یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپه جلال اباد کې په مرموز ډول د ۶ وژل شویو کسانو...

په جلال اباد کې په مرموز ډول د ۶ وژل شویو کسانو مړي موندل شوي

تاند(شنبه، د میزان ۳) په ننګرهار کې، چې له یوې خوا د داعش بریدونه دوام لري، له بلې خوا مرموزې وژنې ډېرې شوېکړی دی.

په تېرو دوو ورځو کې په جلال اباد ښار کې د ۶ تنو مړي موندل شوي چې په مرموز ډول وژل شوي دي.

تراوسه د دغو وژنو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

پرون د جمعې په ورځ د هډې فارم په سیمه کې د درو تنو مړي وموندل شول چې په ډېره بې رحمۍ وژل شوي وو.

تر دې یوه ورځ وړاندې هم په همدې سیمه کې د درو تنو مړي موندل شوي وو.

طالبان په غیر رسمي ډول تاییدوي چې دا کسان وژل شوي دي خو وايي چې وژل شوي کسان د داعش غړي دي.

خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې که وژل شوي کسان د داعش غړي وي ولې طالبانو نه نیول او ولې یې اعلان نه کاوه چې د داعش غړي یې په څه خاطر وژلي دي.

د دوی په وینا دې ډول وژنو په جلال اباد ښار کې د ناامنۍ احساس زیات کړی دی. دا ډول احساس په ځانګړي ډول په دې خاطر هم ډېر شوی چې په جلال اباد کې په وروستیو ورځو کې ګڼې چاودنې او وسله والې حملې شوي دي.

د جلال اباد په وروستیو حملو کې لږترلږه ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغو بریدونو مسوولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.

1 COMMENT

  1. دداډول مرموزو وژنو او بی له محکمی او ثبوتونو د خلکو وژل ښکاره جنایت دی او یوازی د وحشی ډلو له خوا ترسره کیدلی شی
    د وخت حاکم ددې ډول مرموزو وژنو مسولیت په غاړه لری. که تالب پدی وژنو کی لاس لری او په هر نوم يي دا خلک وژلی وی نو بیا خو دوۍ قاتلان او جنایت کاران دی او که چیری لاس پکی نه لری نو باید ولس ته دداډول مرموزو وژونو په هکله سپیناوی ورکړی او خپل مسولیت ترسره کړی. داسی وژنی په عام ولس کی وحشت او ویره خوروی او هیڅوک خپل ژوند خوندی نه احساسوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب