جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهچارواکي: پاسپورټ رياست ته ننوتونکی بریدګر وژل شوی

چارواکي: پاسپورټ رياست ته ننوتونکی بریدګر وژل شوی

تاند:( پنج شنبه، د جدي دويمه)‏ د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د کابل د پاسپورټ ریاست مخې ته د نننۍ پېښې په اړه رسنيو ته معلومات وړاندې کړل.

‏د دغه وزارت په يوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي، چې نن غرمه مهال یو بریدګر غوښتل د پاسپورټ ریاست نه ننوځي، خو د پاسپورټ ریاست د نظامي پرسونل له لورې په نښه او ووژل شو.

سرچينه وايي، چې په دغه برید کې چاته تلفات نه دی اوښتي.

طالبانو نه دي ويلي، چې وژل شوی کس ځانمرګی او که وسله وال برید ګر و.

د دغه وژل شوي کس د هویت او هغې ډلې معلومات نه دي روښانه شوي، چې بریدګر ورته منسوب ګڼل کېږي.

 د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې لا له وړاندې د پاسپورټ اخیستلو پر بهیر د چاودنو وېره موجوده وه او له همدې کبله په ځینو ولایتونو کې دغه بهیر په وقفه یي ډول درول شوی و.

نننۍ پېښه په داسې حال کې شوې، چې طالبانو د پنجشبې ورځ د خپلو جنګیالیو او چارواکو لپاره په کابل کې د پاسپورټونو د وېش لپاره ځانګړې کړې ده.

د افغانستان د ملي امنيت شورا پخواني وياند رحمت الله اندړ بيا ادعا کړې، چې طالبان خپله پاسپورټونو ته اړتيا نه لري او نه یې دومره ډېر کسان اخلي، چې اونۍ کې یوه ورځ ورته ځانګړې شي.

د هغه په خبره، په دې ورځ طالب چارواکي د پاکستان د پوځ په همکارۍ د القاعدې او نورو بهرنيو ترهګرو ډلو غړو ته افغاني تذکرې او پاسپورټونه جوړوي.

طالبانو بيا دغې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.

2 COMMENTS

  1. دا خو هغه د امریکې کا سه پاک اند ړدی چې بې له درواغو بل کار نلري ! درواغ هم حد لري خو د اندړ درواغ رښتیا هم اندړي درواغ دي !
    هیواد خو تاسو خراب که رزیلانو !

  2. وروڼو تاسیو دغه انتحاری ته بریدګر ویلی. برید عمومی کلمه ده په دې کې هغه برید هم راځي چی یو څوک یی د خپل مخالف په وړاتدی ترسره کوی دا برید کیدای شی په کلماتو هم وي لکه یو چا باندی په ښکنځلو برید کول په یوچا په کوتک په بل په څپیړه، خو دغه پاکستان کی دافغانانو روزل شوی قاتلان مشخص د انتحاری په نوم پیژندل کیږږی چی مولانا فضل الله ورته استشهادی نوم هم بخشش کړی دوی هغه کسان دی چی دا څلویښت کاله افغانان وژنی نو د دوی مشخص نوم انتخاری ( ا ن ت ح ار ی) دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب