“پر دې لاره د تير شوي کاروان پلونه اوس هم لکه زما د زړه پر دښته د ورک شوي لاروي په شان د ځان مندنې ته له تندې مړه دي”
زمونږ د ژوند ريدم بلکل د هم دې جملې په شان دی اهنګ لري خو معنا يې په ځان کي ورکه ده د لفظونو ترتيب يې لکه شپه او ورځ د تيارې او رڼا په څير ښکلي دي مګر د ښکلا د بيانولو ساعت او دقيقه يې د يوه ړانده په لاس ورغلي.
مينه او انسان يو ځای زيږيدلي مګر د مينې تر درشله سفر کول د انسان په برخه دی لاکن مونږ نن هم د خپلو بې روحه وجودونو پر ستړو اوږو د نفرتونو بار اخستی او د خپل زړه د کنډوالې په ماته شوې دروازه کي يې د پلورلو کوشش کوو.
د نفرت لوبه د انساني وجود د تخليق په ړومبي کال شروع شوه خو چي معلومه وه دومره بده پايله به لري ولي يې مخنيوی په هم هغه کال نه وشو، د قسمت بازې د محنت پر وجوديت يقين لري خو ده محنت له جوره د يوه خوار مزدور په سپيره لاس کي جوړې شوې تڼاکې دهغه د بدقسمتۍ دوم دليل دی مګر د هم دي بد قسمتۍ ړومبی اړخ زموږ د جاګير دارو په محفلونو کي د اوچت شوي جام په نس کي د مقدسو اوبو په نوم د هغه بدقسمته مزدور د سپيره لاس له تڼاکو د را ټوکيدلي نمکين “محنت” څښل دي.
د فلسفې لپاره د ورکړل شوي ليکچر څخه د مينې شاګردان نه پيدا کيږي خو د مينې شاګرد به د فلسفې په تړاو باندې د ليکل شوو پاڼو ټولې جملې د بازارو ښځې په شان د مقدسه بدن پر هر حصه د خپل مئين فطرت په کوشش مچ کړي اما يو مئين به هيڅکله د يوه بدحاله نرپرست په شان ښځې ته “بازارو” نه ووايې.
زما د زړه په دښته کي ورک شوی لاروی شايد د فلسفې شاګرد دی چي د ځان په لټون سر دی خو له کاروان پاته شوی پل يې د پرمختګ يو روښانه دليل دی.