سه شنبه, مې 21, 2024
Home+د افغانستان د اسلامي اِمارت چارواکو ته پرانیستی لیک

د افغانستان د اسلامي اِمارت چارواکو ته پرانیستی لیک

   عبدالباري جهاني

محترمو چارواکو السلام علیکم و رحمة الله و برکاته. 

ستاسي د شل کلنو نه ستړي کېدونکو مبارزو او قربانیو په نتیجه کي بالاخره نړۍ ته، په سلو کالو کي، د دریم ځل لپاره ثابته سوه چي د افغانستان سرکښه او پر خپلواکي مین اولسونه په نړۍ کي هیڅ طاقت اېلولای نه سي. د ۲۰۲۱ کال د اګسټ د میاشتي دېرشمه نه یوازي د افغانانو افتخار دی بلکه د نړۍ ټول مظلوم اولسونه یې باید جشن ونیسي. دا افتخار یوازي او یوازي د دې غښتلي او پر خپلواکی مینو اولسونو په برخه دی.

 ستاسي د شل کلنو قربانیو او په لس هاوو زرو شهیدانو د وینو تویېدلو په نتیجه کي په هیواد کي هغه سوله ټینګه سوې ده چي د میلیونونو انسانانو د ژوند تر ټولو ستره آرزو وه. که څوک پر دې حقایقو سترګي پټوي هغوی به یا ړانده وي او یا به لمر په دوو ګوتو پټوي.

د اسلامي اِمارت محترمو چارواکو! قدرت ځکه ستاسي خپل حق دی چي تاسي د توري په زور نیولی دی. خو زموږ د ټولني ترکیب داسي راغلی دی چي قدرت، په یوازي سر، چلول مشکل نه بلکه غیر ممکن دی. دا نه یوازي غیر ممکن کار دی بلکه هیڅ ډله او هیڅ قوم د قدرت د انحصارولو حق نه لري. په جرأت سره ویلای سم چي د قدرت د انحصار په نتیجه کي پر ټولنه باندي استبداد حاکمیږي او د استبداد نتیجه د رژیم او نظام سقوط دی. دا زما خبره نه ده بلکه د تاریخ حکم دی. 

د افغانستان هر تحصیلکرده، با صلاحیته او لایق اوسېدونکی، د خپل استعداد او صلاحیت سره سم، د حکومت په چلولو او په قدرت کي د شریکېدلو حق لري. افغانستان نه له یوه قوم څخه جوړ دی او نه په یوه قوم اړه لري. دا وطن د دې هیواد د ټولو شریفو اولسونو ګډ ملکیت دی او ټول یې په خیر او شر کي مساویانه ونډه لري. د افغانستان ټول وګړي حق لري چي د خپلو استعدادونو او صلاحیتونو په اندازه دې هیواد ته په خدمت کولو کي برخه واخلي. که حکومت جوړیږي نو باید چي له ټولو قومونو او ضمناً له ټولو قشرونو څخه جوړ وي. نور د « میم زرما ټول یې زما» زمانه تېره سوې ده. 

 تر هر څه مخکي باید ستاسي دا په یاد وي چي موږ په یوویشتمه پېړۍ کي ژوند کوو او د دې پېړۍ تر ټولو مهمه ځانګړتیا دا ده چي نړۍ په یوه لوی کور بدله سوې ده. د دې لوی کور هر غړی مجبور او مکلف دی چي په دې لوی کور کي وضع سوي او جاري اصول به یا ټول او یا ډېره برخه مني او غاړه به ورته ایږدي.  

د مثال په توګه: زه یقین لرم چي د کابل پوهنتون لپاره ستاسي له خوا نوی ټاکل سوی رییس به ډېر لایق او تکړه ځوان وي؛ خو د کابل پوهنتون، د نړۍ د ټولو پوهنتونونو په څېر، اصول او مقررات لري. له پوهنتون څخه تازه فارغ سوي ځوانان نه یوازي د یوه پوهنتون او پوهنځیو د ریاستونو صلاحیت نه لري بلکه تر یوې مودې پوري په مستقیمه توګه درس هم نه سي ورکولای او د یوه استاد تر لاس لاندي د مرستیال په توګه باید کار وکړي. د پوهنتون د رییس په حیث د یوه بې تجربه او تازه فارغ سوي ځوان ټاکل د پوهنتون ټولو استادانو او علمي کدرونو ته سپکاوی دی.  

افغانستان په نړۍ کي یو له تر ټولو وروسته پاته هیوادونو څخه دی او دونه نېستمن دی چي په سلو کي تقریباً اویا ۷۰٪ اوسېدونکي یې د غربت په انتهايی درجه کي ژوند کوي. یوازي سوله او امنیت، که هر څونه مهم دي، خلکو ته ډوډۍ نه سي ورکولای. او د یوویشتمي پېړۍ انسانان حتی یوازي په سوله او ډوډۍ قانع کېدلای هم نه سي. د افغانستان اولسونه، د خپلو حیاتي اړتیاوو د لیري کولو لپاره، د نړۍ د هیوادونو په تېره بیا لویو قدرتونو مرستو او په رسمیت پېژندلو ته ضرورت لري. ستاسي د قدرت په لومړۍ یوه نیمه میاشت کي څرګنده سوه چي حتی خپلو ګاونډیو هیوادونو هم ستاسي حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. دا ښه پیل نه دی او خدای مه کړه ډېر ناوړه عواقب به ولري.

تاسي به د خپلو قربانیو په زور قدرت نیولی وي؛ خو د دې معنی دا نه ده چي هر څه به ستاسي له غوښتني او خوښي سره سم چلیږي او طالب به د حکومت په هره برخه کي واکمن وي. د حکومت کولو دغه ډول سسټم نه نړۍ او نه افغانانو ته د منلو وړ دی. طالب شاهي او مُلاواکمني ښايي د لنډ وخت لپاره ځکه وچلیږي چي تاسي تازه قدرت نیولی دی مګر زه، د یوه سپین ږیري په حیث، په زغرده درته ویلای سم چي طالب شاهي زیات دوام نه سي کولای. طالب شاهي نه د افغانستان اولسونو او قومونو او نه نړۍ ته د منلو وړ ده.

 دا دي ستاسي په یاد وي چي په افغانستان کي څه باندي پنځه دېرش میلیونه انسانان ژوند کوي او دا هغه افغانان نه دي چي تاسي شل کاله مخکي لیدلي ول. تاسي به هغه وخت د خپلو قربانیو مثبته نتیجه وینی چي دغه ژورو تغییراتو ته سمه او جدي توجه وکړی. ستاسي د لومړي ځل واکمنی په پای کي په ټول افغانستان کي ایله دوه سوه زره تنه شاګردان او محصلین موجود ول خو اوس د ښوونځیو او پوهنتونونو د نارینه او ښځینه شاګردانو شمېر څه باندي اتو میلیونو ته رسیږي. او د هیواد په سلو کي پنځه شپېته اوسېدونکي هغه کسان دي چي یا په وروستیو شلو کالو کي زېږېدلي او یا روزل سوي دي او ستاسي د لومړۍ واکمنی دوره یې چنداني په یاد نه ده. 

تاسي د بشپړ بریالیتوب لپاره هم د خپلو اولسونو رضاییت او ښه زړه او هم د نړۍ ملاتړ ته ضرورت لری. په دې دواړو کي د هر یوه په نه موجودیت کي ستاسي ناکامي حتمي ده. خلک یوازي په سوله نه راضۍ کیږي. سوله به د ژوند لومړنی ضرورت وي او زه یقین لرم چي د افغانستان ټول خلک به د سولي او امنیت د ټینګولو له امله درڅخه خوشاله وي؛ خو یوازي سوله خلکو ته هر څه نه سي ورکولای. خلک د سولي او امنیت تر څنګ کار او غریبی او د هغو تر څنګ بشري آزادیو ته اړتیا لري. هر څومره چي د خلکو آزادي محدوده کړی او هر څونه چي پر خلکو فشارونه وارد کړی په هغه اندازه ستاسي د قدرت عمر لنډیږي او په هره اندازه چي د خلکو زړونه وساتی په هغه اندازه ستاسي د بقا احتمال زیات دی. 

تاسي به د خلکو په ورځني ژوند کي د اوسنیو ستونزو مسوول نه یاست او ډیري ستونزي به د مخکني نظام څخه درپاته وي؛ ځکه په لس هاوو زره کسانو د پنځو شپږو میاشتو راهیسي تنخواوي نه دي ترلاسه کړي او ستاسي د قدرت ایله یوه نیمه میاشت کیږي؛ خو د دې پرځای چي تاسي د خلکو پر زړونو پټۍ کښیږدی او د ډوډۍ پیدا کولو لاره یې ورته پیدا کړی هغوی د لاسونو په پرې کولو او اعدامونو په سزاوو تهدیدوی او د یوې امنیتي ادارې ریاست مو داسي چاته په لاس ورکړی دی چي ستاسي د واکمنی په لومړۍ دوره کي به یې د کابل خلک له نامه څخه بېرېدل.

 که له بېځایه تهدیدونو څخه لاس واخلی. نجونو او ښځو ته د تعلیم او تحصیل ورونه پرانیزی. تعلیم یافته کسان، ماهرین او ښځینه په شخصي، دولتي او روغتیايي چارو کي په کار واچوی. په دې توګه به هم په هیواد کي او هم د نړۍ والو په منځ کي اعتبار او حیثیت تر لاسه کړی او که نه وي نو زه وېرېږم چي افغانستان به خدای مه کړه له بل اوږده او خونړي جنګ او نه ختمېدونکي بشري فاجعې سره مخامخ سي. 

د اسلامي اِمارت محترمو مشرانو! زه پوره یقین نه لرم چي زما دا لیک به تاسي ته ورسیږي او که درته ورسیږي نو هم بشپړ یقین نه لرم چي تاسي به زما په څېر یوه سپین ږیري مهاجرافغان مشورو ته غوږ ونیسی. خو زموږ دا مسوولیت دی چي خپل ږغ به د چارواکو تر غوږونو رسوو او په دې توګه به خپل اجتماعي او وجداني مسوولیت رفع کوو. باقي تاسي پوه سه او ستاسي کړني. 

و ما علینا الّالبلاغ.

6 COMMENTS

  1. عجیبه ده
    ته خو هوم دهماغی حکومت ویزیر وی – وسیژی په امریکو کښی، او دلته د پتوحاتو خبری کوی
    په ځان او خپلې اولادې دې طالباني نظام نه دی پیرزو او په مونږ چې په داخل کې یوو، طالباني نظام لوروې

  2. محترم جهانی صیب الله تعالی مو په ژوند برکتونه کیږده
    ستاسو لیک می ډیر په غور ولوست او دزړه بار يي راله سپک کړ ځکه چی د زمونږ د افغانانو د ژوند د درد قیصه دی په خپل لیک کې رانغښتی.
    همدا راز تالبانو ته دی د یو خواخوږی او دردمن ورور په حیثیت خپله قیمتی مشوره د افغانستان د تاریخی واقیعتونو په رڼا کی ورکړی.
    خدای دی وکړی چی ستاسو خبری ددوۍ غوږونو ته ورورسی او عمل هم ورباندی وکړی.

  3. د وایس اف امریکا ددرواغو تبلیغات اوسنی وخت کښی چلند نلری ، د کوچنیوالی څخه په پنجابی پاکستان کښی د امریکا په ډالرو او خلیلزاد نظارت لاندی اساسی تربیه شوی طالبان ولس وژنی باندی لګیا وو او دی د اجنبیانو مقابل کښی دوی هیڅ ندی جنګیدلی ! ددی طالبانو اول راتګ لکه دادوهم راتګ ئی په فریبی او ډرامیی شکل صورت وموند ددی څخه یوازی او یوازی د اجنبیو لاسپوڅی شعوری او پلانیز سترګی پټوی او اوس د تربیه شوو تنظیمونو او تربیه شوو طالبانو چتلی او خائینی څیری هیڅوک نشی پټولای که هرڅومره لیکونه هم د دوی تبلیغاتو لپاره نوشته کړۍ شی ، نه تنظیمونه او نه طالبان د افغان ملت نمائیدګی حق لری او نه دا نمائیندګی د ملت له خوا دوی ته ورکړشوی دی دا مضر ګروپونه د خپلو شومو هدفونو لپاره اجنبیانو ایجاد کړی دی او دا ګروپونه د اجنبیانو په خدمت کښی لګیا وو او دی ، د اجنبیانو لپاره نور داسی تبلیغات کول د افغان ملت سره ستره جفا دی !!!!

  4. “د اسلامي اِمارت محترمو چارواکو! قدرت ځکه ستاسي خپل حق دی چي تاسي د توري په زور نیولی دی.”

    The most unqualified statement legitimizing power solely achieved from the barrel of gun. Ganges Khan will be smiling in his grave subjugated others barbarically with swords while reading it. How can you expect a group of at best semiliterate always lived and living on others to run a nation in the size of over 30 million people? A nation can not be governed by freeloaders, or maybe our poet is used to freeloading depending upon welfare checks . It break my heart and pride to know that over half of Afghans living in the United State rely on public Welfare for a living.

  5. لکه څرنګه چې هر شی، هستي یا پدیده مثبت او منفي اړخونه لري، طالبان هم له دې څخه مبرا نه دي. طالبانو شل کاله په نره او اتلولۍ جګړه وکړه او بهرني او کورني لنډغر یې وشړل، هېواد یې ازاد او بشپړ امنیت یې ټینګ کړ. د دې چارو تر سره کول د بل چا د بس او توان خبره نه وه. دغو کړنو ته یې باید د قدر په سترګه وګورو. رابه شو د یوویشتمې پېړۍ غو ښتنو او مقتضیاتو ته، هغه څه چې ښاغلي جهاني لیکلي، ټول منطقي او سم دي. طالبان باید لازم نرمښت او تېرېدنه وښیي. د هېوادوالو او نړېوالو معقولو او اصولي غوښتنو ته باید په سړه سینه سم او د منلو وړ ځوابونه ورکړي. دا په یاد ولرئ، هرڅومره چې فشار زیاتېږي، هغومره یې چاودنه قوي راځي. مننه

  6. دا قاتل وحشی طالبان د پنجابی پاکستان ISI تر رهبری او CIA په ډالرو تربیه شوی دی دوی ته په فریبی سره په ۱۹۹۶ کال کښی قدرت ورکړۍ شو او ۲۰۰۱ کال کښی د غلامانو په شان ئی بی له یو ډزه دوباره پنجابی ټاټوبی ته واستول شول او په ځای ئی نور پنجابی پاکستان او ایران کښی تربیه شوی بل ډول وحشیان قاتل تنظیمونه سره د کمونیستانو دوباره په قدرت راوستل ، دا مطلق بی سواده وحشی طالبان ئی بیا نظر و مردود پلان ته بیا را ژوندی کړۍ شول او د افغان ملت په قتل ئی لګیا کړل ، دی خائینینو ددوی شلو کالو وحشت کښی اجنبی محفوظ وو او دا قاتلین یوازی د ملت په وژنه لګیا وو او ددوی دوباره راتګ لپاره ئی د دوحی ډرامه رامینځ ته کړه او ددی ډرامی په واسطه ئی دی وحشیانو ته بین المللی شهرت ورکړ او همدارنګه د کابل غلامانو ته امر وکړۍ شو چی طالبانو وحشیانو ته ولایاتونه بی له مقاومته تسلیم کړی او دا هم عملآ ولیده شو او یوازی د احمدشاه مسعود پلویانو ته موقع ورکړه شوه چی مقاومت اعلان کړی او ددی اقدام سره غوښتل کیږی چی دا وحشیان د همه شمول حکومت په وسیله افغان ملت تام غلام کړی همدا سبب هم دی چی وحشی طالبان د مؤقت حکومت تودی چیغی وهی !!!! دا خیټوره جاسوسه طائیفه نه د حکومت کولو ژغور لری او نه ددی سواد لری ، دا ټول خائينین قاتلان د اجنبیانو په خدمت کښی لګیا دی او پنجابی پاکستان ته د وحشی طالبانو او تنظیمونو کنترول ورکړ شوۍ دی ، ددوی چټلی او خائينی تاریخچی سره د افسوس ځای دی چی دا مرتجع شاعر دوی ته داسی چاپلوسانه مضر هدایتونه کوی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب