جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهتر یو نیم سل زیاتو افغان رسنیو خپل فعالیت ودراوه

تر یو نیم سل زیاتو افغان رسنیو خپل فعالیت ودراوه

تاند:( شنبه، د سنبلې ۲۷مه) د خبریالانو نړیوال فدراسیون په افغانستان کې د څه باندې یو نیم سل رسنیو د فعالیت دریدو خبر ورکړ.

دغه فدراسیون په یوه اعلامیه کې وویل، چې د تازه په ټپه دریدلو رسنیو شمېر ۱۵۳ته رسیږي.

فدراسیون د دغو رسنیو د فعالیت دریدو دلیل په افغانستان کې د طالبانو واکمنیدل ښودلي.

سرچینې زیاته کړې، چې دا رسنۍ د نسکور شوي اقتصادي وضعیت ترڅنګ د طالبانو لخوا د بیان ازادۍ پر وړاندې له وضع شویو قیوداتو او ګواښونو ځوریدل.

ویل شوي، چې دغه وضعیت د سلګونه ښځینه ژورنالیستانو په ګډون تر ۷ زرو پورې رسنیز کارکوونکي په کور کړي او له سختو ستونزو سره مخ کړي.

د فدراسیون په اعلامیه کې اندیښنه ښودل شوې، چې افغانستان به د بیان ازادۍ له پلوه نور هم خطرناک وضعیت سره مخ شي او باید نړیوال له دې کبله پر طالبانو فشارونه زیات کړي.

څو ورځې مخکې په کونړ کې د یوه وزګار شوي خبریال عکسونه خپاره شول، چې هغه پکې د اقتصادي ستونزو له کبله موچي توب ته مجبوره شوی و.

طالبانو د بیان ازادۍ او رسنیزو فعالیتونو ته د ژمنتیا ډاډ ورکړی، خو شرط یې ایښی چې دا فعالیتونه او ازادي به د دوی په ټکیو د شرعي قوانینو تر چتر لاندې وي.

د طالبانو له واکمنیدو سره د افغانستان په رسنیو کې د بهرنیو ژباړل شویو سریالونو، سندرو او ان تفریحي خپرونو خپریدل بند شوي او د لیدونکو په خبره یې یکنواخته شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب