سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+هغه خواړه چې په ګېډه کې ګېس زیاتوي

هغه خواړه چې په ګېډه کې ګېس زیاتوي

ډاکتر سيد مصلح الدين قادري 

په ګېډه کې د ګېس یا ګاز له رامنځته کېدو څخه اکثره خلک شکايت کوي، دوى د ارږمي (ارږي) په کولو سره له خلکو څخه د خجالت احساس کوي. په دې لړ کې زياتې خواړه رول لري. ګېس اکثره له هغه ناهضم شويو غذايي موادو څخه چې کله له وړو کولمو څخه د غټو کولمو په لور دورمي جوړېږي.

په غټو کولمو يا (colons) کې د دې غذايي موادو د هضمېدو لپاره ځينې مفيدې بکترياوې شته چې له دې عمل څخه ګېس منځته راځي.

د امريکا د معدې معايني اتحاديه وايي چې اکثره غدايي مواد ګېس منځته راوړي چې په لاندې ډول دي:

ګلپي، وچه مېوه، دال، بند ګلپي او د وړو شيره؛ خو که چېرې سبزي او دال د خام خوړلو په ځاى ښه پاخه شي؛ نو د ګېس جوړېدو امکان يې کم دى.

په مېوو کې زيات پېداکېدونکي مواد لکه فوکتوز يا شکر دي که چېرې فوکتوز، شکره يا د فوکتوز جوس زيات استعمال شي؛ نو ګېډه کې ګېس زيات پېدا کېږي؛ ځکه د انسان په وجود کې فوکتوز يوه اندازه جذب کېږي او نور اضافه دي چې ګېس جوړوي.

هغه مېوې چې زيات فوکتوز لري لکه: مڼه، نشپاتي (ناک)، کيله، انګور او نور بايد په اړينه اندازه وخوړول شي. هغه چې په اخر کې يې sl  راځي لکه (surbitsal mannital) او نورو زيات استعمال د ګېس جوړېدو باعث ګرځي.

شيدې هم ګېس جوړوي، ځيني خلک په شېدو کې له lactose څخه- چې د هضم لپاره کوم انزايم نه لري  ( lactose into lerance ) -شکايت کوي. که چېرې د کوم انسان په ګېډه کې شيدې او شيدو ته ورته مواد د ګېس باعث ګرځي که کم شي نو د ګېس له ستونزې به څه نا څه په امان کې وي.

که چېرې د شيدو په عوض ماسته اسعمال شي؛ نو په مستو کې lactose کم دى او د ګېس د جوړېدو څخه مخنيوى کوي.

که چېرې څوک داسې غذايي مواد استعمال کړي چې ګېس رامنځته کوي، نو هغه ته په کار دي چې ماسته استعمال کړي.

ځیني کسان د antibiotic له استعمال سره هم د ګېډې ګېس يا د معدې د درد تکليف پيدا کوي چې هغه ته ماسته او يا protiotic ښه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب