دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهحکمتيار د پاکستان له سفر وروسته، بهرنيانو د ارګ په ګډون ګڼې...

حکمتيار د پاکستان له سفر وروسته، بهرنيانو د ارګ په ګډون ګڼې کليساوې جوړې کړې وې

تاند:( پنجشنبه ، د قوس اتلسمه)‏‏‏د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار، چې ويل کيږي تازه د پاکستان له پټ سفر څخه بیرته کابل ته ګرځيدلی، په يوه وروستۍ وینا کې پارونکی ادعاوې کړي.

نوموړي د تېرې جمعې په ورځ، د خپل کابل استوګنځي په جومات کې له څه مودې ځنډ وروسته څرګند او د جمعې ورځې لمونځ له خپلو پلويانو سره په ګډه ادا کړی.

د ښاغلي حکمتيار د جمعې ورځې د وعظ يوه کاپي تاند وېبپاڼې تر لاسه کړي ده.

هغه په دغه وينا کې ادعا کړې، چې بهرنيانو په افغانستان کې د ۲۰ کلن پوځي او سياسي حضور پر مهال په افغانستان کې ګڼې کليسا ګانې جوړې کړې وې.

د هغه په وينا، دا کليسا ګانې د ارګ په شاوخوا، د افغانستان په نورو برخو او ان خپله ارګ ماڼۍ کې جوړې شوې وې.

د ده په وينا، اروپايي هېوادونو چې اوس یې سلګونه زره افغانانو ته پناه ورکول منلي، مخکې ګڼ افغانان له خپلې خاورې ويستل، خو اوس یې د دې لپاره پناه ورکول ورته منلي، چې د افغانستان په راتلونکو جنګي پروژو کې ګټه ورڅخه واخلي.

هغه دغه جنګي پروژې نه دي واضح کړي، خو ټينګار لري چې بيا به هم بهرنيان به افغانستان کې ماتې وخوري.

ګلبدين حکمتيار دا ادعا هم کړې، چې د سویډن په ګډون یو شمېر اروپايي هېوادونو کې پناه غوښتونکو افغانانو اسلام پريښی او په همدې شرط ورته پناه ورکړل شوې ده.

هغه په عین حال کې دا رد نه کړه، چې له هېواده وتونکي کسان مجبوره او له ګواښونو سره مخامخ نه دي.

په ارګ او د افغانستان په نورو برخو کې د کلیسا ګانو د جوړېدو ادعا له څو کلونو راهيسې مطرح ده.

دغه ادعا مخکې حکمتيار نه وه کړې، خو طالبانو او د جمهوري نظام نورو ځینو مخالفونو مطرح کړې وه.

د يادونې وړ ده، چې د ولسمشر غني په مشرۍ له پرځول شوي جمهوري نظام سره د ښاغلي حکمتيار د سولې د توافق يو اساسي شرط له هغه څخه په ارګ کې په لوړ پروتوکول هرکلی و، چې ترسره هم شو.

د‌ سولې په دغه هوکړه ليک کې د افغانستان تېر نظام د « اسلامي جمهوريت» په نوم ياد شوی او حکمتيار يې هم په صراحت د اسلامي توب دفاع کوله.

له نوموړي نظام سره د سولې له توافق وروسته، د حکمتيار يو زوم او نيږدې سياسي ملګری په ارګ کې د ولسمشر غني سلاکار، يو بل زوم او نيږدې سياسي ملګری غيرت بهير د مشرانو جرګې انتصابي غړی او یو شمېر نور نيږدې کسان په ځينو نورو دندو ټاکل شوي وو.

خپله ښاغلي حکمتيار ته د سولې د توافق په اساس مخکيني ولسمشر اشرف غني د حکومت له بودیجې هر کال سلګونه میلیونه افغانۍ د کور او دفتر د کرايې، د ۳ سوه ګاردانو د معاشونو او نورو لګښتونو په نوم ورکولې.

د طالبانو له واکمنیدو سره، هغوی په ارګ او د افغانستان په نورو برخو کې د کلیسا ګانو د جوړېدو د ادعاوو یو سند هم نه دی خپور کړی.

مخکيني ولسمشر اشرف غني ویل، چې د ده د واکمنۍ د دورې هومره د افغانستان په تاريخ کې هیڅ حکومت هغومره جوماتونه نه دي جوړ کړي.

ګڼو دیني عالمانو هم د نوموړي دا خبره تاييد کړی وه.

6 COMMENTS

  1. ټولو ته معلومه ده چې غنی جوماتونه او مدرسی جوړی کړی، فرض یی کړئ چی خارجیانو کلیساوی جوړی کړی آفرین یی چی خپل دین ته وفاراد او کلک معتقد دی چی یورنګه مسلمانان هم خپل دین ته اړوی او کلیسیاو ی هم جوړوی پوښتنه دا ده چی حکمتیار کوم جومات جوړ کړی؟ او که وران کړی یی ډیر دی؟ ایا ده کوم غیر مسلمان په اسلام مشرف کړی او که مسلمانان یی وړژلی ډیر دی؟
    په هر ترتیب اوس د ده پخوانی ملګری هم ورباندی تف لعنت وایی پاکستان ته په هرځل پټ او ښکاره تګ یی څیره خلکو ته نوره هم بربنډیږی طالبان هم هسی ورځ ورسره چلوی که نه ښه یی پیژندلی طالبان خراسانی سره هم هسی ورځ چلوی که نه ښه یی پیژندلی راځئ د طالبانو ملا وتړو اودغه ناپاکه خلکو ته یی له احتیاجی خلاص کړو د طالبانو پاک خلک په کار دی

  2. بیغیرته اوو جاسوسه
    دبول مولوک غولومه
    پیلورل شوی
    پی حیا
    ته نو ایمون لری، نه سوړیتوب

    شرمیدولی
    ګلوبیدین حکوموت یار – الله ج دی وی شورموه

  3. د پنجابی پاکستان آي ایس آی ستر جاسوس او غلام راکټیار مسلمان نه پخوا وو او نه اوس ، دا د اسلام او افغانانو لوی دوښمن همیش د اجنبیانو غلامی کښی غرق دی او اسلام باندی تجارت کوی ، تښتیدلی ترسو جاسوس دوکتور اشرف غنی د امریکا په هدایت ئی ټول وخت ئی د لعین شیطان جاسوس کرزۍ په شان په معاملو تیر کړ او مسلسل ئی خپله حنجره په چیغو مشغوله کړی وه او د غیرت او میړانی بابولانی ئی وهلی او ادعا ئی کوله چی د ارګ څخه به ددوښمن په مقابل کښی د ځان مرګ مقاومت کوی اما ولیده شو چی دا دروغجن او ترسو په غلا د امریکا تامی موافقی سره افغانستان څخه تیښته وکړه اودا د امریکا هدایت وو چی دا لاپوک سره د دده بانډ سره عربی امارت ته ولاړ شی او نه امریکا ته ( نوموړۍ د امریکا متابعت لری اما د امریکا چټلی دیپلوماسی په خاطرئی عربی امارت ته ولیږلو ) !!!!
    اوس دی غلام حتی د ستر جاسوس او د افغان ملت دوښمن خلیلزاد ادعا ( د اشرف غنی تیښتی طالبان مجبورکړل چی ارګ ته داخل شی ) مقابل لا تر اوسه خاموشه دی او نور چورکوونکی قاتلان تاجکستان ، ترکیی او پنجابی پاکستان ته په منډو شول او د تاجکستان څخه د مقاومت چیغی وهی ایا احمد مسعود سره به روسیه دده پلار په څیر معاملی شروع کړی ؟
    امریکا ، انګلیس ، ایران او پنجابی پاکستان پدی هڅه کښی دی چی د همه شمول حکومت شعار لاندی دا ټول رنګارنګ غلامان سره متحد او افغان ملت تامی بدبختی ته ټیله کړی !!!!!

  4. دروغ د ایمان زوال دي. په په پاکستان په کراچۍ کې د عیسویانو د نړۍ تر ټولو ستر منار جوړېږي او کار یې روان دي.

  5. ګلبېدین چې په راکتیار هم مشهور دی ، د افغانستان د وروستۍ 40 کلنې غمیزې اصلي عامل دی . هغه د نصیرالله بابر ، حمیدګل ، بې نظیرې ، قاضي حسین احمد او جنرال ضیاالباطل له حلقه بګوشو غلامانو څخه دی .
    راکتیار هرځل چې پنجاب ته لاړشي ، له افغانیت او اسلام سره وداع وکړي او د منافقستان ببولالو ته ښه په ځیر غوږ وي .
    کله چې بېرته راستون شي د منافقت ، دروغو او شیطانت مبلغ وګرځي . آی مسلمانانو پدې لعین او شرور پنجابي مزدور پسې لمونځونه نه کیږي . هغه په ماشومتوب کې یو مفعول او کثیف هلک وو ، که نه وي له صوفي کرنکار کندوزي نه پوښتنه وکړئ . نو لطفا د هغه خبرو ته غوږ مه ږدئ او تېر لمونځونه بېرته راوګرځوئ .
    راکتیار چې له هرچا سره یوځای شوی ، هغه ډله له قدرته لوېدلې او مخ یې تور شویدی.
    د الله لعنت دې په دغو اجیرو او مزدورو منافقانو وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب