د سقراط دا خبره « زه پوهیږم چې پر هیڅ نه پوهیږم» په فلسفه، ځانګړي ډول په پوهنپونه او معرفت شناسۍکې ډیره مشهوره ده او شاوخوا ۲۴۰۰ کلونو راهیسې پرې لویو مغزونو؛ فکرونه او بحثونه کړي دي.
د داسې یو مفکر لخوا چې د پخواني یونان په اتن ښار کې یې د پوهې او هوښیارۍ اوازې خپرې وي او د ښار خلک یې د بحثونو او هوښیارۍ نندارې ته ورځي، دغسې خبره او اعتراف حتمن عادي وګړي خپلې پوهې او هوښیارۍ ته په سوچ کې اچوي.
لږ د دې خبرې ژورو ته ورځو.
۱. د « زه پوهیږم چې پرهیڅ نه پوهیږم» اصل او سرچینه
پوهان وايي « زه پوهیږم چې پر هیڅ نه پوهیږم.» جمله کټ مټ پر سقراط د اپلاتون په لیکنو کې نده راغلې. د سقراط په اړه د زنوفن لخوا په لیکل شوې دفاعیه کې هم دغه جمله کټ مټ نه ترسترګو کیږي. خو « زه پوهیږم چې پرهیڅ نه پوهیږم» او یوه بله بڼه « زه پر یو څه پوهیږم، چې پر هیڅ نه پوهیږم» یې په پخوانۍ او اوسمهالو دورو کې د سقراط خبره ګڼل شوې ده.
دفاعیه کې سقراط یادونه کوي چې د ډیلفي عبادتځي استازي د ده ملګري چیرفون ته ویلي ول چې له سقراط نه هیڅوک بل هوښیار نشته دی. سقراط پر دې خبره حیران او بې باوره وو ځکه هغه ځان تر چا هوښیار نه ګاڼه. نو د ده په وینا د دې خبرې حقیقت معلومولو لپاره یې تر ځان د یو هوښیار شخص لټه پیل کړه تر څو خدای ګوټي ته وښيي چې دی تر هر چا هوښیار ندی. هغه په دې لړ کې ډیر کسان وموندل چې په خاصو برخو کې یې ښایسته پوهه درلوده او پر نور څه نه پوهیدل خو فکر یې کاوه چې پر هر څه پوهیږي. دا چې سقراط تر ځان د یو هوښیار شخص لټه کوله او خلکو ته یې ښوده چې پر څه نه پوهیږي نو ښايي چې له دې امله به دا تصور ولاړ شوی وي چې ګواکې سقراط وايي « زه پوهیږم چې پر هیڅ نه پوهیږم.»
د پخوانۍ فسلفې استاده او لیکواله ګیل فاین او ټیلر مشهور اپلاتون پوهان وايي چې دغه جمله باید په سقراط پورې ونه تړل شي. خو ځيني پوهان وايي چې دغه جمله به په اصل کې د سقراط د وینا « زه نه پوهیږم او نه فکر کوم چې پوهیږم.» چې د سقراط د دفاع په رساله کې اپلاتوني سقراط لخوا ويل شوې؛ لنډه بڼه وي. د سقراط په اړه اپلاتوني دفاعیه کې راغلي:« زه تر دې انسان هوښیار یم. ښايي مونږ دواړو کې یو هم پر هیڅ ښکلي او ښه څیز ونه پوهیږو، خو دی فکر کوي چې پر یو څه پوهیږي حال دا چې دی نه پوهیږي، خو زه، هغسې لکه چې نه پوهیږم، فکر نکوم چې پوهیږم. نو په دې څيز کې به زه تر ده هوښیار یم: پر هر څه چې زه نه پوهیږم، زه هیڅ داسې فکر نکوم چې پوهیږم. »
د اپلاتون په «مینو» مباحثه کې چې کله سقراط له یو شخص سره د فضیلت په اړه بحث کوي، هلته هم یو ځای خپل مخاطب ته وايي: « نو اوس زه نه پوهیږم چې فضیلت څه دی؛ ښايي ته تر دې وړاندې چې ما سره ووینې پوهېدې، خو اوس یقینن د داسې یو چا په شان یې چې نه پوهیږي.»
۲. د « زه پوهیږم چې پرهیڅ نه پوهیږم» تعبیرونه
۱. ځيني کسان د دې خبرې په تعبیر کې وايي چې ګواکې سقراط ویلي چې بیخي پرڅه نه پوهیږي او انسان هیڅکله نشي کوای چې د نړۍ په اړه یقیني پوهه تر لاسه کړي.
دا خبره چې سقراط بیخي پر څه نه پوهیږي، د بحث وړ ده ځکه د اپلاتون او زنوفن لخوا په لیکل شویو دفاعیو کې سقراط د خپلې پوهې په اړه غږیدلی دی. دغلته ځان تر نورو پوه او هوښیار ګڼي خو یوازې پر هغه څه چې نه پوهیږي اعتراف کوي چې نه پوهیږي.
البته دا خبره له دفاعیو واضح ښکاري چې سقراط د موضوعاتو په اړه د خلکو سرسري پوهه، قضاوتونه او تش باورونه پوهه نه ګڼي او نقد کوي یې. خلک خپل ځان او خپل جهالت ته متوجې کوي. د سقراط ډیر ټینګار د موضوعاتو پر حقیقت پوهیدل دي. سقراط پوهه او ښه سره تړلي بولي، وایي چې ښه له پوهې سرچينه اخلي او بد له جهالت څخه راوځي او که څوک د یوې موضوع پر حقیقت پوه وي، هیڅ وخت به بد ونکړي.
پر سیاستوالو نیوکه کوي چې دوی ځانونه هوښیار ګڼي خو د هوښیارۍ ثبوت وړاندې کوای نشي. پر شاعرانو نقد کوي چې نه پوهیږي د دوی کلمات ولې خلک په احساساتو راولي. پر تجارانو او کسبګرو کرکتنه کوي چې دومره پوهیږي چې خپل کارونه وکړي خو دوی فکر کوي چې پر هر څه پوهیږي، حال دا چې نه پوهیږي.
سقراط وايي چې لږ تر لږه تر دا نورو خلکو خو هوښیار دی، ځکه لکه دوی غوندې پر هغه څه چې نه پوهیږي فکر نه کوي چې پرې پوهیږي او د نورو په شان له خپل جهالت څخه ناخبره ندی.
د سقراط دغه اندیښنه اوس هم رښتیا ده. په بحثونو کې به تاسو حتمن دې خبرې ته متوجې شوي اوسئ چې ځيني خلک یوې موضوع ته یوازې له یو اړخ څخه چې دی پرې خبر دی، ګوري او بیا پر خپل نظر کلک نښتی وي چې ګواکې خبره یې سمه او حقیقت دی. حال دا چې د حقیقت پر ځای به یې د حقیقت سیوری موندلی وي. سقراط د یو فیلسوف په توګه پر یو څه پوهیدل دې ته وايي چې حقیقت ومومي او د موضوع په اړه هر اړخیزه خبرتیا تر لاسه کړي. اپلاتون هم په جمهوریت کې د «پیژندل» او « ګڼل» تر منځ توپیر ته اشاره کوي چې ځيني خلک «ګڼل»، «پیژندل» بولي. زموږ د ټولنې له ډیری پوهانو نیولې تر سیاستوالو هم پر دې جهالت اخته دي خو درسره مني یې نه چې جاهله دي.
زما په نظر زموږ په ټولنه کې له فلسفې سره دوښمني هم له دغه جهالت څخه سرچینه اخلي، ځکه فلسفه په پوښتنه کې پوښتنه کوي او په دې سره انسان خپل جهالت سره مخامخیږي او کله چې ځان ته متوجې شي چې لا هم څومره جاهله دی، د دې پر ځای چې ځان پوه کړي نو بیا پر فلسفه ټکونه او بدرد شروع کړي او بیا فلسفه او فیلسوف هسې خوشې چټي بولي، حال دا چې خپل مغز به یې له خوشې چټي باورونو ډک وي او جهالت کې به ډوب وي.
۲. ځيني کسان وايي چې اصلن « زه پوهیږم چې پر هیڅ نه پوهیږم» خبره د سقراط نده، بلکې د اپلاتون ده. ځکه اپلاتون د شکلونو په تیورۍ کې وايي، دا زمونږ فزیکي نړۍ او هر څه چې مونږ او تاسو یې وینو اصلي ندي، بلکې اصلي شیان زمونږ تر حواسو لوړ دي او پر هغو مونږ نه پوهیږو. اپلاتون دغه اصلي شیان د «Eidos » یا تصوراتو او«forms» شکلونو په نامه یادوي او وايي، دا هر څه چې مونږ وینو دا د همدغو«Eidos » تقلید او سیوری دی.
نو د دې نظر له مخې دا خبره داسې تعبیریږي:« زه یوازې پر فزیکي نړۍ پوهیږم، خو د اصلي شکلونو په اړه هیڅ نه پوهیږم.»
۳. یو بل تعبیر کې ویل کیږي« زه پوهیږم چې پر هیڅ نه پوهیږم» د سقراط د عاجزۍ شعار دی. سقراط که څه هم د هغه وخت تر نورو خلکو به یې ډیر معلومات او پوهه درلوده خو پر دې یې هم سر خلاص وو چې دغه پوهه کافي نده او د موضوعاتو په اړه باید خلک لا ښه او سم پوه شي. ویل کیږي چې سقراط دخپل ځان ناپوه ښودلو او عاجزۍ په طریقه خلک فسلفې او د موضوعاتو په اړه ژورې پوهې ته هڅول. د دې تعبیر له مخې دا خبره داسې مانا کوي: « زه یوازې د پوهې پر یوه کوچنوټې برخه پوهیږم او ښايي دا هم ناسمه وي.»
۳. پایله
۱. د « زه پوهیږم چې پر هیڅ نه پوهیږم» مطلب دا ندی چې سقراط ویلي چې پر هیڅ نه پوهیږي، بلکې دی د سیاستوالو، شاعرانو او نورو کسبګرو په توپیر پر هغه څه چې نه پوهیږي اعتراف کوي چې نه پوهیږي او په دې ډول خلک خپلې سرسري پوهې، قضاوتونو او تشو باورونو؛ لټولو ، شربلو او ژورې پوهې ته رابولي.
۲. پر خپله ناپوهۍ او کمیو پوهیدل په خپل ذات کې پوهه ده خو یو څوک پر دې هله پوهیږي چې لازمه پوهه ولري، د پوهیدو تلوسه ورسره وي، اخلاقي جراآت ولري او پر ځان باوری وي، چې سقراط پر د ارزښتونو سمبال وو او کله چې به پر یوه موضوع پوهیده نو ویل یې چې پوهیږي او کله چې نه پوهیده نو منله یې چې نه پوهیږي.
۳. د خپلې ناپوهۍ منل، د پوهنیزې عاجزۍ،کونجکاوۍ او لا زیاتې پوهې د لټون سببب ګرځي چې له امله یې انسان له تنګ نظرۍ خلاصیږي، نړۍ لید یې پراخیږي او هر څه په پرانېستي لید ویني.
نو د سقراط « زه پوهیږم چې پر هیڅ نه پوهیږم» خبره د سمې او ژورې پوهې ترلاسه کولو ، د ناپوهۍ له غلامۍ څخه د ازادۍ او پراخ نظرۍ لپاره یوه تاریخي ناره ده چې همېش به د ناپوهۍ په خوب ویده انسانان خپل پوهنیز غرور او جهالت ته متوجې کوي او ویښیدو ته رابولي !
اخځلیکونه
- Thomas G. West, Plato’s Apology of Socrates: An Interpretation, with a New Translation, Cornell University, published by Cornell University Press.
- Xenophon, Apology
- Dr. Philip A. Pecorino, “An Introduction to Philosophy – An online text book,” QueenBorough Community College, https://www.qcc.cuny.edu/socialsciences/ppecorino/intro_text/CONTENTS.htm. (Accessed November, 2021)
- Emrys Westacott, “Understanding Socratic Ignorance,” ThoughtCo, August 27, 2020, www.thoughtco.com/socratic-ignorance-2670664. (Accessed November, 2021)
- https://reasonandmeaning.com/2019/11/03/socrates-i-know-that-i-know-nothing/. (Accessed November, 2021)
- http://www2.sunysuffolk.edu/pecorip/SCCCWEB/INTRO_TEXT/default.htm .