لیکنه: نورالحق《محمدي》
سریزه:
وردګ ولایت لکه افغانستان د وردګ د لوی او مېړني قوم په نوم ددې ولایت د جوړښت له فکر او ایجاد سره سم نومول شوی دی، لکه څرنګه چې افغانسان د یو لوی، میړني او توریالي قوم پښتون یا افغان په نوم جوړ او نومول شویدی همداسې وردګ ولایت هم د وردګ په نوم د افغانستان د یو شمېر نورو ولسوالیو لکه ځاځي آریوب، ځاځي میدان، شینواري، لجه منګل، پښتون کوټ او داسې نورو په شان د هغه قوم چې د ولایت لوی اکثریت تشکیلوي جوړ شویدی، لکه څرنګه چې په افغانستان کې د پښتنو تر څنګ تاجک، ازبک، ترکمن، هزاره، نورستاني، پشه اي، براهوي، ایماق، عرب، ګجر، قزلباش، بلوڅ او پامیریانو په ګډون۷۲ نور ستر او باعزته قومونه اوسېږي او ټول یو له بل سره د وروڼو په شان تر یو بیرغ لاندې د افغان په نوم ژوند کوي همداسې په پورته یادو شوو ولسوالیو کې نه تنها داچې د هغه درانه قوم بلکه د نورو درنو او وړوڼو قومونو خلک هم ژوند کوي خو هېڅ وخت د نورو قومونو خلکو ندي ویلي چې موږ د دې قوم څخه نه یو او زموږ ولسوالي د پلاني قوم په نوم ده نو دا نوم باید بدل شي، وردګ هم د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې څخه دی او وردګ نه تنها داچې د یوه دارنه، علم پروره او ميړنی قوم نوم دی بلکه یو ستر هویت او پېژندل شوې جغرافیه ده او په دې جغرافیه کې د مېشت قومونو اوسېدونکي ټول د وردګ په نوم یادېږي.
وردګ ولایت چې په ۱۳۴۳ کال کې د اعلیحضرت محمدظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال جوړ شویدی له هغه مهاله تر اوسه پورې په ټولو نافذه قوانینو، مقررو، اساس دفترونو، ملي آرشیف، دولتي اسنادونو، ملي او نړیوالو نقشو، کدستري او املاکي سندونو، الکترونیکي او کاغذي تذکرو، د موټرو پلېټونو، پاسپورټونو او نورو ټولو اسنادونو کې د وردګ په نوم نومول او منل شویدی داچې هغه مهال ولې د وردګ په نوم دا ولایت او جغرافیه نومول شویده علتونه یې دادي چې ددې جغرافیې او ولایت ۷۰ سلنه وګړي د وردګ ستر او باعزته قوم څخه دي همدارنګه د وخت د حکومتونو لخوا ددې لپاره چې د ولایت په مرکزیت او نوم باندې ټول اوسېدونکي توافق او رضایت ولري د حکومت لخوا د ولایت مرکز د مرکزي سیمې پرځای د کوټ عشرو په نوم یوه غیر مرکزي سیمه ټاکل شوېده او وروسته د کوټ عشرو پر ځای ولایت د کابل په دروازه کې پروت میدان ښار نومي سیمې ته انتقال شویدی چې د مرکزیت ګټه او کریدت ټول د یوې سیمې درنو خلکو ته کوم چې په میدان ښار او یا هم میدان ښار ته نږدې هستوګن دي رسېدلې ده او په مقابل کې یې د ولایت نوم د وردګ په نوم نومولی دی چې په دې سره د وردګ ولایت ټولو وګړو او مېشتو قومونو توافق کړی دی.
وردګ ولایت نه تنها داچې په ۱۳۴۳ او یا هم له ۱۳۴۳ کال وروسته د وردګ په نوم نومول شویدی بلکه دا جغرافیه له لمړیو څخه د وردګ په نوم وه چې په دولتي او رسمي اسنادونو کې داحمدشاه بابا له دورانه را نیولې، د امیر شیرعلی خان پروخت هم د کابل ولایت اړوند دوهمه درجه حکومت په وردګو کې موجود وو او تر نن پورې د وردګ په نوم ده، چې د بېلګې په توګه د ۱۳۰۰ کال د اعلیحضرت امیر امان الله خان د دوران د (نظامنامه تقسیمات ملکیه افغانستان) حقوقي او قانوني سند ته اشاره کوم چې ددې سند پر بنسټ په هغه وخت کې افغانستان په ۵ ولایتونو ویشل شوی وو او ۴ اعلی حکومتونه موجود وو، ولایتونه لکه د کابل ولایت، قندهار ولایت، هرات ولایت، ترکستان ولایت او د قطغن او بدخشان ولایتونه وو او اعلی حکومتونه لکه د شرق طرف اعلی حکومت، د جنوب طرف اعلی حکومت، د فراه اعلی حکومت او د میمنې اعلی حکومت موجود وو ددې ستر او تاریخی سند پربنسټ د کابل په ولایت کې لاندې حکومتونه موجود وو:
الف. د کابل حکومت، ب. د سمت شمال لوی حکومت، ج. د غزنین لوی حکومت، د. د دایزنګي لوی حکومت.
د دې ستر او تاریخي سند په څلورمه پاڼه کې راغلي دي چې:
په وردګ کې دوهمه درجه حاکم حکومت کوي چې د وردګ دوهمې درجې حکومت اړوند علاقه دارۍ لکه جغتو، دایمیرداد، دره شنیز الی شش ګاو، میدان دوهمه درجه علاقه دارۍ موجودې دي چې ددې علاقه داریو تر امر لاندې تکانه، جلرېز، سرچشمه، اونۍ، دایمیرداد، غزنین، سنګلاخ او صدمرده موجود دي چې د دوهمه درجه علاقه دارانو لخوا اداره کېږي.
د تېر حکومت په وروستۍ کلونو کې یو شمېر کسان چې په اصل کې یې سیاسي موخې درلودلې ځینې کلونه به یې د وردګ ولایت د نوم پر سر سړکونه بندول او یا به یې دولتي ادارې بندولې، ورځې ورځې به خلک له عامه خدمتونو محروم وو او د کابل کندهار په لاره تلونکو مسافرو ته به یې لاره نه ورکوله، د ولایت اوسېدونکو او یو شمېر احساساتي ځوانانو ته به یې دا نارې وهلې چې د ولایت اصلي نوم میدان وردګ دی حکومت باید د وردګ په ځای میدان وردګ وکاروي خو په اصل کې به ددوی موخه د امتیاز او باج اخیستل وو، کله به چې حکومت امتیاز ورکړ بیا به غلي کښېناستل نه به د ولایت د نوم او نه به د بل څه غم ورسره وو، یوازې خپلې د غصب دوسیې به یې په ادارو کې بندې وساتلې، په دې وروستیو کې د افغانستان اسلامي امارت د وزیرانو شورا ته د یو شمېر چارواکو په مرسته د وردګ ولایت د نوم په اړه غلط معلومات او جعلي اسنادونه وړاندې شویدي او هغوی ته داسې ښودل شویدي چې ددې ولایت نوم په اصل کې میدان وردګ دی او په ټولو رسمي سندونو کې هم میدان وردګ لیکل کېږي، یوازې په الکترونیکي تذکرو کې وردګ دی چې دا هم باید واړول شي، د وزیرانو شورا چې په هغو کسانو یې باور درلود دوی فکر کړیدی چې دا کسان به رښتیا وایي، له تحقیق او څېړنې پرته یې په (۱۴) ۲۲/۹/۱۴۰۰ ګڼه او نېټه مصوبه کې پرېکړه کړې چې د وردګ ولایت نوم د پخوا په څېر میدان وردګ تصویب دی، د احصائیې ملي ادارې ته دنده سپارل شوېده چې دیاد ولایت اوسېدونکو ته د میدان وردګ په نوم تذکرې توزېع کړي.
حال داچې د یاد ولایت نوم له پخوا څخه وردګ دی او د وزیرانو شورا ته د یو شمېر با نفوده لوړ پوړو کسانو لخوا غلط معلومات او اسنادونه وړاندې شوی دي.
د وردګ ولایت د تاریخي نوم په اړه دولتي او رسمي سندونه چې د ولایت نوم پکې روښانه دی:
1- د افغانستان د ملکي تقسیماتو نظامنامه (نظامنامه تقسیمات ملکیه افغانستان) څلورمه پاڼه د وردګ په نوم دوهمه درجه حکومت، کال ۱۳۰۰ ه. ل.
2- د افغانستان د ملکی تقسیماتو نظامنامه (نظامنامه تقسیمات ملکیه افغانستان) دریمه پاڼه د وردګ په نوم دوهمه درجه حکومت، کال ۱۳۰۱ه. ل.
3- د افغانستان د ملي شورا د وکیلانو د ټاکنو اصول (اصول انتخابات وکلای شورای ملی افغانستان) آتمه پاڼه، وردګ ، تاریخ صحه حضور مبارک پادشاهی ۲۸ سنبله ۱۳۰۹، د چاپ نېټه عقرب، کال ۱۳۳۰ ه. ل.
4- د شورا د انتخاباتو قانون (قانون انتخابات شورا) ضمیمه، ۱۴مه پاڼه دریم بند د وردګو ولایت، د افغانستان د پادشاهي دولت رسمي خپرونه، رسمي جریده، دریمه ګڼه، پرلپسې شمېره (۲۵)، د ثور میاشتې ۲۱مه نېټه، کال ۱۳۴۴ه. ل.
5- د اساسي د تشکیلاتو قانون (قانون تشکیلات اساسي) ۴۴ ماده، ۳ بند، ۱۳ پاڼه د وردګ ولایت، د افغانستان د پادشاهي دولت رسمي خپرونه، رسمي جریده، ۱۵ مه ګڼه، پرلپسې شمېره (۳۷) د میزان میاشتې ۲۰مه نېټه، کال ۱۳۴۴ ه. ل.
6- د جیودېزۍ، کارتوګرافۍ او کدستر د ملي ادارې له لارې له ۱۳۴۴ څخه تر ۱۳۵۷ کال پورې د ټول هېواد د کدستري سروې اسنادونه او نقشې او د وردګ ولایت په نوم د وردګ ولایت د دولتی او شخصي ځمکو سروې او اړوند اسنادونه او نقشې. کال ۱۳۴۴- ۱۳۵۷ ه. ل.
7- عدلیې وزارت ته د عظمی صدارت د ۲۰/۴/۱۳۴۷ نېټې (۱۱۷۲) ګڼه فرمان (فرمان ۱۱۷۲ مؤرخ ۲۰/۴/۱۳۴۷ صدارت عظمی عنوانی وزارت عدلیه) څلورمه پاڼه د وردګ ولایت، د افغانستان د پادشاهي دولت رسمي خپرونه، رسمي جریده، لسمه ګڼه، پرلپسې شمېره (۱۱۱) د اسد میاشتې ۳۱ مه نېټه، کال ۱۳۴۷ ه.ل.
8- د ملي شورا د دیارلسمې دورې د ټاکنو پایلې ( نتایج دوره سیزدهم شورا) مشرانو جرګه دریمه پاڼه، ولسي جرګه پنځمه پاڼه، د افغانستان د پادشاهي دولت رسمي خپرونه رسمي جریده، ۱۵ ګڼه پرلپسې شمېره (۱۴۱) د میزان میاشتې ۱۳مه نېټه، کال ۱۳۴۸ ه. ل.
9- د صدارت عظمی مقام د ۷/۳/۱۳۴۹ نېټې (۵۷۰) ګڼه فرمان ( فرمان نمبر ۵۷۰ مؤرخ ۷/۳/۱۳۴۹ مقام منبع صدارت عظمی)، شپږمه پاڼه، د وردګ ولایت، د افغانستان د پادشاهي دولت رسمي خپرونه، رسمي جریده، پرلپسې ګڼه (۱۵۹)، کال ۱۳۴۹ ه. ل.
10- د افغانستان د کلیو اطلس( اطلس قریه های افغانستان) ۱۲۲مه پاڼه د وردګ ولایت، لمړی جلد، کال ۱۳۵۳ ه. ل.
11- د لوګر، وردګ، او کاپیسا په کچه د دریو اداري واحدونو د تأسیس په اړه د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت د انقلابي شورا د رئیسه هیأت تصویب ( تصویب هیأت رئیسه شورای انقلابی جمهوری دیموکراتیک افغانستان مبنی بر تأسیس سه واحد اداری به سطح ولایت لوګر، وردک و کاپیسا) دوهمه پاڼه د وردګ ولایت، د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت رسمي جریده، ۲۲ مه ګڼه پرلپسې شمېره (۴۷۶) د دلوې میاشتې ۳۰ مه نېټه، کال ۱۳۵۹ ه. ل.
12- د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت د انقلابي شورا د رئیسه هیأت فرمان د خلکو د هغه شمېر استازو په اړه چې باید په محلي جرګو (شوراګانو) کې وټاکل شي (فرمان هیأت رئیسه شوران انقلابی جمهوری دموکراتیک افغانستان در باره تعین تعداد نمایندګان مردم که باید در جرګه ها (شوراهای) محلي انتخاب شود) څلورمه پاڼه وردګ ولایت، د فرمان شمېره (۶۶) نېټه ۸/۵/۱۳۶۴، د افغانستان دموکراتیک جمهوریت رسمي جریده، ۱۲ مه ګڼه، پرلپسې شمېره (۵۹۱)، د سنبلې میاشتې ۳۱ نېټه، کال ۱۳۶۴ ه. ل.
13- د راستنېدونکو چارو د تنظیم مقرره ( مقرره تنظیم امور عودت کننده ګان) نه ویشتمه پاڼه، د وردګ ولایت، د افغانستان جمهوریت رسمي جریده (۱۱) مه ګڼه، پرلپسې شمېره (۷۲۳) د سنبلې میاشتې ۱۵ مه نېټه، کال ۱۳۶۹ه. ل.
14- د محلي ادارې قانون (قانون اداره محلي) ۶۳ مه ماده، دېرشمه پاڼه د وردګ دریمه درجه ولایت، د افغانستان جمهوریت رسمي جریده، ۱۳ مه ګڼه، پرلپسې شمېره (۷۵۳) د مېزان میاشتې ۱۵ مه نېټه، کال ۱۳۷۰ ه. ل.
15- د منطقوي کار او ساحوي اقلیم د معاش د امتیاز مقرر ( مقرره امتیاز معاش کار منطقوي و اقلیمی ساحوی) نهمه پاڼه څلورم ولایت (وردګ)، د افغانستان اسلامي امارت رسمي جریده پنځمه ګڼه پرلپسې شمېره (۷۹۱)، کال ۱۴۲۰ ه.ق.
16- د محلي ادارې قانون (قانون اداره محلی) (۲۱) ماده، دوهم بند، ۱۹ فقره، شلمه پاڼه، (۱۹) ولایت (ولایت درجه سوم وردګ) د افغانستان اسلامي امارت رسمي جریده (۷) مه ګڼه پرلپسې شمېره (۷۹۳) نېټه ۶/۵/۱۴۲۱ ه ق.
17- د افغانستان د سیمه ییزو ادارو پالیسي (پالیسی ادارات محلي افغانستان) ۱۶۰ مه پاڼه، وردګ ولایت، د افغانستان اسلامي جمهوریت، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، پسرلی، کال ۱۳۸۹ه. ل.
18- د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ او مسلکي معینیت (۱۸۰۱-۱۸۳۸) ۸/۲/۱۳۹۲ ګڼه او نېټه متحدالمال مکتوب چې ټولو وزارتونو او دولتي ادارو ته یې استولی دی تر څو په ټولو رسمي اسنادونو کې د قانون سره سم د ولایت نوم وردګ ولیکي.
19- د معاملاتو د لارښوونې قانون (قانون رهنمای معاملات) ۱۴مه پاڼه، د وردګ ولایت، د افغانستان اسلامي جمهوریت رسمي جریده پرلپسې شمېره (۱۱۸۹) د میزان ۲۵مه نېټه، کال ۱۳۹۴ ه. ل.
20- د معاملاتو د لارښوونې قانون (قانون رهنمای معاملات) ۱۵مه پاڼه، د وردګ ولایت، د افغانستان اسلامي جمهوریت رسمي جریده، پرلپسې شمېره (۱۲۳۸)، د قوس میاشتې ۱۵ نېټه، کال ۱۳۹۵ ه. ل.
21- د کان کیندلو مقرره (مقرره معدن کاري) ضمیمه، ۱۰۷ مه پاڼه د وردګ ولایت، د افغانستان اسلامي جمهوریت رسمي جریده، پرلپسې شمېره (۱۳۶۶)، د دلوې میاشتې ۵ مه نېټه، کال ۱۳۹۸ ه. ل.
22- د محلي ادارو قانون (قانون ادارات محلي)ضمیمه، ۲۸ مه پاڼه، وردګ ولایت، د افغانستان اسلامي جمهوریت د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د محلي ادارو د قانون مسوده، د میزان میاشت، کال ۱۳۹۹ ه. ل.
23- د وردګ ولایت د والي په لاسلیک (۱۴۱۹) ۳۰/۵/۱۳۵۱ ګڼه د ترفیع سند چې د محترم نعمت الله خان د زرګل خان زوی ته یې د هغه د غوره خدمتونو په پار ورکړی دی.
24- د وردګ ولایت د سکتوري خدمتونو ریاست (۳۲/۷۷) ۱۲/۲/۱۳۹۲ ګڼه لیک چې د وردګ ولایت ټولو ادارو ته یې لیږلی دی چې د وردګ ولایت نوم وردګ دی او په ټولو رسمي او اداري اسنادونو کې وردګ ولیکي.
25- د عدلیې وزارت د قانونګذارۍ او علمي حقوقي څېړنو د چارو انستیتوت عمومي ریاست (۳۹۸/۸۱۳) ۲۹/۳/۱۳۹۲ ګڼه لیک چې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته یې د هغوی د مکتوب په ځواب کې استولی دی چې په قانون کې د وردګ د دریمه درجه ولایت نوم ذکر شوی دی.
26- د جیودېزۍ او کارتو ګرافۍ عمومي ادارې (۷۴/۱۷۵) ۳/۴/۱۳۹۲ ګڼه لیک چې د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته یې د هغوی د مکتوب په ځواب کې لېږلی او پکې لیکلي یې دي چې په دې اداره کې په ټولو نقشو کې د وردګ ولایت نوم وردګ دی او مرکز یې میدان ښار دی.
27- د جمهوري ریاست عالی مقام (۱۱۶۴) ۲۲/۶/۱۳۹۷ ګڼه حکم چې د وردګ ولایت د خلکو ستونزو او وړاندیزونو ته د رسېدنې په موخه یې د حکومت په کچه صلاحیت لرونکی ګډ پلاوی ټاکلی دی او د ولایت نوم پکې وردګ لیکلی دی.
28- د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د دفتر ریاست ( ۲۵۰۴/۴۳۴۵)۲۶/۶/۱۳۹۷ ګڼه لیک چې د جمهوري ریاست د حکم له مخې یې د ملي دفاع وزارت ته استولی دی تر څو د وردګ ولایت د ستونزو د حل لپاره خپل استازی ور معرفي کړي.
29- د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې د دفتر ریاست ( ۴۲۲۷/۴۳۸۸) ۶/۱۲/۱۳۹۸ ګڼه لیک چې د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست ته یې استولی او لیکلي یې دي چې د قانون سره سم د وردګ ولایت نوم وردګ دی.
30- د عدلیې وزارت د قانونګذارۍ او علمي حقوقي څېړنو د چارو انستیتوت عمومي ریاست (۴۲۷۹/۶۹۶۱) ۱۱/۱۲/۱۳۹۸ ګڼه مکتوب چې پکې لیکلي یې دي چې د نافذه قوانیو سره سم د وردګ ولایت نوم وردګ دی او مرکز یې میدان ښار دی.
31- د عدلیې وزارت د قانونګذارۍ اوعلمي حقوقي تحقیقاتو د چارو انستیتوت عمومي ریاست (۲۹۷۴/۵۷۱۳) ۱۱/۱۱/۱۳۹۹ ګڼه لیک چې د پارلماني چارو وزارت ته یې استولی دی او لیکلیي یې دي چې د وردګ ولایت نوم وردګ دی.
32- د ولسي جرګې د دارالانشاء عمومي ریاست (۱۲۰۲/۱۲۴۸) ۱۹/۱۱/۱۳۹۹ ګڼه لیک چې په پارلماني چارو کې یې د دولت وزارت ته استولی چې سیمه ییزو ارګانونو او نورو وزارتونو ته یې واستوي چې د وردګ ولایت نوم وردګ او مرکز یې میدان ښار دی.
33- په پارلماني چارو کې د دولتی وزارت (۵۲۵۶) ۲۰/۱۱/۱۳۹۹ ګڼه لیک چې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او یو شمېر وزارتونو ته یې د وردګ ولایت د نوم په اړه استولی او ویلي یې دي چې په نافده قوانینو کې د وردګ ولایت نوم وردګ دی.
34- د افغانستان په دولت، ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو کې د نړۍ او افغانستان ټولې رسمی ثبت شوې نقشې چې د وردګ ولایت نوم پکې وردګ او مرکز یې میدان ښار دی.
35- له ۱۳۴۳ کال څخه تر نن پورې د وردګ ولایت ټولې وېشل شوې کاغذي تذکرې، الکترونیکي تذکرې، پاسپورټونه، د موټرو پلېټونه او نور ارزښت لرونکي اسنادونه چې د وردګ ولایت نوم پکې وردګ لیکل شویدی.
36- له ۱۳۴۳ کال څخه تر ۱۳۵۴ کال پورې د مالیې د ورکړې ټکټونه او قبالې چې د ملکیت رسمي او تاریخي سندونه دي او له ۱۳۴۴ کال څخه تر ۱۳۵۷ کال پورې د کدستري سروې نقشې او اسنادونه چې د وردګ ولایت نوم پکې وردګ ذکر شوی دی.
که چېږي د وردګ ولایت نوم میدان وردګ شي څه ستونزې زېږولی شي؟
۱- وردګ ولایت لکه افغانستان د هغه قوم په نوم دی چې ددې جغرافیې ۷۰ سلنه نفوس تشکیلوي، که حکومت د یو شمېر کسانو په غوښتنه ددې ولایت نوم تغیروي بیا نو دهغه کسانو داعیې ته جواز ورکوي چې کلونه کلونه ددې هڅې کوي چې د افغانستان نوم دې خراسان ته بدل شي، ځکه دوی وایي چې افغانستان د پښتنو په نوم نومول شویدی هغه کسان حتی په ښکاره نارې وهي چې موږ افغانان نه یو او په الکترونیکي تذکرو کې د افغان ملیت د لیکلو پر وړاندې یې ستر خنډونه جوړ کړي وو.
۲- د معمول سره سم په ټول افغانستان کې د ولایتونو نومونه مرکب نومونه ندي او د هېڅ ولایت د نوم سره د مرکز نوم ندی کارول شویدی همدارنګه دومره اوږد نوم په نوې ټکنولوژۍ کې په ډېری دفتري فرمونو کې سم نه ځایېږي.
۳- تر اوسه پورې د وردګ ولایت په نوم شاوخوا ۳۰۰۰۰۰ کسانو ته الکترونیکي تذکرې وېشل شویدي داچې اوس مهال د افغانستان اسلامي امارت پرېکړه کړې چې د میدان وردګ ولایت په نوم دې د یاد ولایت اوسېدونکو ته تذکرې توزیع شي دا به په یو کور کې د پلار تذکرې، پاسپورټ او تحصیلي اسنادونه د وردګ او د زوی تذکره د میدان وردګ او تحصیلي اسنادونه د وردګ په نوم وي چې ډېرې ستونزې جوړولی شي.
۴- بهرني هېوادونه چې دفتري چارې یې ټولې الکترونیکي دي او هېڅ اشتباه ورته د منلو نده، کله چې د وردګ ولایت اوسېدونکې بهر ته د زده کړو، درملنې، سوداګرۍ او یاهم سیاحت لپاره سفر کوي د بهرنیو هېوادونو سفارتونه به د وېزې د ورکړې پرمهال ستونزې ورته جوړوي، ځکه کله چې د یوه کس پاسپورټ، تحصیلي او نور اسنادونه د وردګ په نوم او الکترونیکي تذکره یې د میدان وردګ په نوم وي او یا هم د سفر پرمهال د پلار تذکره د وردګ او د زوی یې د میدان وردګ په نوم وي هېڅکله به سفارتونه وېزې ورنه کړي.
۵- په دې سره به د قومونو تر منځ عقدې او بد بینۍ لا زیاتې شي او اوس به د وردګ ستر قوم ټول وګړي د الکترونیکي تذکرو چې د قانون خلاف د وردګ په ځای د یو شمېر کسانو په فرمایش میدان وردګ ورته لیکل کېږي د اخیستلو څخه ډډه وکړي.
۶- د افغانستان اسلامي امارت شعار او موخه په افغانستان کې د اسلامي نظام جوړول او قائمول دي چې اسلامي نظام په عدالت باندې ولاړ دي، دا چې د اسلامي امارت په تېر ۲۱ کاله مخکې حکومت کې د محلي ادارې د قانون په ۲۲ ماده کې ددې ولایت نوم وردګ ذکر شویدی چې یاد قانون د خدای بښلي امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد لخوا توشیح شوی هم دی او د جوړښت څخه تر دې مهاله د افغانستان د ټولو حکومتونو په قوانینو او اساساتو کې ددې ولایت نوم وردګ دی اوسمهال به د یو شمېر چارواکو لخوا د وزیرانو شورا ته غلط معلومات ورکول او له څېړنې پرته د وزیرانو شورا لخوا په پټو سترګو دولایت نوم بدلول او د یوه ستر قوم هویت ترې اخیستل چې د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره یې تر بل هر چار ډېرې قربانۍ ورکړې دي بې انصافي او بې عدالتي وي.
۷- د موټرو پلېټونه، پاسپورټونه، شهادت نامې، تحصیلي او یو شمېر نور دولتي اسنادونه چې اوسمهال هم د وردګ ولایت په نوم توزېع کېږي اما الکترونیکي تذکري اوسمهال میدان وردګ ته تغیر شویدي داچې ددې وروسته به د میدان وردګ په نوم توزېع کېږي چې د تېرو توزېع شوو پلېټونو، پاسپورټونو او تذکرو اصلاح کول او نوي بدل شوي نوم ته اړول به یې حکومت له مالي ستونزو سره مخ کړي.
حل لارې او وړاندیزونه:
۱-د افغانستان اسلامي امارت ته په کار ده چې د وردګ ولایت د نوم په اړه په خپله پرېکړه له سره غور وکړي، ددې موضوع د څېړنې لپاره یو بې پرې پلاوی وټاکي د ولایت له ایجاد څخه دې ټول دولتي اسنادونه، قوانین او مقررې، ملي او نړیوالې نقشې او وېشل شوي دولتي رسمي سندونه مطالعه کړي او د عدالت پر بنسټ دې د ولایت د نوم په اړه پرېکړه وکړي او تر وروستۍ پرېکړې پورې دې د یاد ولایت وګړو ته د ولایت په خپل اصلي او پخواني نوم تذکرې ووېشي او یا دې د یاد ولایت وګړو ته د الکترونیکي تذکرو وېش وځنډوي.
۲- کله چې په یوه کور کې دوه وروڼه سره بې اتفاقه شي تر ټولو ښه لاره یې داده چې سره بېل شي، داچې په وردګ ولایت کې د وردګو درانه قوم سره یو شمېر د نورو قومونو وکړي سم چلند نه کوي، یا هم د یاد ولایت په ادارو کې د وردګو او غیر وردګو وګړو تر منځ وخت ناوخت لانجې جوړېږي او یاهم یو بل نشي زغملای، حکومت ته په کار ده چې یاد ولایت په دوو جلا ولایتونو ووېشي، میدان دې جلا ولایت او یاهم په کابل پورې وتړي او وردګ دې جلا ولایت کړي ددې سره به د وردګ ولایت شته ستونزو ته د تل لپاره د پای ټکی کېښودل شي او هم به د حکومت زعامت او قاطعیت ټولو ته په ډاګه شي.
۳- که چېږي حکومت د یو شمېر کسانو په غوښتنه غواړي چې د وردګ ولایت تاریخي نوم میدان وردګ کړي بیا دې د یاد ولایت مرکز هم د کابل له دروازې څخه د ولایت مرکزي نطقې ته تغیر کړي تر څو ددې ولایت ټول وګړي د دولتي او عامه خدمتونو د تر لاسه کولو لپاره د ولایت مرکز ته آسانه رسېدګي وکړای شي په دې سره به له یوې خوا د حکومت او ملت تر منځ فاصلې رالنډې شي او له بلې خوا به د ولایت ټولو وګړو ته یو شان خدمتونه په آسانۍ سره عرضه شي.
۴- ددې لپاره چې د یاد ولایت وګړي بهرنیو هېوادونو ته د تحصیل، درملنې، سوداګرۍ، کاروبار او یاهم سیاحت په موخه د سفر پرمهال له ستونزو سره مخ نشي او یا د بهرنیو هېوادونو سفارتونه د وېزو په ورکړه کې د وردګ ولایت وګړو ته د وېزو له ورکړې ډډه ونه کړي د پخوا په شان دې د پاسپورټونو، شهادت نامو، د سوداګرۍ جوازونو، د موټرو پلېټونو او توزېع شوو الکترونیکي تذکرو ترڅنګ دې اوسمهال هم الکترونیکي تذکرې د وردګ ولایت په اصلي نوم توزېع کړي.
ډېره اوږده لیکنه ده ، یواځې په دې اصرار شویدی چې د دغه ولایت نوم دې د وردګو د شریف ، علم پروره او باتور قوم په نوم پاته شې .
په افغانستان کې یواځې د نورستان ولایت د خپل قوم په نوم دی ، د میدان وردګو په ولایت کې یواځې یو قوم نه بلکې تاجیک ، هزاره قومونه هم له پښتنو سره یوځای ژوند کوي . ستاسو ټول ولایت 9023 کیلومتره مربع مساحت لري چې مجموعي نفوس یې 660 زره نفرو ته رسیږي.
د اتو ولسوالیو په لرلو سره 1937 کلي لري چې ترټولو بانفوسه ولسوالۍ یې د بهسودو د مرکز ولسوالۍ ده چې 134852 نفره او د بهسودو په اوله حصه کې 41850 نفره هزاره ورونه پکې ژوند کوي .
همدا راز په جغتو ولسوالۍ کې 51682 نفره او دایمیرداد ولسوالۍ کې 35075 نفره ژوند کوي چې اتیا سلنه یې هزاره ګان دي . د جلرېز له 44873 تنو نه یې 40 سلنه پښتانه ، 40 سلنه هزاره او 20 سلنه یې تاجیکان دي. یواځې چک ولسوالۍ د 95392 تنو او سیداباد د 131264 تنو اوسېدونکو په حساب سل سلنه پښتانه او مرکز میدان ښار د 45878 نفرو له نفوس نه چې 85 سلنه پښتانه ، 14 سلنه تاجیک او 1 سلنه هزاره دي .
پدې اساس ستاسو ولایت سل سلنه د وردګو له شریف قوم نه ندي ، بنا د میدان وردګو نوم د ملي مصلحت لپاره ترټولو ښکلی او با مسمی نوم دی .
یا وردګ یا میدان وردک، خو مهمه دا ده چی له سواد او فرهنګی یون څخه ډیر وروسته دی، د دی ولایت هزارګانو ټولو ماستری ګانی وکړی ، خو پشتون به کوم یو پوهنتون ته کامیاب شو، په سبا به طالبانو کسګر کړی و، دوی هغه کوچیان چی له پیړیو پیړیو به له دی لاری ایلبندو ته تلل ونشو ساتلای رمی شتمنی او سرونه یی همدی وردک ولایت کی له لاسه ورکړل علیپور او آبل بدماش د افغانستان د عنعنوی مالداری سرچینی وچې او د اقتصادی نفوس ژوند یی ختم کړ. کوچیان هغه اقتصادآ فعال نفوس و چی له ګوچنی تر ښځو ، ځوان او بوډا ټول عمر په کار او فعالیت بوخت و د وردګو هزاره ګانو دغه هستی پر افغانستان ونه لوروله تباه یی کړل او پښتنو وردکو له ډاره سوڼ نشو کولای. په ټولو داعشی ذهنیت خپور دی ترقی سره دشمنی لری، مکتب نلری ماشوم نه واکسینوی تجارت او مدنی ژوند سره جوړ نده …. یو دوه باسوواده وردګیان یی لکه جنرال خاین ورد او آبل فاروق وردګ لوی خاینان و جنرال وردک د افغانستان د اوبو دبندونو ورانولوته د ای اس ای په امر بمونه را پشا کړی و نو ته ولا دا حه ش شو ؟؟؟؟؟
ما در همین تاند به حواله تاریخ در نوشته یکی از نویسندگان معتبر معاصر خواندم که غازی محمدجان خان برای تجهیز و مصارف مجاهدین از زیورات فامیلی اش استفاده کرد؛این است معیار آدمیت،تقوی و جهاد.و در آنزمان وردگ ،صاحب رجال و دانشمندان مانند اسماعیل خان، د.عمر، مولوی عبدالرب احدی، د.زرجان بها، د. وکیل و تعداد کثیر علما وخادمان راستین ملت و انسانیت بودند،مگر مفسد ترین حکام روی زمین بعد از معامله بن ،همرنگ و همجنسان خود را چون فاروق و رحیم بنام وردگ در فساد غرق و افغان و انسانیت را شرماند و این کار مربوط میشود به تربیت و سوابق افراد و مشابهت شخصیتی نه به همه افراد یک ولایت.و قسمیکه وحید در کامنت جفن گونه اش نوشته :بایدگفت که مسئله تعلیم و تحصیل در وردگ سابقه درخشان داردکه پوهنتون کابل در زمان ظاهرشاه و داود خان و فیصدی و امتیازات محصلین وردگ در آنزمان شاهد مستند و قوی میباشد ،ولی محرومیت وردگ ها در ۲۰ سال گذشته ثابت می کند که این مردم با فاسد و خائنین ملی و ارذل االناس سازش نداشته از تربیه فامیلی عالی و اسلامی چون محمدجانخان غازی برخوردارند لذا از ماده سازش و انواع خیانت در ترکیب مفکوره و وجود شان مایه ای ندارند ولی در جهاد و خدمات ملی و اسلامی مایه افتخار ملت اند.تحقیر و عقده گشایی صاحب کامنت که مسئله کوچی ها وعلیپور (خاین ملی و ملیشه سپاه پاسداران) با وردگ ارتباط نداشته بلکی تهمت ،جفن سرایی و عقده گشایی بوده و بر میگردد به معامله بن و حکام مفسد درجه یک.
سلامونه
زه فکر کوم د ورور نورالحق محمدي لیکنه له هر اړخه حق په جانبه ده.په تاریخی اسنادو ېې ثابتوي.
په هر قوم کې ښه اوبد کسان شتون لري .سړی باید د یو دوه مفسدو لپاره ټول پوستین ته اور وانه چوي.
د افغانستان د هرې سیمې،ولایت،ولسوالۍ … خلک د همهاغه سیمې د تاریخی نوم په اساس یادیږي :قندهاري،ڼنګرهاري،مزاري،هراتي،لغماني ، … مګر ځینې بیا د قوم په نامه هم ریښې لري لکه ځاځي،څمکني،شینوار،مومند، کوه صافي!، وزیرستان،…… ؛ نورستان خو تر امیرعبدالرحمان خان وخته پورې کافرستان بلل کیده ، بیا چې نورستان شو قوم د هغه ځای په نوم نورستاني شول!
د ویاړلي او سرلوړي وردک قوم د تحصیل په باب باید ووایم چې ډیر با استعداده، لایقه، زحمت ګالونکي ،هم په دیني هم په دنیوي علومو کې ډیر شخصیتونه درلودل او لري .یوازې په طبابت کښې د ډاکټر صاحبانو مرحوم موسی وردک.اسماعیل وردک،روشنک وردک،ارواښاد م.عمر وردک ، زما یوهمصنفی داوود وردک ا.د.ن. ډیرو د پام وړ خدمتونه کړي دي او نوي ځوان ډاکټران ېې هم له هیچا نه په هیڅ صورت کم نه دي .د ترکانو پي آر ټي اسنادو کې هم (په ترکي تورو( وارداک ) لیکل کیدهء.
دا وړوکی ولایت باید د وردک تاریخی نوم پاتې شي او میدان شار ېې مرکز.په درناوئ
WARDAK
ډاکتر صاحب همت له موږنه خپه شو داسی ده وروره که ریښتیا ووایم پښتنو تیرو کلونو کی ځان سره ډیر ظلم وکه، وای که نه وایم له غمه یی وایم. کله چی یو څوک دومره ودردیږی چی آن بی حوصله شی او خپل زړه په سختو سختو خبرو تشوی نو بیا وایی ( چی نه وایم له غمه یی وایم). ایا تاسی هره ورځ دا د پردیو دغلامانو او متعصبینو پیغورونو نه اورئ چی د داعش ټول ظلمونه او وحشت لکه مکتب سوځول، معلم وژل، کلنیک خرابول، انتحار او انفجار ټول په پښتنو ور اړوی او دجنرال رحیم وردک او د هغه د زوی حرامه شتمنی او امریکی کی ماڼۍ موږ ته پیغور راکوی؟ ډاکتر صاحب همت ! تاته د لنډغرانو پیغورونه هیڅ نه ښکاری موږ چی یوه دوستانه ګیله وکړه او د قوم د ویښیدو پیغور ډوله خبره مو وکړه غوسه شوی. زه به د ډاکتر صاحب عبدالوکیل صاحب په شان زبردستو وردک وطنوالو مثالونه درکړم د زراعت ساحه کې یو بل عالم شخصیت استاد محمد عالم زغرد و د طب برخه کی له سلو ډیر نامتو ډاکترانو او د انجنیری برخه کی دشلو شاوخوا انجنیزانو د ډاکتر وکیل صاحب پروژه کی ماسره له سوات نیولی تر چترال او پښوره او بیا د افغانستسان دننه کار کاو. میرویس میدان کی د وردک ډاکتر صاحبانو کلییکونه وګورئ ټول کابل ورمات دی. نو داواقعیت ومنی چی تیرو شلو کلو کی مو له طلایی امکاناتو استفاده وشوه کړای موږ پښتنو دکوچیانو دفاع ونکړه، تحصیل کی مو ځان ونه رساو کوم ځوان به چی له پوهنتون فارغ شو بیرته خپل کلی ته وردکو ته نشو تلای زه درته له دیرشو زیاتو فارغ محصلانو نوم او کلی او پلرونو نوم لیکم چی فقط کابل کی دسبق ویلو په تور ترور شول ایا هغه وخت موږ ولی ویده و او ډاکتر صاحب همت تنویری کار نه کاو چی اوس د یوه حقیقیت په ویلو غوسه کیږی د محمد جانخان وردک په شان غازیان او د ډاکتر وکیل په شان عالمان موږ بیا نشو موندلای خود تیرو شلو کلونو وژل شوی ځوانان او له لاسه وتی فرصت هم نشی جبرانولای. وای دوست به دی وژړوی دښمن به دی وخندوی وحید تاسو وژړولی ښه یی وکړل ځکه چی ستاسی دوست دی اوس هم که پښتون بیدار شی سر وخت دی خپه مه شئ ترڅو لس واری دغسی ترخی خبر ونشی بیدار به نشئ. د باتورو نیکونو په شان بیارا ویښ شئ او یوځل بیا لکه مجمد جانخان مردمیدان او ډاکتر عبدالوکیل وځلیږئ . وحید ستاسی له غمه په زړه زخمی زخمی دی. عمر یی انجنیری کی ترشو خو دپښتون له غمه یی خوب په ارامه ونکر .
از برادرم وحید صاحب صمیمانه متشکرم که با استفاده از آیه کریمه إدفع بالتی هی أحسن…… جواب و توضیح شانرا مزین ساخته و منتج به توضیحات مفید گردید و نکته ایکه باید متذکر شد این است که داعش در مناطقق ایکه علما و مدارس احناف باشند نفوذ شان مشکل بوده و در تحمیل جنگ بر پشتونها علاوه از معامله بن، رول استخبارات همسایگان خاین،منطقوی و جهانی را نباید فراموش کرد و از طرف ما نبودن قیادت واحد و سالم .من هم از تقصیراتم،عفو می خواهم به امید روشنگری و ملت سازی احسن
د تاند ویبسایت باید دا تبعیض آمیزه او یو طرفه مقاله لری او د میدان د ولس جخه بشنه وغواری.
ښه منطقی او مستنده لیکنه ده. میدان زنده باد شخص کولی شی جه د منطق او تعقل په اساس زواب ولیکی، چه یقینا یی نشی لیکلی او مستند اسناد یی په لاس که هم نشته.
وردک زموږ افتخار دی ، لایق کادرونه یی یو یو راته مالوم دی ، خو تاسی خپه نسئ کار دغه رحیم او نعیم خراپ که
خو خبره دا ده چی ټولنه ځنګل دی هررقم خلک پکی سته نو د دغو دوه دری له خاطره به ټول قوم نه ملامتوو خو دا چی
ذهنونه پکی روښانتیا او ترقی ته نه پریږدی مکتب او پوهتون سره جوړ ندی دا نو بیا ټول ولایت ته متوجه ده. وګوری ټول پنجشیر بامیان
دای کندی جورجان مزار کی یو انتحاری او انفجاری نه و ټولو نجونو او هلکانو پوهتون ته ملا تړلی وه خو داندړو ټول ځوانان په واسکټ او بشکه شهیدان سول او د وردګو د نورو ولسوالیو ځوانان مو بیسواده پاتی شول نو خبره می دا کوله چی پښتانه دی لږ یوویشتمی پیړی ته وګوری