دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد عبدالله عبدالله په مشرۍ یو پلاوی مسکو ته روان شو

د عبدالله عبدالله په مشرۍ یو پلاوی مسکو ته روان شو

تاند(چهارشنبه، د حوت ۲۷) د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د افغان پلاوي غړي د روسیې فدراسیون ته روان دي، چې د افغانستان د سوله‌ییز جوړجاړي په اړه د مسکو په کنفرانس کې برخه واخلي.

عبدالله زیاته کړې، « مونږ د یوه بریالي کنفرانس او له طالبانو سره د نظر تبادلې په لټه کې یو، او دغه کنفرانس د دوحې د خبرو اترو پر پراختیا، تاوتریخوالي کمولو او شخړې د پای ته رسولو لپاره ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې څه موده وړاندې افغان حکومت، طالبانو، سیاسیونو، چین پاکستان او امریکا ته بلنه ورکړه ترڅو په مسکو کې د افغان سولې په اړه په جوړېدونکي کنفرانس کې برخه واخلي.

له افغان حکومت د عبدالله عبدالله په مشرۍ پلاوی چې ګڼ سیاسي شخصیتونه هم په کې شامل دي د روسیې په لورې روان شول.

په دې پلاوي کې د ولسمشر پخوانی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار، د ښځو په استازیتوب حبیبه سرابي، د ولسي جرګې ريیس او د مشرانو جرګې مرستیال هم شامل دي.

په ورته وخت کې تېره ورځ ولسمشرغني هم یادو کنفرانسونو او د امریکا له لورې د نوې وړاندې شوې طرحې په اړه وویل، اوس هم حاضر دی چې په هر وخت کې له طالبانو سره ټاکنې وکړي، هغه ټینګار وکړ چې له ټاکنو پرته بل ځای ناستې ته واک نه پرېږدي.

ټاکل شوې ده چې د مسکو له کنفرانس وروسته د ترکیې په انقره کې د افغانانو ترمنځ یوه بله لا مهمه غونډه جوړه شي.

د انقرې غونډه د امریکا په غوښتنه کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ترکیې غوښتي چې په افغانستان کې د یوه لنډمهال حکومت د جوړېدو لپاره د غونډې کوربه توب وکړي خو طالبانو ویلي چې تجربو ښودلې چې لنډمهالي حکومتونه ناکام دي او ولسمشر غني ویلي چې یوازې د انتخاباتو له لارې واک پرېږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب