تاند: ( پنجشنبه، د جدي شپاړسمه) طالبان وايي، چې په کابل او خوست کې يې ۱۴ تنه د انسان تښتونې په تور نیولي دي.
د طالبانو په یوه اعلامیه کې د کابل د نيول شويو اختطافګرو په اړه راغلي: په دغو عملیاتوکې امنیتي ځواکونو ۷ انسان تښتوونکي ونیول او یوسړی چې د دوی په منګولوکې و، هغه هم وژغول شو.
سرچينه زياتوي، انسان تښتوونکودغه سړی چې څه موده مخکې تښتولي و د خیرخانې مینې په یوکورکې ساته.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې انسان تښتونکو د دغه سړي د آزادولو په بدل کې له کورنۍ څخه یې زیاتې پیسې غوښتې وې.
دغه وزارت وايي چې امنیتي ځواکونو د دغو ځانګړو عملیاتوپه بهیرکې ۷ انسان تښتوونکي نیولي او هغه سړی چې د دوي په منګولوکې و، وژغوره.
ويل شوي، چې نیول شویو کسانو د انسان تښتونې په څو پېښو کې په لاس لرلو اعتراف کړی دی.
د یوه بل خبر له مخې: د يوه بل خبر له مخې طالبانو د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د مشهور انسان تښتوونکي مجاهد په ګډون اووه انسان تښتوونکي نیولي دي.
د دغو کسانو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح طالبان تورن کړي، چې د انسان تښتونې ډېرې پېښې دوی خپله کوي.
صالح دا هم وايي، چې که مطبوعاتو نسبي ازادي هم لرلای، ثابته کړې به يې وه، چې د انسان تښتوونې او خاص ډول د صرافانو د تښتولو د اکثرو پېښو تر شا خپله طالبان لاس لري.
طالبانو د هغه تورونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.