یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهولسمشرغني: جلال اباد یا خوست ته تلم، خو دا ولایتونه تر کابل...

ولسمشرغني: جلال اباد یا خوست ته تلم، خو دا ولایتونه تر کابل مخکې سقوط شول

تاند: ( پنجشنبه د جدي نهمه) د افغانستان بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې د نظام د سقوط په اړه ځينې خبرې برسېره کړي.

هغه بي بي سي ته ویلي، چې د اګسټ په پينځلسمه الوتکې ته تر ختو پورې نه پوهیده، چې چېرته ځي؟

د ده په وینا، لېواله و چې جلال اباد یا خوست ته لاړشي، خو د ملي امنیت سلاکار یې حمدالله محب ورته وویل چې دواړه ولایتونه سقوط شوي دي.

د اشرف غني په وینا له هېواد څخه د وتو پر وخت د ملي امنیت سلاکار او د پي پي ایس ځواکونو مشر ورته وویل، چې ساتونکې ډله یې پاشل شوې او ژوند یې په خطر کې دی.

نوموړي خپله لويه تېروتنه دا ګڼلې، چې پر خپلو نړیوالو متحدینو یې باور کړی و.

د اشرف غني په خبره د افغانستان موضوع خلیلزاد له طالبانو سره حل کړې وه او د ده په مشرۍ دولت یې له مذاکراتو او د افغانستان د قضیې د حل له معادلې څخه ایستی و.

هغه ټینګار کوي، چې که هېواد کې پاتې هم وای، وضعیت به له اوسني حالت څخه کوم فرق نه و کړی.

«د ورځې په پیل کې (اګست ۱۵) طالبانو ومنله چې کابل ښار ته به نه ننوځي، خو څو ساعته وروسته خبره بدله شوې وه.»

ده زیاته کړه «د طالبانو دوې بېلې بېلې ډلې له دوو خواوو ښار ته راننوتې او د دوی ترمنځ د پراخې جګړې احتمال به د پنځو ملیونو انسانانو ښار ویجاړ کړی و او ډېر ښاریان به وژل شوي وو.»

له دې سره دی تاییدوي چې خلک د نظام د ژر سقوط له کبله دی ملامتوي، خو په دې برخه کې د ده لویه تېروتنه همدا وه، چې پر نړیوالو متحدینو یې ډېر باور درلود.

د بي بي سي راډیو له انګلیسي برخې سره د ولسمشر غني دغه مرکه، چې ویل کیږي شاوخوا یو ساعت ده، لس دقیقې به یې خپره شي.

  د ځینو خبریالانو په خبره، دا ورته حیرانونکې ده چې مرکه د بریتانیايي ځواکونو پخواني لوی درستیز جنرل نیک کارټر کړې چې خبریال نه دی.

تمه کیږي، چې دې مرکې ته به په پراخه کچه د ولسمشر غني مخالفان او ملاتړي په تمه وي او ډېر غبرګونونه به ورته وښودل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب