شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد ط کابینې د مالي کال تنظيم له میلادي کال څخه هجري...

د ط کابینې د مالي کال تنظيم له میلادي کال څخه هجري شمسي کال ته واړوه

تاند:( سی شنبه، د جدي يوويشتمه) طالبان وايي، چې د د کابینې غونډه یې پرون د رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند په مشرۍ او د ټولو وزارتونو او مستقلو ادارو د مسؤلینو په ګډون جوړه شوه.

د طالبانو د حکومت د چارو ادارې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د کابینې د اجنډا یوه مهمه موضوع د بودیجوي کال ټاکل او د مالیې وزارت لخوا د ضمیمه بودیجې د طرحې ارزول و.

اعلاميه زياتوي: د کابینې د پریکړې په اساس د هجري شمسي کال له جدي میاشت څخه د بودیجوي کال پیلیدل لغو او د لومړۍ میاشتې (حمل)له لومړۍ نیټې څخه د نوي بودیجوي کال پیلیدل تصویب دي. کابینې د روان ۱۴۰۰ هجري شمسي کال د پاتې درې میاشتو ( جدي، دلو، حوت) لپاره د مالیې وزارت لخوا چمتو شوې د ضمیمه بودیجې طرحه پرته له کوم تغیر او تبدیل څخه تصویب کړه.

د طالبانو په خبره، له څو لسیزو وروسته دا لومړی ځل دی چې د هیواد بودیجه پرته له بهرنیو مرسته د داخلي امکاناتو په اساس جوړیږي.

د طالبانو کابينې دغه راز پریکړه وکړه چې هیواد ته د بې کیفیته تیلو، ګاز، کود او نورو غیر معیاري موادو راواردول په مطلق ډول ممنوع دي.

دوی خبرداری ورکړی، چې که له دې وروسته هر چا غیر معیاري مواد افغانستان ته راوارد کړل، له سخت چلند سره به مخامخ شي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، په تجارتي بندرونو کې د تیلو د ټانکرو د تجمع او بې کیفیته موادو راواردولو د ستونزې د ښې څیړنې او حل لپاره لوړرتبه هیئت ته دنده وسپارل شوه چې تجارتي بندرونو ته سفر وکړي.

د طالبانو د چارو اداره وايي، چې د کابینې مجلس ته د تشکیلاتو د تنظیم کمیسیون کاري راپور او ځینو اداراتو په اړه شوې پریکړې وړاندې شوې، چې له معمولي تغیر وروسته د مجلس لخوا تصویب شوې.

1 COMMENT

  1. مخکی هم مالی کال د هجری شمسی جنتری له مخی د جدی میاشتب سره پیل کیده ، ډیر هیوادونو مالی کال د بعضی جوی ، موحیطی او کاری سیسزن یا فصل په نظر کی نیسی او ټاکل کیږی ، د افغانستان له پاره د جدی میاشت مناسبه وه ، تر څو وزارتونه د حمل د میاشتی پوری چه د افغانستان د اکثره و لایتونو کاری فصل او سیزن شروع کیږی خپل پلانو نه تیار او قراردادونه چمتو کړی تر څو کاری و خت ضایع نشی. اصل دا یو احساساتی تصمیم دی د اقتصادی اړخه ندی ارزول شوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب