یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+زه روبوټ یم

زه روبوټ یم

کتاب: زه روبوټ یم

لیکوال: آیزک آسیموف

ژباړه: رحمت شاه فراز

(وروستۍ برخه)

—————–

ثبوت

له سوزن کالوین سره مې په ځمکه باندې د تېرو پنځوسو کلونو د بدلونونو په هکله خبرې کولې.

ډاکټر کالوین وویل: ((زما هغه وخت په یاد دی چې هایپر اټومي ډرایو اختراع شو. دا تر دې ډېر پخوا وو چې موږ په فضا کې د لرې سفرونه جوګه شو او نورو ستورو ته لاړ شو.))

هغې خپله خبره پسې ونیوله: ((تر ۲۰۳۰ کلونو مخکې د ځمکې پر مخ ډېر زیات خلک او ډېر زیات دولتونه وو. او ډېر زیات اقوام هم وو. بالاخره، ټول قومونه له لویو، لویو ډلو سره یو ځای شوو. او سیمې یې جوړې کړې. زه چې وزېږېدم، په دې وختونو کې د امریکې متحده ایالتونه یو قوم وو. مګر اوس د شمالي ټلوالې یوه برخه ده. د دې بدلون مسؤل روبوټونه دي.))

ومې ویل: ((هدف دې ماشینونه دي؟))

هغې وویل: ((هو.)) ناڅاپه يې غږ د خفګان له څپو سره ګډ شو. ((خو ما د ماشینونو په هکله فکر نه کاوه، ما د هغه انسان په باره کې فکر کاوه چې تېر کال ومړ. په اصل کې هغه پخپله خپل مرګ پلان کړی وو. هغه پوهېده چې موږ نور هغه ته اړتیا نه لرو. د هغه نوم سټیفن بیرلې وو.))

د خپلو خبرو په دوام يې وویل: ((بېرلې په ۲۰۳۲ کې د امریکې د دولت غړی شو. ته به هغه وخت د هلکوالي په عمر وې. ستا به په یاد نه وي. بېرلې په ۲۰۳۲ کې د ښاروال په توګه نوماند شو. او د نوموړي ټاکنې ډېرې عجیبه وې…))

ــــــــــ

فرانسیس کوین سیاستمدار وو. نوموړی له لانینګ سره د خبرو اترو لپاره د هغه دفتر ته راغلی وو.

کوین پوښتنه وکړه: ((ډاکټر لانینګ، آیا سټیفن بېرلې پېژنې؟))

لانینګ ځواب ورکړ: ((نه، خو د هغه په باره کې معلومات لرم.))

کوین وویل: ((په راتلونکو ټاکنو کې به هغه ته رایه ورکړئ؟))

لانینګ وویل: ((نه پوهېږم، خبر نه وم چې ټاکنو ته ولاړ دی.))

کوین ځواب ورکړ: ((ممکن هغه زموږ راتلونکی ښاروال شي. اوسمهال هغه یوازې یو وکیل دی. خو….))

لانینګ په بې صبرۍ وویل: ((هو، خو له مانه څه غواړئ؟))

کوین خبره ور تاو کړه: ((زه نه غواړم چې بېرلې ښاروال شي. او زه فکر نه کوم چې د امریکايي روبوټونو شرکت هم غواړي چې دا کار وشي.))

لانینګ وویل: ((پوه نه شوم.))

کوین وویل: ((د بېرلې د ماضي په باره کې هېڅ غیرعادي څه نشته. ابتدايي ژوند يې نورمال وو. په واړه کلي کې را لوی شوی، پوهنتون يې خلاص کړی. په دوه ویشت کلنۍ کې يې ښځه مړه شوې. تر دې لنډه موده وروسته، بېرلې په موټر کې پېښه وکړه.

بیا وکیل شو او دې ښار ته راغی. خو د هغه د ژوند یو اړخ نا اشنا دی. دی هېڅ خوراک نه کوي.))

لانینګ، کوین ته په برګو سترګو وکتل. ډېر زیات حیرانه وو.

کوین خپله خبره بیا وکړه. ((بېرلې اصلاً خوراک نه کوي. هېڅ کله! آیا پوهېږې چې دا څه معنا لري؟))

لانینګ وویل: ((آیا ډاډه يې؟))

کوین وویل: ((هو، تر ننه پورې هېچا هم په خوراک و څښاک نه دی لیدلی. او خوب هم نه کوي.))

لانینګ په څوکۍ کې شاته ډډه ووهله. ویې ویل: ((ته چې کوم څه وایې، امکان نه لري.))

کوین وویل: ((سټیفن بېرلې یو روبوټ دی، ډاکټر لانینګه!))

لانینګ یو ځل بیا وویل: ((دا ناشونې ده.))

لنډه چوپتیا خپره شوه. کوین د چوپتیا پرده څیرې کړه. ((ستا شرکت دې هغه معاینه کړي.))

لانینګ ځواب ورکړ: ((نه، ښاغلی کوین، د امریکايي روبوټونو شرکت يې ولې معاینه کړي؟))

کوین وویل: ((بله لاره نه لرئ. که ستاسو د معایناتو له بشپړېدو مخکې کوم څوک پوه شي چې هغه روبوټ دی، نو ستاسو شرکت ته به ستونزه جوړه شي. د امریکايي روبوټونو شرکت په لمریز نظام کې یوازینی شرکت دی چې پوزیتروني روبوټونه جوړوي او دغه روبوټونه تر ټولو پرمختللي روبوټونه دي، چې تر ننه دا ډول روبوټونه نه دي جوړ شوي. که بېرلې روبوټ وي، بیا نو باید پوزیتروني روبوټ وي. او مسؤل يې د امریکايي روبوټونو شرکت دی.))

لانینګ وویل: ((خو موږ تر ننه پورې داسې روبوټ نه دی جوړ کړی چې کټ مټ د انسان غوندې ښکاري، یانې انسان وزمه روبوټ مو نه دی جوړ کړی.))

کوین وویل: ((آیا دا کار کېدون لري؟ یانې یو څوک کولی شي چې انسان وزمه روبوټ جوړ کړي؟))

لانینګ ځواب ورکړ: ((هو، کېدلی شي. خو اختراع کوونکی يې پوزیتروني مغزو ته اړتیا لري. زموږ روبوټونه چې خرابېږي یا ناکامېږي، نو موږ بیا پوزیتروني ماغزه استعمالوو، یا يې له منځه وړو. همدا زموږ قانون دی. حکومت د امریکايي روبوټونو شرکت مجبوروي چې دا کار وکړي.))

کوین وویل: ((خو ممکن کوم چا به پوزیتروني ماغزه غلا کړي وي او انسان وزمه روبوټ به يې جوړ کړی وي.))

لانینګ چیغه کړه: ((ناممکنه ده!))

کوین په ارامه لهجه وویل: ((دولت او خلک به ډېر ژر تاسو مجبوره کړي چې بېرلې تر ازمایښت تېر کړئ. نو ولې يې اوس نه کوئ؟))

لانینګ ارږمی وایست. ویې ویل: ((سيي ده! بیخي سيي ده!))

ــــــــــ

سټیفن بېرلې څلوېښت کلن وو. ځوان او خوشاله ښکارېده. لانینګ، بېرلې ته وکتل. بېرلې د لانینګ په پوښتنو پورې خندا کوله.

لانینګ تندی ګونځې کړ او ډاکټر کالوین ته يې وکتل، چې د ده څنګ ته ناسته وه.

بېرلې وخندل او ويې ویل: ((ډاکټر لانینګ، ته فکر کوې چې زه هغه …. یم؟ څه؟!))

لانینګ ځواب ورکړ: ((موږ ته ویل شوي چې ته روبوټ یې.))

((یوازې د امریکايي روبوټونو شرکت ځیرک روبوټونه جوړوي، نو موږ باید په حقیقت پوه شو. دا چې ته، یو سیاستمدار، یو روبوټ اوسې، زموږ شرکت ته زیان اړولی شي. دا خبره باید حقیقت ونه لري. او که حقیقت ولري، نو خلک به لاریونونه وکړي او شرکت مو نقصان کوي.))

بېرلې ځواب ورکړ: ((زه پوهېږم، چې دغه فکر لېونتوب دی، خو ته په یوه سخت حالت کې يې. زه درسره څنګه مرسته کولی شم؟))

لانینګ وویل: ((ډېره ساده ده. په یوه رستورانت کې ډوډۍ وخوره، چې خلک دې وویني.))

هغه په خپله څوکۍ کې شاته تکیه ووهله. سوزن کالوین، بېرلې ته وکتل، خو هېڅ یې هم ونه ویل.

بېرلې ښځې ته وکتل. ویې ویل: ((زه فکر نه کوم چې دا کار به وکولی شم. زه ډېر خوب نه کوم، دا رښتیا ده. او هېڅ کله له نورو خلکو سره له خوړو خوند نه اخلم. دا غیر عادي ده، خو هېچا ته هم ضرر نه رسوي. فرانسیس کوین درته دا خبره کړې چې زه روبوټ یم؟ هغه له ځانه چټیات جوړوي. هغه نه غواړي چې زه د یوه ښاروال په حیث وټاکل شم. د هغې د خبرو تر شا اصلي لامل همدا دی.))

لانینګ وویل: ((د هغې خبره به چټیات وي، خو که ته په کوم رسټورانټ کې خواړه وخورې، نو ستونزه به هواره شي.))

بېرلې، سوزن کالوین ته را تاو شو. ((ته ارواپوهه یې او د امریکايي روبوټونو شرکت لپاره کار کوې، کنه؟))

هغې وویل: ((زه د روبوټونو ارواپوهه یم.))

بېرلې وپوښتل: ((آیا روبوټونه له انسانانو نه ډېر زیات توپیر لري؟))

په سوړ انداز يې ځواب ورکړ: ((له یوې مخې سره توپیر لري.))

بېرلې وموسل: ((ډاکټر کالوین، فکر کوم چې له ځان سره مو یو څه خواړه هم راوړي.))

کالوین وویل: ((حیرانه مو کړم، ښاغلی بېرلې.)) خپل بکس يې پرانیست او یوه مڼه یې ترې را وایسته. مڼه يې په پټه خوله هغه ته ورکړه.

لانینګ په غور ورته کتل، بېرلې په ارامه مڼه وخوړله.

سوزن کالوین وویل: ((د مڼې خوراک دا نه ثابتوي چې ته روبوټ یې که انسان.))

بېرلې په موسکا وویل: ((رښتیا یې نه ثابتوي؟))

کالوین وویل: ((بالکل نه، هغې د امریکايي شرکتونو مدیر ته مخ کړ. ډاکټر لانینګ که ښاغلی بېرلې انسان وزمه روبوټ وي، نو دی يې ډېر عالي موډل دی. د هغه د مخ جوړښت ته وګوره، پوستکی او سترګې يې. که دی روبوټ وي، نو زما هیله ده چې د امریکايي روبوټونو شرکت به جوړ کړی وي. دی بیخي بشپړ دی. او یو بشپړ انسان وزمه روبوټ د دې وړتیا لري چې خوراک وکړي.))

لانینګ په غوسه وویل: ((زه لېونی نه یم. ماته هېڅ توپیر نه کوي چې بېرلې انسان دی که نه. زه غواړم خپل شرکت وژغورم. همدا یوازینی شی دی چې په ما پورې اړه لري. هغه باید په یوه رسټورانټ کې پوره خواړه وخوري. هغه وخت به خلک د ده په اصلیت پوه شي.))

بېرلې وویل: ((ډاکټر لانینګ، کوین او زه دواړه غواړو چې انتخابات وګټو. کوین غواړي چې زما مخه ونیسي. که هغه ما روبوټ بولي، نو بولي دې. خو هغه هېڅ کله دا په ثبوت نه شي رسولی چې زه یو روبوټ یم.))

ــــــــــ

بېرلې کور ته را ورسېد او د ناستې خونې ته لاړ. په ټېر داره څوکۍ کې ناست سړي ورته وکتل او ویې خندل.

بېرلې وموسل او د سړي په اوږه يې لاس کېښود.

سړي وویل: ((ناوخته دې کړه، سټیفه.)) غږ يې کمزوری وو او په مخ يې څو ټپونه وو.

بېرلې وویل: ((بښنه غواړم، جان. یوه ستونزه لرم او ممکن ستا مرستې ته اړتیا ولرم.))

بېرلې خبره وغځوله: ((راځه چې انګړ ته ووځو. ښایسته ماښام دی.))

جان یې له څوکۍ را پورته کړ. انګړ ته يې یووړ، په احتیاط يې په یخو وښو کېناوه.

جان وویل: ((خپله ستونزه دې راته ووایه.))

((کوین د خپلو ټاکنو کمپاین پیل کړی او هر چاته وايي چې زه روبوټ یم.))

جان ځواب ورکړ: ((ته څنګه خبر شوې؟))

 ((د امریکايي روبوټونو له شرکت نه دوه کسان زما لیدو ته راغلي وو، هغوی راته وویل.))

((نو ته څه کوې، سټیفه؟))

بېرلې ځواب ورکړ: ((زه یو پلان لرم، غوږ ونیسه او راته ووایه چې کار به ورکړي که نه.))

ــــــــــ

فرانسیس کوین، الفریډ لانینګ ته وکتل. دې سیاستمدار وویل: ((بېرلې دروغ وايي)).

لانینګ وپوښتل: ((که ستا خبره غلطه وي، بیا به څه کوې؟ موږ پخپله سترګو ولیده چې مڼه یې وخوړه. هغه روبوټ نه دی، دغه کیسه ټول چټیات دي.))

کوین له کالوین نه پوښتنه وکړه: ((فکر کوې چې بېرلې انسان دی؟ لانینګ راته وویل چې ته د روبوټونو متخصصه یې.))

سوزن کالوین په ځلانده، غټو سترګو کوین ته وکتل.

هغې وویل: ((یوازې دوه لارې دي چې دا راته په ډاګه کړي چې بېرلې روبوټ دی. باید د هغه بدن ته دننه ور ننوځې، یا یې ذهن مطالعه کړې. د هغه د بدن د داخلي مشاهدې لپاره یا کولی شې پرې يې کړې او یا له اکسرې وړانګې ګټه واخلې او د دې لپاره چې پوه شې چې د هغه ذهن په څه ډول له انساني ذهن نه متفاوت دی، کولی شې د هغه ذهن مطالعه کړې. که بېرلې پوزیتروني روبوټ وي، نو باید د روبوټپوهنې درې قوانینو ته غاړه کېږدي. ښاغلی کوین، له دې قوانینو نه خبر يې؟))

کوین ځواب ورکړ: ((په اړه مې يې اورېدلي دي.))

ارواپوهې وویل: ((که بېرلې له درې واړو نه له یوه هم سرغړونه وکړي، نو روبوټ نه دی. خو، که ټولو ته غاړه ږدي، بیا نو روبوټ کېدلی شي. او یا به نو یو ډېر ښه انسان وي. د یوه عالي روبوټ او د ډېر فاضل انسان ترمنځ توپیر کول، ناشونی کار دی.))

کوین وویل: ((نو دا هېڅ کله په ثبوت نه شې رسولی چې بېرلې روبوټ دی که نه. هدف دې همدا دی، ډاکټر کالوین؟))

((ممکن دا به درته په ډاګه کړم چې هغه روبوټ نه دی.))

کوین وویل: ((زه نه غواړم چې ته دا کار وکړې. ډاکټر لانینګ، آیا د یوه انسان وزمه روبوټ جوړول امکان لري؟))

لانینګ ځواب ورکړ: ((هو.))

کوین وویل: ((بیا به نو وګورو چې د ښاغلي بېرلې دننه څه دي؟)) او له دې خبرې سره پاڅېدله.

لانینګ سوزن کالوین ته مخ کړ. ((ولې دې….؟))

کالوین په زیږ غږ وویل: ((ستا لپاره دروغ نه شم ویلی.))

لانینګ وپوښتل: ((خو هغه وخت به څه کوو چې بېرلې را وسپړل شي او موږ پوه شو چې هغه روبوټ دی؟))

کالوین وویل: ((دا کار به هېڅ کله هم نه کېږي. بېرلې هم د کوین هومره چالاکه دی. په اصل کې که وګورو، تر کوین ډېر هوښیار دی.))

ــــــــــ

د انتخاباتي کمپاین تر پیل یوه اونۍ دمخه، د سټیفن بېرلې په هکله خبري راپورونه ورکول کېدل. ویل کېدل چې ممکن بېرلې یو روبوټ وي. لومړی خلکو پرې وخندل. خو بیا یې ورو، ورو پوښتنې راپورته کړې.

((آیا دا امکان لري؟ که دا کیسه حقیقت ولري، نو ډېر بد کار به وي!))

خلکو لاریونونه را وایستل. ساتونکي د امریکايي روبوټونو د شرکت د دفترونو مخې ته ودرېدل. پولیسو د سټیفن بېرلې د کور ساتنه پیل کړه.

د هاروې به نوم یو مفتش له دوو پولیس افسرانو سره د بېرلې کور ته راغی. په لاس کې يې سند نیولی وو. ویې ویل: ((ښاغلی بېرلې، ستاسو د کور تلاشي ته راغلي یو.)) بېرلې ته يې کاغذ په لاس کې ورکړ. ((دا د تلاشۍ امر دی. موږ اجازه لرو چې ستاسو په کور کې د میخانیکي انسانانو یا روبوټونو لپاره تلاشي وکړو.))

بېرلې اجازه لیک ته وکتل. ويې ویل: ((ډېر ښه، تلاشي يې کړئ.))

افسرانو د کور تلاشي پیل کړه. هاروې بېرلې ته مخ واړاوه. ویې ویل: ((ښاغلی بېرلې، موږ باید تاسو هم تلاشي کړو.))

بېرلې وپوښتل: ((هدف دې دا دی چې باید اکسرې مې واخلې؟ صبر چې اجازه لیک بیا درته ولولم.)) سند ته یې وکتل. ((دغه سند وايي چې تاسو زما کور تلاشي کولی شئ. دا يې نه دي لیکلي چې تاسو زما اکسرې هم اخیستلی شئ.))

هاروې په خندا ځواب ورکړ: ((تاسو له قانون نه ښه خبر یاستئ.)) بیا یې خپلو افسرانو ته غږ کړ او لاړل. موټر ته چې ورسېدل، هاروې له خپل جېب نه یوکوچنی ماشین را وایست. د ماشین پرمخ سکرین ته یې وکتل. لومړی ځل وو چې هاروې اکسرې انځور اخیستی وو.

ــــــــــ

کوین له بېرلې سره ویډیويي اړیکه ټینګه کړه. ویې ویل: ((ټولو ته وایم چې ته ځانګړې جامې اغوندې چې د اکسرې مخه نیسي. نو دوی به پوه شي چې هغوی ستا اکسرې انځورونه نه شي اخیستلی.))

بېرلې په ارامه ځواب ورکړ: ((نو له دې سره به زه څه ستونزه ولرم؟))

کوین ځواب ورکړ: ((ځکه چې خلک به وايي چې ته له اکسرې وېرېږې. خلک به وايي چې ته کوم راز ورنه پټوې.))

بېرلې وویل: ((او خلک به په دې هم پوه شي چې تا قانون تر پښو لاندې کړی. دوی به پوه شي چې تا له اجازې پرته یو کار کړی. کله چې زه وټاکل شم، خلک به وویني چې زه رښتینی او ایمانداره سړی یم. دوی به وګوري چې زه له هېڅ قانون نه سرغړونه نه کوم.))

کوین په منفي انداز وویل: ((کله چې ستا کور تلاشي کېده، د یوه نفر درک نه وو.))

بېرلې وویل: ((هو، زما پخوانی استاذ. هغه له ماسره اوسېږي، خو اوس تللی دی. ناروغه وو. په کلي کې ارام کوي.))

کوین وپوښتل: ((دغه سړی ساینسپوه دی؟))

بېرلې وویل: ((هغه پخوا یو وکیل وو، خو بیا یې پېښه وکړه. اوس بایوفزیک لولي. دولت هغه ته د دې کار اجازه کړې ده.))

کوین وپوښتل: ((او ستا دغه … استاذ… د روبوټونو په هکله په څه پوهېږي؟ آیا روبوټ جوړولی شي؟ آیا د دې وس لري چې پوزیتروني ماغزه ترلاسه کړي.))

بېرلې ځواب ورکړ: ((د امریکايي روبوټونو د شرکت له ملګرو نه دې پوښتنه وکړه. هغه به معلومات درکړي.))

کوین وویل: ((زه فکر کوم چې ستا استاذ، اصلي سټیفن بېرلې دی. او زه فکر کوم چې ته هماغه روبوټ یې چې هغه پنځولی.))

بېرلې وویل: ((رښتیا؟ نو بیا يې ثباته کړه.))

کوین وویل: ((په کلي کې به ستا د استاذ کور تلاشي کړو، زه ډاډه یم چې هله به په حقیقت خبر شو.))

بېرلې وویل: ((زما استاذ ناروغه دی، او له پولیسو نه د تلاشۍ اجازه نامه اخیستل به سخته وي.))

څو شېبې وروسته، کوین بیا وغږېده: ((خپل ټاکنیز کمپاین دې ودروه، بېرلې. نه یې شې وړلی.))

بېرلې وویل: ((فکر کوم چې وړلی یې شم.))

کوین وویل: ((د روبوټپوهنې له درې قوانینو څخه یو يې مات کړه. نو دا به ثابته شي چې ته روبوټ نه یې. خو ته له درې قوانینو څخه یو هم نه شې ماتولی، نو خلک به په دې یقیني شي چې ته روبوټ یې.))

ــــــــــ

تر ټاکنو یوه اونۍ دمخه، د بېرلې ښوونکی له کلي بېرته راستون شو. خو نوموړی د بېرلې کور ته رانه‎غی، بلکې موټر د ښار یوې بلې برخې ته یووړ.

بېرلې ورته وویل: ((تر څو چې ټاکنیز کمپاین پای ته رسېږي، همدلته اوسه.))

جان وویل: ((فکر کوې چې کوم خطر دی؟))

بېرلې وویل: ((نه. د کوم خطر اندېښنه نه لرم. خو که ته دلته اوسې، نو لږ تر لږه ستا په اړه به اندېښمن نه یم. په کلي کې خو به چا ستونزه نه وي درته جوړه کړې؟))

 ((نه.))

 ((نو هر څه ښه سرته ورسېدل؟))

 ((هو، هېڅ ډول مشکل به نه وو.))

 ((ښه نو، په ځان پام کوه او سبا ته ټلویزون وګوره.))

ــــــــــ

لینټن، چې د بېرلې د ټاکنیز کمپاین مدیر وو، اندېښمن برېښېده. د لینټن وظیفه خورا پېچلې وه. بېرلې به د لینټن مشورو ته غوږ نه نیوه.

بېرلې وویل: ((زه له خلکو سره خبرې کوم.))

لینټن په اندېښنه وویل: ((نه يې شې، سټیفه! په ښار کې ډېر زیات لاریونوال دي. هېڅ څوک به دې دلایلو ته غوږ ونه نیسي. کوین ډېر زیات پارولي او وېرولي دي. ستا لپاره ډېر زیات خطر دی.))

بېرلې وویل: ((ماته هېڅ خطر نشته.))

لینټن يې خبره تکرار کړه: ((خطر نشته؟ د سرک په سر پنځوس زره لاریون کوونکي دي، او غواړي چې ټول روبوټونه له منځه یووړل شي. دوی فکر کوي چې ته روبوټ یې، نو غوږ درته نه نیسي، بلکې برید به درباندې وکړي!))

ــــــــــ

ټوله لاره د خلکو له ګڼې ګوڼې ډکه وه. او میلیونونو خلکو په ټلویزونونو هم لیدل. د ټاکنو خبرونه په ټوله نړۍ کې خپاره شوي وو. ټولو غوښتل چې په دې پوه شي چې کوین رښتیا وايي که نه. آیا سټیفن بېرلې روبوټ دی که انسان؟

خلکو له غوسې چیغې وهلې او شعارونه یې ورکول. بېرلې خپلو خبرو ته دوام ورکړ، خو هېچا هم غوږ نه ورته نیوه.

ناڅاپه بېرلې د ګڼه ګوڼې مخې ته یو ډنګر سړی ولید، هغه غوښتل چې بېرلې ته کوم څه ووايي.

بېرلې مخې ته ور ټیټ شو. ویې ویل: ((غږ دې نه اورم. دلته راشه. که کومه پوښتنه لرې، نو زه به يې ځواب درکړم.))

ګڼه ګوڼې چې له اندامه وچ سړی د بېرلې په خوا کې ولیده، ورو، ورو غلي شول. بالاخره بشپړه چوپتیا خپره شوه.

بېرلې وپوښتل: ((کومه پوښتنه لرې؟))

ډنګر نفر بېرلې ته په ځیر وکتل. چیغه یې کړه: ((ته وايې چې ته روبوټ نه یې. نو ثابته يې کړه. په ما وار وکړه. ته په ما وار نه شې کولی، …. رذیله!))

ټول په تمه وو او د صحنې ننداره يې کوله.

بېرلې وویل: ((زه ولې په تا وار وکړم، هېڅ لامل يې نه لرم.))

ډنګر سړي په زوره وخندل. چیغه يې کړه: ((ته ما نه شې وهلی. نه مې شې وهلی. ته انسان نه یې. شیطان یې.))

سټیفن بېرلې ناڅاپي حرکت وکړ. د ګڼه ګوڼې په وړاندې او د میلیونونو هغو خلکو په مخکې چې په ټلویزون یې دا صحنه لیدله، سټیفن په سړي وار کړ. لاس يې پورته کړ او ډنګر سړی يې په خوله وواهه. سړی په ځمکه را وغورځېده.

بېرلې وویل: ((بښنه غواړم.)) په ارامه یې سړی پورته کړ او ساتونکو ته يې مخ کړ. ((هیله کوم دننه يې ننباسئ. زه غواړم وروسته ورسره خبرې وکړم.))

سوزن کالوین ولیدل چې بېرلې سړی وواهه. هغې موټر تاو کړ او روانه شوه. شېبه وروسته، یوه خبریال د روبوټونو په ارواپوهې پسې منډه کړه او پوښتنه يې ترې وکړه.

هغې ځواب ورکړ: ((هو، دی انسان دی.))

خبریال سمدستي له هغه ځایه لاړ. د بېرلې پاتې وینا هیچا هم وانه ورېده.

ــــــــــ

ډاکټر کالوین او سټیفن بېرلې یو ځل بیا هم سره ولیدل. دغه لیدنه يې د بېرلې تر ښاروال کېدو یوه اونۍ مخکې وه. او د شپې ناوخته مهال وو.

کالوین وویل: ((ستړی نه ښکارې.))

بېرلې وموسل. ((کوین ته دا خبره مه کوه، که نه نو تر اوږدې مودې به خوب ونه شم کړای.))

ځواب یې ورکړ: ((نه يې ورته وایم، خو د کوین تیوري هم دلچسپه وه. خبره يې رښتیا وه؟))

ځواب يې ورکړ: ((د هغې د تیورۍ ځینې برخې رښتیا وې. سټیفن بېرلې ځوان وکیل وو. غوښتل يې چې ټول انسانان ښه ژوند وکړي. له سیاست سره يې ډېره علاقه لرله. په استدلال کې ډېر تکړه وو. په بایوفزیک کې هم ډېر ښه وو. خو سټیفن بېرلې یوه ډېره ناوړه پېښه وکړه او ډېر سخت ټپي شو. په مخ او بدن یې ډېر ټپونه درلودل. له پېښې څه موده وروسته، نادرکه شو. نه پوهېږم څنګه، خو پوزیتروني مغز يې ترلاسه کړل او یو بدن يې ورته جوړ کړ. ده تر ټولو پرمختللی روبوټ جوړ کړ او دا یې ور وښودل چې د ده غوندې شي. په دې ماشین يې سټیفن بېرلې نوم کېښود او نړۍ ته يې را وباسه. بېرلې پخپله په خپل پټنځای کې وو او استاذ شو. هغه هېچا هم نه دی لیدلی…))

کالوین په بیړه وویل: ((نو تا چې په هغه سړي وار وکړ، نو د کوین تیوري له منځه لاړه. دا کار څنګه وشو؟))

بېرلې ځواب ورکړ: ((بېرلې په دې کیسه نه پوهېږي، خو هغه له ماسره مرسته وکړه. زما کسانو خلکو ته وویل چې ما تر ننه پورې څوک نه دي وهلي. زما خلکو ویل: «که سټیفن بېرلې په کوم چا له وار کولو ډډه وکړي، نو دا به په دې معنا وي چې هغه روبوټ دی.» دا زما پلان وو او زما خلکو ټولو ته همدا خبره وکړه. ورپسې مې یوه وینا برابره کړه. زما ګومان دا وو چې یو څوک به هرومرو د روبوټپوهنې د قوانینو په تړاو ما ازمايي، او کوم څوک به رانه غواړي چې وار پرې وکړم. هغه همدا کار وشو. او له هغه وروسته زه بریالی شوم.))

د روبوټونو ارواپوهې سر وخوځاوه. ویې ویل: ((زما روبوټونه خوښېږي، او تر انسانانو مې هم ډېر خوښېږي. زه فکر کوم چې روبوټ به ډېر تکړه سیاسي پوه وي. روبوټ به رښتینی وي، احتیاط به کوي او له انصافه به کار اخلي. او د دې وړتیا به نه لري چې انسانانو ته زیان ورسوي. روبوټ به یو ډېر عالي رهبر وي.))

بېرلې وویل: ((خو روبوټ ممکن له دې امله ماتې وخوري چې ماغزه يې د انسان د مغزو په کچه پېچلي نه دي.))

کالوین وویل: ((خلک مشورې ورکولی شي. حتی انساني سیاستمداران هم له مشاورینو پرته مخته نه شي تللی.)) بیا يې وخندل.

بېرلې وویل: ((ولې خاندې، ډاکټر کالوین؟))

ځواب يې ورکړ: ((ځکه چې د ښاغلي کوین د تیورۍ یوه مهمه برخه غلطه وه.))

بېرلې وپوښتل: ((هدف دې څه دی؟))

کالوین وویل: ((کوین یو مهم شی هېر کړي.))

بېرلې وویل: ((پوه نه شوم.))

ډاکټر کالوین له ځایه پاڅېده. ویې ویل: ((یوازې یو وخت دی چې روبوټ په انسان وار کولی شي، بې له دې چې لومړی قانون مات کړي. یوازې یو ځل.))

بېرلې وپوښتل: ((او هغه کله؟))

ډاکټر کالوین د دروازې په لور لاړه. ويې خندل او ورو يې وویل: ((کله چې هغه سړی، یو بل روبوټ وي. خدای پامان، ښاغلی بېرلې. له نن نه پنځه کاله وروسته، د منطقوي همغږي کوونکي د پوست لپاره ټاکنې کېږي. په دې هیله چې ته ورته بریالی شې.))

ــــــــــ

سوزن کالوین ته مې وکتل. د وېرې څپو په سر اخیستی وم. پوښتنه مې وکړه: ((بېرلې په رښتیا روبوټ وو؟))

ځواب یې ورکړ: ((هېڅ کله هم سل په سلو کې دا خبره نه شو کولی. زه فکر کوم چې هغه روبوټ وو. خو کله چې بېرلې ومړ، بدن یې له منځه یووړل شو. هېڅ څوک به دا ثابته نه کړي چې هغه روبوټ وو که انسان. په هر حال، دا دومره مهمه نه وه، که څنګه؟))

ومې ویل: ((سمه ده.))

کالوین وویل: ((سټیفن بېرلې ډېر ښه ښاروال وو. پنځه کاله وروسته سټیفن په رښتیا هم منطقوي همغږی کوونکی شو او چې په ۲۰۴۴ کال کې د ځمکې هېوادونو فدراسیون جوړ کړ، نو دی لومړنی نړیوال همغږی کوونکی شو. او تر دې مهاله پورې، هر څه د ماشینونو په کنټرول کې وو.))

ډاکټر کالوین چې پاڅېدله، ويې ویل: ((ټوله کیسه همدومره وه. په خپلو سترګو مې ولیدل چې روبوټونه په څه ډول جوړېږي. په پیل کې دوی خبرې نه شوی کولی او انسانانو به دوی ته هدایات ورکول. اوس روبوټونه ډېر زیات هوښیار او پیاوړي شوي او پخپله د انسانانو ژوند کنټرولوي. اوس دا پرېکړه ماشینونه کوي چې څوک باید ژوند وکړي او څوک ومري. زما عمر تېر دی او ستړې شوې یم. زما ژوند به ډېر ژر پای ته ورسېږي. ځوانه، ته به نور هم ډېر څه ووینې چې څه پېښېږي.))

ما سوزن کالوین بیا هېڅ کله ونه لیده. کالوین تېره میاشت، د دوه اتیا کلو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب