Homeخبرونهزابل کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله...

زابل کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند ( جمعه، د غویی ۳ ) راپورونه وایي، تېر ماښام زابل ولایت کې د مارسیډیز او ټېلر موټر ټکر کړی چې له کبله یې ۱۴ تنو خپل ژوند بایللی دی.

پېښه د کندهار – کابل پر لویه لاره د زابل ولایت مرکز کلات اړوند د جلدک سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

سرچینې وایي، پېښه کې ۶ تنه نور ټپیان شوي چې اوس مهال د زابل ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د راپورونو له مخې، یاد کسان ټول د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالي اوسېدونکي دي.

سرچینې وایي، یاد کسان هلمند ولایت ته د مزدورۍ په موخه تللي وو چې د اختر د رخصتي لپاره بېرته د راتګ پر مهال یې زابل ولایت کې موټر ټکر کړی دی.

د معلوماتو له مخې، په مړو کې ۱۲ تنه پچیر اګام ولسوالي د لاندې صبر او دوه تنه نور یې د ضمرخېلو سیمې اوسېدونکي دي.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل هم په پېښه خواشیني ښودلې او وایي د زابل له والي سره یې د ټپیانو د ښه مراقبت په موخه خبرې کړې دي.

نوموړي پر خپل فېسبوک لیکلي: ((په ډیرې خواشینۍ سره خبرشوم؛ چې د ننگرهار ولایت د پچیر اګام ولسوالۍ اوسیدونکي وطنوال دکابل-کندهار په لویه لاره په یوه ترافیکي حادثه کې(۱۴) شهیدان او (۶)ټپيان شوي دي. د زابل والي صیب سره مې په تلیفون د ټپيانو د درملنې په اړه خبرې وکړې چې له نیکمرغه دښې پاملرنې او مواظبت ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ یې راکړ.))

دا په داسې حال کې ده چې د دا ډول پېښو ډیری علت د موټر چلوونکو بې احتیاطي په ګوته کیږي چې دې وروستیو کې یې کچه خورا لوړه شوې او له کبله یې د هېواد له بېلا بېلو ولایتونو د مرګ ژوبلو راپورونه ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...