یوی پاکی دوری روزل شوی خلک دی همدوی ته موقع ورکړی دوی مشران دی تراوسه یی ملی ارزښتونه او فرهنګی اوصاف هم ساتلی او ځوان نسل تربیه کولای شی دغی ډلی پسې ودریږی. په دې ملایانو کی هغه سپین ږیری یی بد ندی هغوی هماغه غیر سیاسی اسلام ته وفادار دی. لکه مولو خالض یا یو شمیرنور چی و مشکل دغه ډیرو ځوانو کی ده لکه لنډغر او ټامیان او د طالب دا پاکسانی مدرسو کی ځوان روزل شوی چڼیان چی ټول خامه خوله هلکان دی وطن همدی لشمکیانو خراب کړ د جمهوریت ټامیان او د طالب ټامیان یو رقم دی. د طالب ټامیان د ملا ډیزل روزل شوی ډله ده اوس فقط سپین ږیرو او مشرانو ته ضرورت دی ددواړو خواوو سپین ږیر دی را مخته شی هم د ملایانو هم د رعیت سپین ږیری. دا دواړه ډوله مشران پاکستان ته هم نه تسلمیږی او ښه مسلمانان هم دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب