Homeخبرونهډاکټر سکندر او يو بل تښتول شوی کس له اختطافګرو څخه را...

ډاکټر سکندر او يو بل تښتول شوی کس له اختطافګرو څخه را خوشې کړای شول

تاند:( جمعه، د جدي څلور ویشتمه) طالب چارواکو ويلي، چې د المپیک ملي کمیټې د تکواندو رئیس ډاکټر نجيب الله سکندر، چې څو ورځې وړاندې د اختطافګرو لخوا تښتول شوی و، نن ناوخته د کابل ښار په خوشحال خان سیمه کې د دوی د د استخباراتي ځواکونو لخوا د اختطافګرو له منګولو آزاد شو.

د‌ طالبانو د اعلامیې په اساس، په دې تړاو ۸ کسان نیول شوي چې له ځینو سره وسلې هم شته.

د‌ يوه بل خبر له مخې: په ‏هرات کې یو تنکی ځوان هم نن د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.

طالبان وايي، چې یاد ځوان له بکراباد سیمې تښول شوی و او د ګذرې ولسوالۍ په “ده نو” کلي کې وموندل شو.

ویل شوي، چې د دې ځوان د خلاصون په عملیاتو کې یو انسان تښتوونکی وژل شوی او درې نور نیول شوي دي.

د طالبانو له واکمنیدو سره د اقتصادي او بشري ناورين له کبله د انسان تښتونې او نورو جنايي پېښو د زیاتېدو خبرونه ورکړل شوي.

طالبان بيا د دې پېښو د مهارولو په برخه کې د ډېرو لاسته راوړنو خبر ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...