Homeخبرونهد کابل پاسپورټ ریاست سره چاودنه شوې

د کابل پاسپورټ ریاست سره چاودنه شوې

تاند:(پنجشنبه، د جدي دويمه)‏ راپورونه وایي، چې په کابل ښار کې د پاسپورټ ریاست مخې ته چاودنه شوې ده.

د لومړنیو راپورونو له مخې، چاودنه غرمه مهال شوې، خو تراوسه یې څرنګوالی او جزییات نه دي معلوم.

د طالبانو چارواکو هم د دغې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.

ویل کیږي چې د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې لا له وړاندې د پاسپورټ اخیستلو پر بهیر د چاودنو وېره موجوده وه او له همدې کبله په ځینو ولایتونو کې دغه بهیر په وقفه یي ډول درول شوی و.

د طالبانو د حکومت له پرېکړې سره سم د پنجشنبې ورځې یوازې طالب چارواکو او د دوی غړیو ته د پاسپورت ورکولو لپاره ځانګړې شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د پاسپورت د دفتر مخته یې د چاودنې مخه نیولې ده.

د پاسپورټ د دفتر ريیس ښاغلی حقاني وايي چې حمله کوونکی تر برید مخکې ویشتل شوی او وژل شوی دی.

ویل کېږي چې حمله کوونکي په ځان پورې د ځانوژنې واسکټ تړلی و.

د پېښې نور جزییات له تاند څخه تعقیب کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...