شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهکرزي له طالبانو څخه په مکرر ډول وغوښتل چې کنګل شوې شتمني...

کرزي له طالبانو څخه په مکرر ډول وغوښتل چې کنګل شوې شتمني مصرف نه کړي

تاند (دوشنبه/د دلواغې ۲۴مه) — د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله یوه وروستۍ وینا کې له طالب مشرانو څخه په تکرار سره وغوښتل چې په متحدو ایالاتو کې کنګل شوې د افغانستان زېرمه مصرف نه کړي.

ښاغلي کرزي د افغانستان د شتمنۍ د وېشلو په هکله د متحدو ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د اجرائي حکم د ننګولو په مناسبت په خپله یوه وینا او مطبوعاتي کانفرانس کې وویل چې دا شتمني چې طلا او بهرني اسعار په کې شامل دي د افغانۍ پشتوانه ده او که مصرف شي د افغانیو شا به تشه شي او بیا به په هېڅ صورت خپل موجود ارزښت ونه ساتلی شي.

پخواني ولسمشر په متحدو ایالاتو او نورو نړۍ والو مالي موسساتو کې د افغانستان کنګل شوې شتمني د حکومتونو نه بلکې د افغان ولس امانت یاد کړ او ویې ویل، امریکا حق نه لري چې د افغانستان په امانت کې خیانت وکړي، چاته یې خیرات او غرامت ورکړي او دا کار یې ماشومانه وباله چې د افغانستان خپلې پيسې دې بېرته افغانستان ته د مرستو په بڼه ورکول شي.

په افغانستان کې د طالبانو په لاس د پخواني جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته د دغې ډلې لوی ملاتړي پاکستان هڅې پیل کړې چې د افغانستان د ولس کنګل شوې شتمنۍ راخلاصې شي او طالبان یې دې ته هڅول چې مصرف یې کړي خو د مالي چارو پوهان وایي چې دا شتمني د افغانیو پشتوانه ده چې باید په هېڅ صورت ونه لګول شي.

کتونکي وایي، پاکستان دا هڅې د افغانۍ د ثبات د له منځه وړلو لپاره کولې او غوښتل یې چې د افغانستان را خلاصېدونکي ډالر او نور بهرني اسعار د قاچاق په بڼه ترلاسه کړي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم د جو بایډن وروستۍ پرېکړه ستایلې او په بشپړه سپین سترګۍ یې وویل چې له نشت نه ۳.۵ میلیارده ډالر بهتر دي.

که څه هم چې په ښاغلي کرزي باندې د هغه د واکمنۍ پر وخت د هغه د ځینو تېروتنو له امله نیوکې کېږي، خو ویل کیږي چې نوموړی په سیاسي لحاظ او په واک کې د خپلې دیارلس کلنۍ تجربې په اساس په ډېرو مسایلو پوه دی او د سیمې او نړۍ او په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو په چلوټو یې په اسانه سر خلاصېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب