جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د پښې اوږد رګ او دردونه

د پښې اوږد رګ او دردونه

 د ټولې پښي په اوږدو کې يوه عصبي رشته شته چې په لاتين ورته سياتيک sciatic nerve او د خلګو په ساده اصطلاح ورته د زنګون رګ يا کله کله غوايي رګ هم وايي خو په اصل کې خپله دا يوه غټه عصبي رشته ده.

دا غټه عصبي رشته له خاصره لګن څخه شروع کيږي د پښو په شاتنۍ برخه کې او د زنګون په اوږدو کې ادامه لري د پښو دتلي يا د پنډۍ تر برخې پوري رسيږي.

د دې عصبي رشتې درد د سياتيک درد په نامه هم ياديږي.

 عموماً د سیاټیک مريضان خپل شکايت داسي بيانوي ((له ملا څخه مې درد شروع شي دا درد بيا د زنګون په اوږدو د پښي د شاتنۍ برخې تر تلي پوري ادامه لري.)) دا د همدغه سياتيک يا د زنګون د عصبي رشتې درد دی.

سببونه یې:

* کېدای شي په ستون فقرات کې عصبي رشتې تاواني شوې وي.

* ممکن د شکرې د ناروغي له کبله وي.

* د ارام مغز د التهاب څخه کهم رامنځته کېدای شي.

* په خاصره لګن کې د هډوکو د خرابېدو له امله هم پیدا کېدای شي.

* په ورون يا کوناټي کې د غلطې بيچکارۍ د لګيدو په وحه هم کېدای شي.

* د بي نظمه حرکت له کبله هم کېدای شي.

نښې نښانې:

* د زنګون شخوالی او درد

* په زنګون کې بې حسي

* له ملا څخه تر تلي پوري درد

* په ناسته په ولاړه، په حرکت کې د زنګون درد

* د کار کولو په وخت کې چې کار اوږد وخت ونيسي درد ورپيدا سي

تداوي:

* استراحت

* د ډاکتر یا فزیوتراپیسن له سپارښتنې سره سم فزيکي تمرين.

* د درد درملنه

* په ملهمو غوړول او ماساژ يا چاپي کول.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

وخت/ اجمل پسرلی

هندوکش/ زاهدخليلي