ليکنه، عبدالوحيد وحيد
ظاهراً د لمړي ځل لپاره د طالبانو په خبرو کې د انعطاف نښې ښکاريږي. هغوى ويلي دي چې د ولسمشر د مستعفي کيدو په صورت کې سوله راتلاى شي. دغه انعطاف ښه په زړه پورې پرمختګ دى، خو د خورا ډيرو ابهاماتو د شتون له کبله وضاحتونو ته اړتیا لرى. د واک تر ليږد دمخه باید سوله تضمين او ولسمشر غني ډاډ ترلاسه کړي چې د انتقال له پروسې وروسته به طالبان په هيڅ ډول جګړه نه کوي. د راتلونکي حکومت او په ټوليزه توګه نظام نوعيت به کوم ډول وي. د موقت/ عبوري ادارې موده به يې څومره وي.
نه يوازې زمونږ ولس بلکې نړيواله ټولنه هم د طالبانو د پخوانى حکومتي نوعيت په هکله جدي ملاحظات او حساسیتونه لري. خداى دې وکړي چې طالبان د ستونځو ختمولو لپاره يو بشپړ پلان وړاندې کړي. هغوى باید درک کړي چې د ولسواليو سقوط نه، بلکې د ديني او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې د ننه انعطاف يې بريا ته رسوي. وروستي جنګي څپې او د سقوط لړئ په هيڅ صورت د هيواد په ګټه نه دي.
د جګړو له امله سخت ځپل شوى ملت قطعاً بيا د نظام سقوط نه غواړى. يو ځل بيا د ولسمشر د فرار هڅه او د يوه بل ولسمشر وژل کيدل ورته په هيڅ صورت د منلو نه ده. نه غواړي بيا د بنسټونو جوړول له صفر څخه پيل شي. په زغرده وايو چې موجوده حکومت او طالبان له ګډ کار کولو پرته په افغانستان باندې په يوه اړخيزه توګه حکومت نشي کولاى. که غني او طالبان په يوازې سر د حکومت کولو فکر کوي نو خيال محال او جنون دى. هغه څه چې د ولس هيلې پوره کوي د دواړو خواو قرباني ده. هغه هم د ارزښتونو نه، بلکې د ملي ګټو لپاره د امتیازاتو قرباني ته باید تيارى ولري.
شک نشته چې د عمل په ډګر کې طالبان هم ډيرى وخت د حکومتي چارواکو په شان د خپلو خبرو برعکس کارونه کوى. د بيلګي په توګه هغوى وايي د ملي شتمنيو او ټول ګټو پروژو خوندیتوب ته ژمن دي، خو عملاً مونږ وينو چې په ډيرو ځايونو کې شتمنئ لوټ شوې او يا هم تخریب شوې دي. پلونه او پلچکونه په بمونو الوزول شوي دي. مونږ وينو چې له حکومتي چارواکو سربيره طالبان هم له ټولګټو پروژو څخه پيسې اخلي. که د کومې پروژې عملي کوونکۍ شرکت ورته پيسې نه ورکوي، حکومت يې پيسې نه ورکوي طالبان يې انجنیران او کار کوونکي اختطاف کوي. ايا طالبان خپل ولس ته باور ورکولاى شي چې هغوى ته تسلیم شوي وسائط او تجهیزات د کوم ځانګړې تاکتيک له مخې څه ډول، چيرته او د چا لخوا ساتل کېږي؟
متاسفانه د طالبانو لخوا د واک پريښودو د غوښتنې په تړاو د ارګ په ځواب کې هم عيني واقعيتونه له پامه غورځول شوي دي. د ستونځو عمق ته کتنه نه ده شوې، استدلال يې هم نه د توجیه وړ دى او نه هم د حقائقو انعکاس کوي. ډيرى ولسواليانې، بندرونه، حتى ګمرکات د طالبانو له ولقې لاندې دي. د سقوط لړئ دوام لري. ادارات په ژور فساد اخته دي. په حکومت کې د ننه اختلافات د حکومت ريښې وچوي. علمي کدرونه، مسلکي افراد، زده کړى ځوان نسل او پانګه وال د هيواد د پرېښودو ته ملاتړلي ده.
د ولسمشر لخوا له وخته مخکې ټاکنو وړانديز نه وزن لري، نه د اهمیت وړ دى او نه هم ورباندي باور کيداى شي. د نوموړي د ټاکنو تير دواړه دورونه د تقلب او درغلیو له امله جنجالي او نوموړي دوه ځله د غير قانوني معاملې له امله د ټاکنو اهمیت ته په خپله په صفر کې ضرب ورکړ. د ولسمشر تر مشرى لاندې ټاکنې به طالب خو څه چې خپله په حکومتي چوکاټ کې شاملو ډلو ته هم د قبول وړ نه وي.
ستر بدلون اړين دى خو د نظام د نسکوريدو د مخنیوي لپاره باید هر قدم په احتياط پورته شي. اوس هغه شېبې رارسيدلي دي چې بربنډ او په زغرده وغږيږو. له ابهاماتو ډکې څرګندونې وخت ضائع کوي. سوله باید تضمين، د ولسمشر عزت او ابرو خوندي په بدلونونو کې يې هوکړه ترلاسه شي. نړيوال د بدلونونو تر شا په سياسي او اقتصادي ډګر کې کلک ودريږي او د يوه منظم پلان له مخې ولسمشر راتلونکې موقتې يا عبوري ادارې ته واک وسپاري.
دواړه خواوې باید دقيقاً پوه شي چې فرصتونه بيا بيا نه راځي. وخت د هغوى په لاسونو کې نه دى او د هغوى په اشارو نه چلیږي. زمونږ ولسونه سولې ته ارجحيت ورکوي. د جګړو له وېرې د کورونو پريښودو ته اړ او په خورا بد حالت کې ژوند کوي. نړيوال هم د دواړو خواوو له جنګي جنون څخه تنګ شوي دي. په دواړو خواوو کې هغه خلک د سولې په وړاندې خنډونه جوړوي چې جګړه يې خپل او اولادونو ژوند نه ګواښي او يا هم هغه ځوانان د روان ترينګلي وضعیت ملاتړ کوي چې د تبلیغاتو ښکار شوي دي او د نوييمې لسيزې د فاجعې په تړاو غلطه انګيرنه لري.
د دواړو خواوو ترمنځ جګړو څخه ګټو اخيستونکو ته خو هسې هم جګړه د عوائد سرچینه ده. په لسګونه او سلګونه ملينونو ډالرو پانګه، ښه پرمختللى ژوند او د ژوند ټولې اسانتیاوې د هغوى لپاره د روانې جګړې محصول دى.
البته زه پوښتنه له هغو خلکو کوم چې يوازې د تبلیغاتو ښکار شوي او اوريدلي يې دي چې د نوييمې لسيزې د فاجعې د تکرار د مخنیوي لپاره همدغه سرټمبه توب او شله توب ښه تګلاره ده تر څو د نجيب د مستعفي کيدو په پايله کې په هيواد باندې د راغلې فاجعې د تکرار شاهدان نشو.
دغه احساساتي ځوانان باید پوه شي چې نجيب د ملګرو ملتونو استازي د پلان له مخې نه، بلکې هغه مهال يې خپل د بهرنیو چارو وزیر عبدالوکیل ته استعفا وسپارله کله چې په شمال کې دوستم مؤمن بابه جان اصف دلاور او ځينو وزيرانو له احمد شاه مسعود سره ايتلاف وکړ، شمال عملاً سقوط کړى وو، کابل ته هم د دوستم مليشې رارسیدلى وې. نجيب له بينن سيوان سره هند ته د تېښتې تابيا وکړه خو اوبه له ورخه تېرې وې.
زمونږ احساساتي دوستان ولې د سولې په ارزښت نه پوهېږي؟ له هغوى څخه مو پوښتنه داده چې تاسو په جګړه کې د وژل شوي زوى د بورې مورکئ په سترګو کې پراته سوالونه لوستلاى شئ؟
تاسو د يتيم په چيغو کې د محرومیت د سُر د درک وړتيا لرئ؟
تاسو په جګړه کې د وژل شوي ځوان د کونډې په ستوني کې د ايسارې کړاى شوې ژړا په لامل پوهيږئ؟
تاسو په جګړه کې د وژل شوي زوى د مجبور پلار د ارمانونو په هکله څومره معلومات لرئ؟
راځه چې زه درته ووايم تاسو په پورته مواردو کې هيڅ نه پوهيږئ ځکه خو د جګړو د دوام سندرې غږوئ!
په جګړو کې د ښکیلو اړخونو مټکور منطق، د يو بل پړ ګڼلو، پرديو ته د ښکنځلو، له ځانونو څخه د پريښتو جوړولو بانو، يو بل ته د جګړه ايزو ګواښونو او د واک جنون زمونږ ټولنه تر سپږمو پورې راوستلې ده. اوس مو ولس پوهيږي چې ستونځه د ښکيلو خواو تر زنې لاندې ده خو هغوى يې نه ويني، د خپلو نيمګړتياو په پړه نور خلک ګرم ګڼي او جګړو ته دوام ورکوي.
زمونږ ولس اوس هغه شېبې شماري چې نړيواله ټولنه د څار دنده پريږدي، په دواړو غاړو باندي د فشار ترڅنګ منځګړتوب ته رامخکې شي او په زغرده ووايي، چې د افغانستان ولس او نړيوال پوهيږي چې د ښکيلو اړخونو ترمنځ د جګړې لامل واک او نور امتیازات دي او دا چې هغوى د ستونځې برخه دي. په هر حال د هر اړخ د جنګي جنون حوصله باید ماته شي. کورنى جنګ باید په هيڅ وخت او په هيڅ صورت د بريا لاره او د اتلولي نښه نه وي.
په درنښت؛ عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان