شنبه, مې 4, 2024
Homeادزرین انځور

زرین انځور

زرين انځور  تر اوسه د لنډو کيسو پنځه ټولګې چاپ کړي دي. يوازې طاهر اثر اپريږي د شپږو مجموعو په خپرولو تر ښاغلي انځور ډير داستاني اثار لرلي دي.

د زرين اځور د لومړنۍ کيسې په خپريدا درې لسيزې تير شوي دي. هغه کيسه يې د ننګرهار په مجله کې په ١٣٥٤ کال مې خپره شوې وه .
ښاغلي انځور تر اوسه د لنډو کيسو پنځه ټولګې چاپ کړي دي.
١ – دا سرونه، دا رسمونه: دلنډو کيسو لومړۍ ټولګه، کابل، د١٣٦٣ ل چاپ،
٢ – شاړې کوڅې، د لنډو کيسو دويمه ټولګه، کابل، د١٣٦٧ ل چاپ ،
٣ – تروږمۍ، د لنډو کيسو درېيمه ټولګه ، پېښور ، د ١٣٦٩ ل چاپ ،
٤ – زموږ د کلي پاڼې، د لنډو کيسو څلورمه ټولګه ، پېښور ، د ١٣٧٢ ل چاپ ،
٥ – دلته غرونه نه دي هسک، د لنډو کيسو پنځمه ټولګه ، پېښور ، د ١٣٧٩ ل چاپ،

دغه راز ښاغلي انخور پر داستاني اثارو نقد او کره کتنې هم کړي دي چې ځينې يې د کتابونو په ډول هم چاپ شوي دي.

اباسين کيسې کوي، د پښتونخوا د کيسه ليکنې غورچاڼ او څېړنه، کابل، د ١٣٦٤ ل چاپ،
د مهدي داستاني کليات ( تدوين او سريزه)، کابل، د ١٣٦٧ ل چاپ،
د ښاغلي انځور لنډې کيسې د داستانونو په دوه مياشتنۍ مجله کې لوستی شئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب