یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+پښتانه واکمنېږي او که غورځېږي؟

پښتانه واکمنېږي او که غورځېږي؟

ليکوال: عبدالله خيبر

پښتانه چې ځانونه پينځه زره کلن بولي، خو په دې پينځه زره کالونو کې دوی دومره پرمختګ و نه کړ، لکه نورو قومونو چې په لنډه موده کې کړی دی. پښتنو د تاريخ په اوږدو کې نور هيوادونه فتحه کړي دي، خو په خپل منځ کې سره جوړشوي نه دي، يانې دوی پر نورو دواکمنۍ فکر کاوه، خو پر خپل ځان د واکمنۍ چل نه ورتلو او نه يې اوس زده کړی دی. دوی چې ځانونه د افغانستان اويا\پنځه اويا سلنه بولي، تر اوسه پکې داسې منلی رهبر پيدا نشو چې ټول دې پسې اقتدا وکړي، کله هم سره په مکله مانا متحد شوي نه دي، ځينې د خپل ورور اوتربور پر خلاف له دښمن سره ولاړ او ځينې په بيلا بېلو رهبرانو پسې د ړندو په شان شاته روان. د پښتانه مبارزه ټوله پر جنګ او تشدد ولاړه ده، که چېرې پکې داسې کسان پيدا شوي دي چې د دوی خېر او پرمختګ يې غوښتی دی، دوی ورته په درنه سترګه نه دي کتلي، که د مشر په پوستين کې چا يوه سپږه هم ورته ښودلې ده، دوی له پوستين سره خپل مشر ته هم اور وراچولی دی. څوک يې چې په خپل زور تر پاچاهۍ او واکمنۍ رسولي دي،  له هغوی څخه يې بيا خپل اصل حق نه دی غوښتی او يا پکې دومره استعداد نه و چې خپل اصل حق يې پيژندلی وای. 

 پر وطن چې هر کله د لويو زبرځواکونو سيلاب راغلی دی، نورو ترې په خپل هنر او استعداد خپلې خړې دښتې او سنګيړونه اباد کړي دي، مګر د پښتنو نه يې اباد کورونه او شنه فصلونه وړي دي 

ډاکټر نجيب پښتون و، د ده پر وړاندې چې جنګيدل دا هم اکثريت پښتانه وو، آن همدې پښتنو د نورو په لمسون پر دار هم وځړاوه. په مجاهدينو کې قوي برخه د پښتنو وه، خو واک او ځواک له نورو سره و، د نورو واک ځکه پکې زيات و چې هغوی يو رهبر درلود. د مجاهدينو په حزبونو کې پښتانه خوار و زار او د نورو د در محتاج شول، دوی په څو حزبونو کې وپاشول شول او په دې سره د يو بل په دښمنانو هم بدل شول. د طالب له راتلو سره ټول واک له پښتنو سره شو، خو د دوی جاهلانه کړنو پښتون په ټوله نړۍ کې په يوه توت کړ. له طالب وروسته چې د کرزي حکومت رامنځته شو، پښتانه بيا له متن څخه حاشيې ته څپ وهل شول او يوازې په دې وغولول شول چې ولسمشر پښتون دی، مګر ټول واک له هغه چا سره وه چې له پښتون طالب سره جنګيدلی او ورسره عقديي شوی و. د اشرف غني په حکومت کې هم پښتانه په ډلو وويشل شول، کم شمير بې نفوذه کسان له غني سره ودريدل، امريکا چې د خپلو عسکرو د وتو اعلان وکړ، پښتون طالب د غني پر وړاندې جګړه هم تېزه کړه او د غني په قول که وتلی نه وای، ممکن د ډاکټر نجيب پر سرنويشت اخته شوی وای. 

دادی يو ځل بيا طالب چې کابو نوي سلنه پښتنه ډله ده، پر هيواد واکمنه شوه، ځيني لنډ فکره ورته خوشاله دي چې له دې سره به پښتانه راپورته شي، واک او ځواک به د دوی سره وي او پر نورو به واک چلوي، د طالب پر وړاندې چې کومې مظاهرې وشوې، دا مظاهرې پښتنو نه دي کړي، کابو ټول يې غير پښتانه وو، د هغوی ښځې هم دومره پرمختللې او زړورې وې چې له پښتون طالب نه يې خپل حق په پوره جرئت غوښتو، نه د طالب له تهديد وويريدې او نه يې هم له زور زياتي. د يو قوم چې ښځې دومره پرمختللې وي، نو د دې قوم د پرمختګ مخه به څوک ونيسي؟ 

د طالب د حکومت له ساخت او د دوی له خپل منځي ستونزو او فکري ځوړتيا يې داسې انګيرل کېږي چې واکمني او امارت به يې ډېر دوام و نه کړي، ډېر زر به له ستونزو سره مخ شي، دا چې بيا به د دې هيواد واک له چا سره وي، له وخت وړاندې پوښتنه ده، خو نړۍ چې څه ګوري او د بيا حکومت کولو وړتيا چې په چا کې شته، هغه غير پښتانه دي، د دوی شعار او تګلاره  له زمان سره سمه او نړۍ ته د منلو وړ ده. که دا ځل بيا طالب رانسکور شو، د ده د جبر او زجر سزا به ټول پښتون ته ورسېږي او پښتون به يو ځل بيا داسې راوغورځېږي چې يوازې جنګ او تشدد به ورپاتې شي او په ټوله نړۍ کې به د يو بدنام قوم په توګه وپيژندل شي.

د دې مسلې د حل لار هم شته، خو د طالب تګ پرې سخت ښکاري، هغه دا چې ټولو مطرح څيرو ته په خپل حکومت کې برخه ورکړي، ښځو ته خپل حقوق ورکړي او د هيواد ټول قومونه پر ځان لکه د وروڼو راټول کړي او ټول خوښ وساتي. خو طالب وايي ما جنګ کړی دی، د دې وطن واک بايد له ما سره وي، له دې نه دی خبر چې په جنګ يې ځان (پښتون) در په در کړی دی، خو نورو لوړ تعليمات کړي دي، چې دوی ورته اوس مهال شديده اړتيا لري، نظام د ټوپک په زور نه چلېږي، اوس به له دې دومره زور او جنګي قوت سره د يوه غيرپښتون زلمي مغز ته احتياج وې. پښتانه زلمي خو دې تعليم ته پرېنښودل، څوک دې ووژل او د چا په لاس کې دې د قلم پر ځای ټوپک ورکړ.

4 COMMENTS

  1. عالی، علمی ، واقعی، ځوروونکی، له پیغور ، پند او اخطار ډکه لیکنه ده، په چا یی لولی او په چا یی منی پښتون ده کنه
    خوشحال بابایی ناامیده کړی و ماوتا خو څه کوی ؟ کله چی نابغه بابا ورڅخه ګیله من او په تنګ شی نو نړۍ خو حق لری
    را ویښ به نشی افسوس

  2. غیر پښتانه بیا په خپل لیونی پسی هم منډی وهی. او دلیکونکی په ډول پښتانه بیا دخپلو پښتنو پښی تیشه کوی.
    که لیکونکی ته پښتون مهم وی بیا دی نو دطالبانو تقویت وکړی او غربی اطاعت دی نه باندی تحمیلوی.

  3. ثابته ، تاسی روزل شوی قیدانیان نه پښتانه او نه د پښتنو کلتور او شجاعت خوندان یاستۍ د تاسو رهبر پنجابی عمران خان او د سی آي اي خائین خلیلزاد دی او اصیل افغان به هیڅکله داسی روزل شوو غلامو قیدانیانو سره یو ځای نشی دا به وروسته هم ولیده شی !!!!

  4. زه فکر کوم چی په پښتنو کی هم لکه د نورو قومونو او ولسونو په څیر پوه، رسیدلی او نړۍ نه خبر انسانان شته. ښی بیلګی یی په همدغه شل کلنه دوره کی د ښاغلی غنی (د مالی سیستم پر پښو درول او د نوی بانکنوتونو معرفی کول) څخه تر ښاغلی جلالی (په کورنیو چارو وزارت کی د پنجشیریانو د پراخ نفوذ سربیره د ډیرو اصلاحاتو رامنځته کول) او بیا امیرزی سنګین (په معلوماتی او تکنولوژی برخو کی د عصری انترنیتی او مخابراتو سیستمونو معرفی کول) یواځی یوی څو بیلګی دی. زه په ډاډ ویلی شم چی د نورو انسانانو په څیر پښتانه او پښتنی هم ذهنی توان او استعداد لری چی په هر ډګر کی لاسته راوړنی ولری، البته باید ورته زمینه برابره شی.
    د لیکوال سره پردی خبره چی پښتانه بی اتفاقه دی او یو ښه رهبریت نلری یا داچی ټول په یوه ږغ د ښه رهبر شا او خوا ته نه راټولیږی، همنظره یم او دا ددی قوم د وروسته والی او بدبختیو ستر لامل ګڼم.

    @ ښاغلی غروال
    زه فکر کوم چی د ثابت په څیر د نړۍ او تمدن څخه ناخبره یو موجود (زه ورته قصدا د انسان خطاب نه کوم) سره باید د هغه په تخیلی عقیدو او بی ځایه خبرو بحث ونکړو، ځکه چی د وخت ضایع یی بولم. تاسو خپل وخت د هغه ویښ او ځوان نسل په تربیه کولو کی تیر کړی چی سبا یی زموږ خاوری، خلکو او د نړۍ ټولو انسانانو او ژوو ته خیر ورسیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب